ژباړه: کوچۍ
په هغو بېشمیره لړ لیکونو کې چې د رسنیو او بیلا بیلو مرکزونو له لوري د نړۍ د هیوادونود سالمو ښارونو په اړه خپاره شوي دي پنځه ښارونه په دغو ټولو لړ لیکونو کې تر سترګو کیږي ، په دغو ښارونو کې د ښاریانو د سلامتۍ او روغتیا د تظمین په برخو کې پانګونه شوې ده، دغه پنځه ښاره چې د ښاریانو د روغتیا ساتلو له پلوه په نړۍ کې سالم ښارونه بلل شوي دي ، عبارت دي له:
سرشمیرنه او څيړنې ښيي چې په سنګا پور کې د نویو زیږیدلو ماشومان د مړینې کچه د نړۍ تر ټولو په ټيټه کچه کې ده، او او ژوند ته دهیلو تر تر ټولو لوړه کچه یا نې ( ۸۴.۰۷کاله) په کې په زبات رسیدلې ده، ی دغه ښار په نړۍ کې د درملیزو خدماتي تر ټولو غوره او کارنده سیستمونو درلودونکی دید دې ښار ۸۰ سلنه اوسیدونکي له ټولیزو روغتیایي خدمتونو نه ګټه اخلي، په ټولیزه توګه سینګاپور د نړۍ یو له پاکو ښارونو نه ګڼل کیږي، د دغه ښار دنني چارواکو د وړو موټروپه تګ راتګ کې تر ډيره بریده په ډيرو اغیزمنو ګامونو د پام وړ کموالی راوېستی دی، او په ۱۹۷۰ لسیزه کې یې ورته تر ټولو لوړه بیه ټاکلې وه.
همداشان په دغه ښار کې د لیږد رالیږد دغوره سیستم په مټ هره ورځ دوه میلیونه تنه لهیوه ځایه بل ځای ته وړل کیږي، دغه ښار چې د (دبڼ ښا) په نوم شهرت لري، ډیر زیات پارکونه، بڼونه او زرغون چاپیریال لري.همدا شان دهغو خلکو لپاره چې په باېسکلونو ، پلې ځي او یا ځغلي ، هغوی ته ځانګړې فضاوې او دښار برخې ورته په پام کې نیول شوې دي، په دې ښار کې د کار او ژوند تر منځ دتعادل په ساتلو ډير ټينګار کیږي، همداشان ډله ایزې سپورتي پروګرامونه لکه دوماراتن او باېسکل ځغلونه هم په لاره اچول کیږي؟
دغه ښار په ټوله نړۍ کې د لیږد رالیږد تر ټولو غوره او کارنده سیستم لري او د ورځې درې میلیونه مسافره له یوه ځایه بل ځای ته لیږدوي، په توکیو کې د شین خونیزو ګازونو دانتشار کچه د نورو اسیاي ښارونو په پرتله ډيره ټيټه ده،د نړیوال بانک د راپور له مخې په توکیو کې د CO2 ګازو د کلني تولید کچه ۴،۸۹ ټنه ده، په داسې حال کې چې په پکن کې ۱۰.۸ ټنه ده، په سنګاپور کې ۷،۸۶ ټنه اعلان شوې ده،همداشان د دې ښار په ښاریانو کې دهیلو دکچې اندازه ۸۴،۱۹ کاله ده ،چې دا کار ډير لاملونه لري او څو لامله یې عبارت دي له د ټولیزې روغتیا او سلامتۍ په برخه کې پانګونه، کورنیو اړیکو ځواکمنتیاود سابوؤ تازه میوو، کبانو او وریجې لرونکو غذایي رژیم کارونه ده.همدا شان له هغه مهاله چې په دغه ښار کې له ۱۹۶۱ لیږدیز کال راهیسې د سلامتې نړۍ په دغه ښار کې منځ ته راغلې ده، د ماشومانو او په عفوني ناروغیو داخته ناروغانوږ د مرګ په کچه ګې یې ګکی راوړی دی.
دغه ښار په استرالیا کې د ښځو لپار د روغتیا له پلوه ه یو له سالمو ښارونو نه ګڼل کیږي، همدا شان د ( EIU) د اقتصادي اطلاعاتو د واحد د راپور له مخې، د پرت ښار د نړۍ له هغو لسو ښآرونو نه یو دی چې دژوند کولو تر ټولو غوره شرایط په کې برابر شوي دي،دا ځکه په دې ښار کې پنځه اصلي معیارونه په پام کې نیول شوي دي:
۱ـ درملیز خدمتونه
۲ـ زده کړې
۳ـ مناسب ودانیز بنسټونه
۴ـ ثیات
۵ـ دژ،ند دښه چاپیریال ساتلو لوړ فرهنګ
له ۱۹۹۸ زیږدیز کال نه تر ۲۰۰۹ زیږدیز کاله پورې په دغه ښار کې د باېسکیل چلوونکو شمیر ۴۵ سلنه زیات شو، همدا شان د دې ښار مناسب اقلیمي وضعیت د دې اوسېدونکو ته دا لاره هواره کړې ده چې خپل ډير کارونه په ازاده هوا کې ترسره کړي او سپورت وکړي.
کوپن هاګن د ډنمارک پلازمینه ده چې په وروستۍ لسیزه کې د CO2 د ګازو د خپرېدا د کچې د کموالي او له بایسکل نه د ګټې اخېستنې د پراختیا په لامل په نړۍ کې له روغتیایي پلوه د نړۍ یو له سالمو ښارونو نه وګڼل شو، له ۲۰۰۵ زیږدیز کال راپه دیخوا په دې ښار کې د شین خونیزو ګازونو دخپرېدا کچه ۲۰ سلنه ټيټه شوې ده، همداشان د دې ښار ۵۰ سلنه وګړي د خپل تګ راتګ لپاره له باېسکل نه ګټه اخلي.
۵ـ د موناکو شاهزاده مېشتي
د موناکو شاهزاده مېشتې یو کوچنی هیواد دی خو د وګړو د خپریدا له مخې په نړۍ کې تر ټولو متراکم هېواد دی، موناکو هم په نړۍ کې د روغتیا له مخې له سالمو هیوادونو نه ګڼل کیږي،په دې هیواد کې د عمر د اوږدوالي کچه په ترټولو لوړ حد ( ۸۹.۶ کاله) کې ده، د موناکو د دننیو چاو چارواکو د هوا د پاکوالي له پاره ډير زیات ګامونه اوچت کړي دي چې یو له هغو څخه سیمه ایزو چارواکو ته د برېښنايي وړو موټرو برابرول دي چې وکړای شي په دې ډول د هوا پاکوالی وساتلی شي.