د ژوند په اړه د البرټ انشټين نهه لارښوونې:
پلټنه وکړئ: زه ځانګړی استعداد نلرم، يوازې ډېر کنجکاو يم.
تلاش ارزښت لرونکی دی: زه ډېر هوښ لرونکی نه یم، ولې له مسایلو سره زيات وخت پاته کېږم.
تخيل ځواکمن دی: تخيل هر څه دی. تخيل د راتلونکي ژوند د زړه راښکون ننداره ده. تخيل له پوهې څخه غوره دی.
تېروتنه بده پېښه نه ده: هغه چا چې هېڅکله تېروتنه نه ده کړې؛ هیڅکله ئې نوی څيز نه دی ازمويلی.
د اوس لپاره ژوند وکړئ: زه هیڅکله د راتلونکي په اړه فکر نه کوم؛ راتلونکی به ډېر زر راشي.
د بدلو پایلو تمه مه کوئ: دا ناپوهي ده چې بيا بيا يو شان کار تر سره کړئ او د ورته پايلو تمه ولرئ.
بې خيالي او نابغه توب: د بې خيالۍ او نابغه توب تر منځ توپير دای دی چې نابغه توب خپلې پولې لري.
د قوانينو زده کول او بيا ښه لوبه کول: تاسې بايد د لوبې قوانين زده کړئ او بيا له هر چا څخه ښه لوبه وکړئ.
پوهه له تجربې څخه تر لاسه کيږي: مالومات پوهه نه ده؛ د پوهې يوازينۍ سرچينه تجربه ده.