لیکنه: شبیر احمد همدرد
د ژوند د چاپیریال نړیواله ورځ هر کال د جون د میاشتې په پنځمه نیټه په نړیواله کچه نمال کېږي. د ءوند د چاپیریال نړیواله ورځ په ۱۹۷۲ زیږدیز کال کې د ملګرو ملتونو د عمومي غونډې لخوا تصویب شوه، په دغه کال کې د هیوادونو مشرانو د ځمکې او ژوند د ساتنې او ژغورنې لپاره د خپلو ویناوو په ترڅ ککې د یو لړپلانونو او کړنلارو د پلی کولو ژمنې وکړې او دا ډاډ یې رامنځته کړ چې کیدای شي ددغو پلانونو او کړنلارو په رڼا کې د ژوند د چچاپېریال نړیوال تړون تصویب او لاسلیک شي.
د ژوند د چاپیریال نړیواله ورځ، ټولو نړیوالو ته یوه لله ارزښته ډکه ورځ ده او باید چې د همدې ورځې نمانځنه ددې لامل شي چې دولتونه ، حکومتونه، اړوندې موسسې او څانګې او پای کې د ځمکې پر مخ اوسیدونکي انسانان د خپل ژوند د چاپیریال ارزونه وکړي او پریکړه وکړي چې د ژوند دچاپیریال د ښه والي لپاره څه کولای شي، چې وکړای شي په پوره هوښیارتیا په خپل ژوندنیز چاپیریال کې ډاډمن ژوند وکړي.
د ژوند چاپیریال کې ژوندي موجودات او ناژوندي عوامل شته دې، ناژوندي عوامل لکه خاوره ، اوبه ، ګازونه او نور ژوندې موجودات یو بل سره او په ټوله کې د ناژوندي عواملو ډیرې مهمېاو بنسټیزې دي. دغه ژوند نيزه سیمه چې د ژوندي موجوداتو او نا ژوندي عواملو په ګډون دي د اکو سیستم په نوم یادیږي او هغه علم چې اکوسیستم څیړي او ارزوي یی د اکولوژۍ په نوم نومول شوي دي.
په اوسني پیر کې هغه عمده او غټه مساله چې د دولتونو، حکومتونو او لنډه کې د نړۍ د ټولو اوسیدونو د اندیښنې ود ګرځیدلې ده ، د ژوند د چاپیریال ککړتیا ده . د ژوند د چاپیریال ککړتیا د بیلابیلو لارو څخه سر چینه اخلي.
د بشري تمدن ډیر مختګ د معاصرې تکنالوژۍ په پراختیا او د نفوسو د زیاتوالي له امله ننۍ نړۍ په هوا او ځمکه کې د ککړتیاوو له ستونزو سره مخ شوی ده، چې د ځمکې پر مخ د روغتیایی رپوټونو په وینا د نړۍ د اوسیدونکو شلمه شلنه د هوا او د ژوند په چاپیرال کې د ککړتیا له المه د بیلابیلو رامنځنته شویو ناروغیو له مخې ژوند یې ګواښل کېږي. د همدې لویې غیمیزې له کبله ده چې په هر هیواد کې دولتي چاوراکي پرته زمونږ له هیواده دغې مسالې ته ژوره پاملرنه لري او دا ځکه چې د ژوند د چاپیریال په ننۍ وضعیت داسې دی چې یو شار او یا یو هیواد د ګاونډ ښار او هیواد د ژوند نیز چاپیریال له ککړتیا څخه اغیزمن کیږي، دا مساله د پالرنې وړ ده ، خبرتیا ورته په کار ده او دا د انسان د ژوند او پایښت سره تړلې مساله ده .
دد بل اړخه ، په دوو وروستیو پیړیو کې په نړۍ کې جګړو، وسله والو شخړو او نښتو او په هغو کې د ډول ډول متعارفو او نا متعارفو وسلو کارونه بل عمده لامل دی تچې د ژوند د چاپیریال په ککړبیا کې يي خپل پارخ غیز شیندلی دی.
جګړه تل د ژوندانه چاپیریال ته له زیان سره مله ده ، د جګړې پ مهال د ژوند چاپیریال ته په قصدي او نااپې ډول زیانونه رسیږي، په قصدي ډول کېو د دښمن لخوا د مخامخ لورې د جنګیالو د ماتې په خاطز د ځنګلونو، ببرونو او د خوړو د محصولاتو له منځه وړل دي ، چې دا نه یوازې د دښمن سرتیرو د پتنځایونو له مڼځه تللو لامل
رځي، بکليې نورو ملکي وګړو ته د خوړو د محصولاتو ، د قحطی او د غله دانو د له منځه تللو ویره رامنځته کوي ، همدارنګه د جګړیزو بیلابیلو وسلو هوا کې د یو لړ مصنوعي بدلونونو په راوړلو سره د چاپیریال د ککړتیا د عواملو، لامل ګځي ، چې روښانه بیلې یي په دوهمه نړیواله جګړه کې پ جاپان د اتمي وسلو ازمایښت د ژوند چاپیریال ته د ګواښونو کچه لا لوړوي.
د وسلو او نورو زیان رسونکو عناصرو کارونه د دې لامل ګرځي چې په قضا او ځمګه کې یو لړبدلونونه منځته راشي چې بیا د ژوندانه پر چاپیریال خپل منفي اغیز پریږدي د بیلګې لپاره د اوبو ککړتیا.
د اوبو پاکوای او هغې ته د ځمکې د اوسیدونکو لاسرسی ، نن ورځ د انسان د یوه طبیعې او با ارزښته بشري حق په توګه خپل جوت ځای مندلای دی.
د اوبو ککړتیا زموږ د اوسني وخت یوه غټه ستونزه ده . د اوبو ، نه ککړتیا د ژوند د چاپیریال لپاره اساسي ارزښت لري ، چې له بره مرغه دغه ارزښت د تکنالوژي او صنایعو په پرمختګ سره هره ورځ لا له ډیرو ګواښونواو ستونزو سره مخ کېږي او دا ځکه چې نوې تکنالوژي او صنعت لپاره انرژي د دوو شرچینو څخه چې د ډبرو سکاره او بل تیل دي ، چمتو کیږي، چې زیاله کارونه يی د چاپیریال د ککړتیا او په تیره بیا د اوبو د زیرمو او سرچینو لپاره زیان رسونکې تمامیږي. د څرګنده ده چې د انرژي دغه توکي په زیاته کچه د SO2او CO2 د ګازونو د تولید او خپریدو لامل ګرځي .
د ژوند د چاپیریال پاک ساتنه .
د پارکونو ، سیل ځایونو او شنو سیمو جوړول او ساتنه : د ژوند د چاپیریال ساتنې یوه لاره د پارکونو ، سیل ځایونو او شنو سیمو رامنځته کول او د هغې ساتنه ده چې کولای شي ژوندي موجودات او نا ژوندي عوامل له ګواښ څخه وژغوري.
د ښاري ما ستر پلان غوره او وړ تطبیق : د پیلي او منظم ښاري ماستر پلان غوره تطبیق به ددې لامل شي چې د استوګنو په سیمو کې د نفوسو د زیاتوالي د کثافاتو له ډیروړالي د ترافیکو دوګڼې ګونې مخه ونیسي، ښاري خدمتونه په توګه ترسره شي، د پاکو اوبو سیستم په مناسب ډول تنظیم شي او د فابریکو لپاره د استوګنو سیمو څخه لیرې ښارګوتي جوړ شي.
د ځنګلونو ساتنه: هر ځنګل په خپل ذات کې یوه ژوندۍ ټولنه ده ، که چېرې دغه ټولنه د طبعي پیښو لامله تر ګواښ لاندې راشي او زیان ورته ورسیږي، ددې ښونتیا شته دی چې د طبعت د سرشت له مخې بیا بیرته ورغول شي ، خو که چېرې انسان په قصدي ډول د هغه له منځه وړلو لپاره هحه وکړي، نو بای په تدریجي ډول له منځه ځي او په لنډ وخت کې یی د بیا رغونې هیله نشته دی.
د ځنګلي ژویو ساتنه : هر هیواد د یو شمیر ځنګلي ژویو څارویو او الوتونکو د نسلونو لرونکی دی چې د هغو شتون د ژوند د چاپیریال په ساته کې د خورا ارزښته وړ دی. له بده مرغه په زیاتو هیوادونو کې انسانان یو لړ ښکلاییزو څیزونو لکه جامی ، زیوراتو او نورو لپاره دغه ژوي او څاروي پرته له دی چط د هغوې د نسلونو پایښت ته پام ولري په ډیرې بی رحمی د خپلو ګټو لپاره کاروي. نن د نړۍ خلک په دې ډاډ لري چې د ځنګلي ژویو او څارویو ژوند له ګواښ سره مخ دی. همدا خبره ددې اړتیا جوتوي چې د هغوې د ژوند په هکله یی توپیره پاتې نشي . په ۱۹۹۲ ز کال کې نړیوالی ټولنې د ګیاهی او حیواني ډولونو د له منځه تللو د مخنیوي په موخه یو تړون لاسلیک کړ، ددې تړون د لاسلیک اړتیا داوه چې د نړۍ اوسیدونکي د ژوند چاپیریال د ویجاړتیا د اوبو دککړتیا او د ځنګلونو او د ځنګلي ژویو د له منځه تللو د مخنیوي لپاره له بیلابیلو لارو څخه یو لړ اسانتیاوې چمتو کړي.
د ژوند چاپیریال ساتنې لپاره عملي کړنې :
د ژوند د چاپیریال څخه کیدای شي چې د ژوندیو موجوداتو او ناژوندیو عواملو څخه د قانوني ملاتړ او همدارنګه د شنو سیمو ، ځن
لونو ، پارکونو ، سیل خایونو او د نیالګیو د کرکول او د ښاري خدمتونو د ښه والي او پراختیا څخه د قانوني ملاتړ په مټ ساتنه وشي پدې ډول:
د ژوند چاپیریال د پاک ساتنې په موخه ، د ملرو ملتونو د سازمان او د نړیوالې ټولنې د غړو هیوادونو په ګډون په بیلابیلو وختونو کې غوندې جوړې شوی چې په بهیر کې یی یو لړ قوانین او پریکړه لیکونه تصویب شوي هم دي ، لکه په ۱۹۶۱ او ۱۹۸۰ زیږدیز کلونو کې د اوبو د ککړتیا د مخنیوي په اړه ، په ۱۹۷۵ ز کال کې د چټلیو په اړه ، په ۱۹۸۵ ز کال کې د عرنیو سیمو په اړه او په ۱۹۸۷ز کال کې د سیندونو د قوانین او پریکړه لیکونه په سمه توګه عملي او د قوانینو د اجرا کوونکو تر مخ همغږي او مرسته وي، نو کیدای شي چې د ژوند چاپیریال ساتنې په اړه هیله من او ډاډمن اووسو.
اقتصادي انګیزې او مالیاتي جریمې هم کولای شي چې د ژوند د چاپیریال په ساتنه کې ونډه ولري ، د بیلګې په توګه پر هغو جنسونو مالیاتي جریمې وضع شي چې د ژوند د چاپیریال په ساتنه کې
ټوره ده، شونې ده چې دولت او یا ځایی ارګانونه د ژوند د چاپیریال په پاک ساتنه کې پاتې راشي ، نو په داسې حال کې چې دولت او ځایی ارګانونه کمزوری وي ، ښاریان کولای شي چې د عمل په نوښت سره د ژوند د چاپیریال ساتنه وکړي .
ښایی چې قوانین ، مالیاتي انګیزې او یا حکومتي مقررات ونشي کړای چې ښاریان د ژوند د چاپیریال د پاک ساتنې په کار کې اړ کړي او یا هغې ته درناوې وکړي ، نو په دغه حالت کې باید یو لړ ښوونیز او روزنیز پروګرامونه او کړنلارې مطرح شي او د عامه پوهاوي له لارې ، د ژوند د چاپیریال د ساتنې ارزښت ته د خلکو مسوولانه او ځانخیرې پاملرنه راواړول شي۰