ليکنه: محمد بن ابراهيم الحمد
ژباړه: انديال ساپى
د ښو اخلاقونه ډېر تعريفونه شوي چې يو تر بله نېږدې دي ، ځينې يې په لاندې ډول دي:
• ښه کول ، له بدو کارونو ځان ساتل او د ستونزو زغمل.
• د غوره کارونو ترسره کول او له ناوړه کارونو ځان ژغورل.
• د بدو کارونو څخه ځان ساتل او د ښو صفتونو او خويونو خپلول.
ښو اخلاقو دپيژندنې په اړه د علماوو ويناوې:
• شيخ الاسلام ابن تيميه رحمه الله وايي: ” د خلکو سره په تعامل او چلند کې د ښو اخلاقو نچوړ دا دی : هغه چا سره په سلام ،عزت, بښنې او دعا خپلوى او اړيکې وساتئ، چې له تاسره يې پريکړې دى، هغه چاته له خپلې پوهې ګټې او شتمنۍ څخه څه ورکړئ کوم چې تاته يې نه درکوي.
هغه چاته په وينه ،مال، او ابرو کې بښنه وکړئ چې په تا يې ظلم کړی، چې ځينې له دې کارونو واجب او ځينې يې مستحب دي “.
• ابن قيم رحمه الله ويلي:” ښه اخلاق په څلورو بنسټونو ولاړ دي چې د دغو بنسټونو پرته يې د وجود تصور نشی کیدلای: صبر، پاک لمني، مېړانه او عدالت”.
• ماوردي د ښو اخلاقو په ستاينه او پېژندنه کې وايي:” انسان بايد نرم خويه، زړه سواندی، پراخه تندي والا، کم نفرته او خوږ ژبی وي”.
• شيخ ابن سعدي رحمه الله د ښو اخلاقو په اړه ويلي دي: ” ښه اخلاق دا ډېر غوره او لوړ اخلاق دي چې اساس يې صبر، حوصله او د نېکو اخلاقو په لور مېلان دي، اغیزې يې بښنه له بديو مخ اړونه او ټولو خلکو ته ګټه رسونه ده، ښه اخلاق د نورو جنايتونه زغمل او د هغوی د تېروتنو نه مخ اړول او د بديو په مقابل کې د ښيګړې کول دي “.
ښه اخلاق ټول الله تعالی په دې ايت کې رايوځای کړي، الله جل جلاله فرمايې:(( خُذِ الْعَفْوَ وَأْمُرْ بِالْعُرْفِ وَأَعْرِضْ عَنِ الْجٰهِلِينَ )). الأعراف: ١٩٩
ژباړه: [اې پېغمبره!] د نرمۍ او بښنی لاره غوره کړه، په نيکيو امر کوه او له ناپوهانو مخ واړوه.