ښاري او کلیوالي ټولني یوه له بلي سره څه اړیکي او کوم توپیرونه لري؛ دلته ئې څېړو!
محیط دئ چي د انسان ژوند اغیزمنوي. انسانان عموماً په دوه ډوله محیطونو کي اوسیږي- هر یو لکه ښاري او کلیوالي. په دې دواړو کي ټولنیز ژوند توپیر کوي. ددې دواړو ټولنیزو سازمانونو د توپیر ساده خلاصه دا ده چي ووایو دوی دواړه یو د بل سره جلاکیږي: داسي چي کلیوالي ټولنه یوه متجانسه او ښاري ټولنه، غیر متجانسه یوه بلل کیږي. پر کلیو باندي د ښاري نفوذ د پراختیا سره- سره بیا هم د ښاري او کلیوالي ژوند تر مینځ یو نیغ توپیر موجود دئ، چي دغه تفاوت/توپیر په زیاته اندازه د څومره والي( Degree ) په موضوع تبدېلېدونکی دئ. د ښاري توب د وروستیو هڅو سره-سره په کلي کي اوس هم ډېر پخواني او کلتوري عادات او خصوصایت پر ځای پاته دي چي د ښاري ژوند سره یو نیغ توپیر رامنځته کوي.
په ټولنیز سازمان کي ترجیح والی
د ښاري او کلیوالي ټولني ترمینځ ترټولو غټ امتیاز د ټولنیز سازمان هغه دئ. چي په لاندي برخو کي څرګندیږي:
کورنۍ
د ښارونو په پرتله د کلیو کورنۍ قوي دي؛ چیري چي ډېر اهمیت او ارزښت په فرد پوري تړل کیږي. په کلیو کي د ښار په پرتله ګډي او شریکي کورنۍ په ډېري اندازې موندلای سو. د کلیو په کورنیو کي کنټرول، صمیمیت او اداره د ښارونو د هغو په پرتله ډېر ښه دي.
واده
په ښارونو کي د کلیو په پرتله د عاشقۍ وادونه او هم طلاقونه زیات دي. په ښار کي د خپل ژوندانه ملګري د انتخاب اختیار سته، چیري چي په کلیو کي دا هرڅه نه لیدل کیږي، او که وي بېخي پر نشت حساب دي.
ګډ احساس
په کلیوالي ټولنو کي د( زموږ) احساس د ښارونو د هغو په پرتله ډېر قوي دئ. پر اشخاصو د ټولني نفوذ یا موثریت په کلیو کي د ښارونو په پرتله ډېر ستر دئ.
ګاونډیتوب
په کلیو کي د ښارونو په پرتله د ګاونډیتوب ډېر زیات اهتمام ساتل کیږي. په ښارونو کي کله کله خلک حتی خپل ګاوڼدي سره د سره پېژني نه!
د ښځو موقف
عموماً په کلیو کي ښځي تعلیم نلري او ټولنیزموقف ئې هم ډېر کمزوری دئ.
ټولنیز او د ګډ مسئولیت احساس
په کلیو کي د ګډ مسئولیت احساس ډېر ښه دئ. عادي تجارب، معمولي اهداف، عامیانه دودونه او رواجونه په کلیوالي ټولنه کي د یووالي بنسټونه دي. په ښارونو کي، ټولنیزي اړیکي ثانوي او ظاهري دي چي غیر مستقیمي هم ورته ویلای سو او هم پکښي د ګرانښت او صمیمیت کچه د کليو په نسبت کمه ده.
د جسامت له نظره کوچنۍ دي
کلیوالي ټولني د ښارونو د هغو په پرتله کوچنۍ دي. کښت او کرونده ئې بنسټیز کسب دئ. د کښت او کروندې لپاره ئې ځمکي ته ضرورت دئ، چي ځمکه هم د سړي دخوښي او مالکیت سره سمه په پراخ ډول مونده کیږي، پداسي حال کي چي په ښارونو کي د کروندې ځمکي خورا نادره( کم پیدا) دي.
د اقتصاد له مخي توپیرونه
د ښاري او کلیوالي ژوند تر مینځ خورا په لویه اندازه اقتصادي توپیر موجود دئ. په دغه اړخ کي ئې تر ټولو لوی توپیرونه په لاندي ډول دي:
په کلیو کي یوازینی کسب زراعت دئ پداسي حال کي چي په ښارونو کي ډېر کسبونه د صنعتي او طبعي کارونو څخه دي.
په کلیو کي د ژوندانه معیار د ښارونو په پرتله کښته دئ، ځکه چي د ګټي وټي لاري چاري ئې محدودي دي.
د عنعنوي او کلتوري اړخه توپیرونه!
د ښارونو په پرتله په کلیو کي کلتور ډېر پاېیدونکی دئ.
په کلي کي د کلتور ریښه طبقه او سپېڅلتوب دي چیري چي په ښارونو کي کلتور سکولر قاعده لري. په کلیوالي کلتور کي عنعنات ډېر مهم ځای لري، پداسي حال کي چي د ښار وګړي کلتور او عنعنې ته په خاص احترام او اهمیت قائل نه دي.
په ټولنیزو محدودیتونو کي توپیرونه!
په کلیوالي ټولنه کي د کلتور راج دئ، دودونه او رسمونه ئې د اخلاقو اړخ کنټرولوي. مګر پولیس، قانون، محکمه… په ښارونو کي د کلیو په پرتله زیات دي.
د ټولنیز پایښت او فعالیت له مخي توپیرونه!
په کلیو کي د ښارونو په نسبت زښت زیاته ټولنیزه تجزیه موجوده ده. سوروکین او زیمرمن( Sorokin and Zimmerman لیکي،” کلیوالي ټولنه په یوه پوله کي د آرامو اوبو په شان ده او ښاري هغه په چای جوشه کي د ایشېدونکو اوبو حیثیت لري .“په ښارونو کي ټولنیز خوځښت یا فعالیت خورا ستر دئ. په ښاري سیمو کي خلک ډېر کله د یوه څخه بل کسب ته او یا د یوه ځای څخه بل ته بدلیږي.
په ټولنیزو اړیکو کي توپیرونه
ټولنیزي اړیکي په ښارونو کي د کلیو په پرتله ډيري شخصي دي. په کلیو کي د شخص اړیکه عموماً د عادي ډلو، کورنۍ، نزدې دوستانو او داسي نورو سره وي. په ښارونو کي د خلکو اړیکي تر ډېره د ثانوي یا فرعي ډلو پر لوري ورماتي وي( میلان) لري.
پای
ژباړن: نوراحمد فضلي