ليکنه : اسدالله داور هلمند
د چاپيریال په پاک والو کې د ټولني هر وګړي مسولیت لري ترڅو خپل محیط پاک وساتي.
که چيري هر څوک خپل چاپیریال پاک وساتي نو ټولنه پاک کيږي که هر څوک د خپل کور او یا هم دوکان مخه پاکه وساتي او نور خلک هم وهڅوي تر څو خپل د محیط پاکوالی کې ګډون وکړي نو
چاپيريال به تر ډيره پاک اوسي.
د اسلام مبارک دین کي هم په پاکوالی ټینګار سوی دي چې وايې نظافت د ایمان یوه برخه ده یوازی د ځان پاک ساتلو ته نظافت ته نه دي ځانګړی سوی دي بلکي د خپل کور او ټولني پاکوالی هم د نظافت یوه برخه ده
دا منم چي زموږ په ټولنه کې ستونزی شته خو زموږ په ټولنه کې زیاتره خلک او ځوانان د خپل چاپیریال د پاک ساتلو ته توجه نکوي او دوي یوازی د ښار، کوڅې پاکوالی د ښاروالي کار بولي زموږ هیواد لا د ډیرو ستونزو سره مخ دي او ښاروالي د ښار هري برخي ته رسیده ګې نشي کولي
په ښار ، عمومي سړکونو او زیاترو کوڅو کې د کثاقت دانيو نشتون هم ددي سبب شوی دي چي ښار مو ناپاک اوسي خو که چيرې زموږ د ټولني هر وګړي دا په نظر کې ونیسي او دا اراده ولري زموږ ښار زموږ کور دي نو په دي سره به مو د ټولني په پاک والي کې مثبت بدلون راځي .
د بیلګي په توګه د رفتار په حالت کې او یا هم په موټرونو کې شان خوری پوستیکی او کثاقت يې په سړک اچوي که چيري په ورځ کې لس موټرونو دا کار وکړي نو يوه هفته ورسته به ټول سړک کثافاتو نیولي وي
او بل دا چې زموږخلک تر ټولو زیات ضرورت ورته لري هفه عامه پوهوي دي هر مور او پلار باید خپلو اولادونو ته دا ووايې چې که په سړک او هم په ښار کې څه شي خوړل نو کثاقت يې په یوه منظم ځای کي واچوي او بل په ښوونځيو او پوهنتونو کې هم بايد ټولو ته دا وویل شي چې په هر ځاي کې د کثافاتو د اچولو څخه ډډه وکړي
که چيري موږ ورځ کې د یوه سړي مخنوي وکړو تر څو خپل کثافت معین ځای کي واچوي نو په حقیقت کي موږ د خپل ښار په پاکوالی کي مرسته کړي ده
په دی برخه کې زموږ دولت کي هم پاتي راغلي دي ځکه چې په عمومي سړکونو او یا هم د ښار په هره برخه کې د کثافت دانیو نشتون هم ددي سبب شوی دی ترڅو زموږ ښار ککړ پاتي سي ښاروالی لومړي باید په ښار ، عمومي واټونو ، کوڅو کې په یو منظم ډول سره کثافت داني نصب کړي په دی سره به مو هم محیط پاک سی او هم به د پاکې هوا څخه برخمن شو .