لیکنه: عطا محمد میاخېل
د سهار د لمانځه له اداکولو وروسته له کور څخه بهر شو، د پټیو په لور وخوځېد د شنو کروندو له لیدلو یې خوند اخیسته د پټیو په پولو یې ورو ورو قدم واهه، له ځان سره یې وویل : ډېره ښه او په زړه پورې هوا ده، ډاکټران وایي : سهار له لمر خاته مخکې د شنو منظرو او کروندو کتل د انسان روح خوشالوي، اندېښنې یې له منځه وړي او روغتیا ته ډېره زیاته ګټه رسوي، څو شېبې وروسته لمر را وخوت او خپلې زرینې وړانګې یې په سیمه باندې خپرې کړې، ده خپل لاسي ساعت ته وکتل، ګوري چې شپږ نیمې بجې دي، د کور په لور روان شو ، کورته لا نه و رسېدلی ، چې جان ګل کاکا په مخه ورغی، ده پرې سلام وکړ هغه د وعلیکم له ویلو وروسته ورته وویل : چېرته تللی وې ؟ ده یې په ځواب کې وویل : په کروندو باندې وګرځېدم ، اوس کورته روان یم چې چای وڅښم له هغې وروسته بیا خپلې دندې ته ځم، چې راباندې ناوخته نه شي، جان ګل کاکا وویل : مخکې تردې، چې کورته لاړ شې یوه خبره مې درته کوله هغه دا چې بله ورځ زما د زوی جاوید واده دی چې د نوموړي د واده بلنلیکونه راته ولیکې، زه خو ړوند یم په لیک ولوست باندې نه پوهېږم او په کلي کې هم ستا په څېر لوستي کسان نه شته، د دوی ترمنځ د خبرو لړۍ لا پای ته نه وه رسېدلې، چې په ګرځنده ټیلیفون یې زنګ راغی خپل ټیلفون یې له جیبه راوویست او د هلو په ژبه یې ځواب ورکړ، له هغې خوا ورته وویل شول : لالا چای تیار دی ژر راشه، ده وویل : سمه ده دا دی درغلم د همدې خبرې په کولو سره ټیلیفوني اړیکه پرې شوه ، کورته ورسېده، کله چې کورته ننوت، کوچنۍ خوریې ورته وویل : لالا چای مې تیار دم کړی دی ژر یې وڅښه ناوخته ده دندې ته ځې او که نه ؟ ده وویل : هو ځم نن ځکه را باندې ناوخته شوه چې په لاره کې له جان ګل کاکا سره په خبرو بوخت شوم، مخکې تر دې چې چای څښل پیل کړي کوچني وروریې وحید ورته وویل : لالا ! نن به ماته د ښوونځي جامې راوړې ځکه، چې پرون استاد راته وویل : که چېرې سبا دې د ښوونځي جامې نه وې را اغوستې نو ټولګي ته د ننوتلو اجازه نه درکووم . ده ورته وویل : سمه ده کله چې مازدیګر له دندې څخه رخصت شوم، نو بازار ته به لاړ شم او تاته به د ښوونځي جامې واخلم .
جامې یې بدلې کړې ، هیندارې ته ودرېده ، په خپلو تورو وېښتانو یې ږمنځ را تیره کړه له دې وروسته یې خپل لاسي بکس واخیست او دندې ته د تګ په تکل له کوره بهر شو، سړک ته چې ورسېده یوه سراچه ډول موټر ته یې لاس ورکړ، موټر چلوونکي خپل موټر ودراوه او له ده څخه یې د تګلوري پوښتنه وکړه ، چېرته ځي ؟ د ده د دفتر او د موټر چلوونکي تګ لوری یو وو، نو موټر ته وخوت، دندې ته ورسېده، له دندې څخه چې کله بېرته را رخصت شو، نو د ورور غوښتنه یې ور په یاد شوه، چې ورته ویلي یې ول : لالا کله چې مازدیګر بېرته کورته راتلې نو ماته به د ښوونځي جامې راوړې ځکه چې استاد مې نن راته وویل : که چېرې سبا دې د ښوونځي جامې نه وې را اغوستي، نو ټولګي د ننوتو اجازه نه درکوم .
دی هم په بېړه بازار ته لاړه او خپل ورور ته یې د ښوونځي جامې واخیستې او د کور په لور روان شو، کورته ته لا نه و رسېدلی، چې یو ځل بیایې په ګرځنده ټیلیفون زنګ راغی د اسلام علیکم په ژبه یې ځواب ورکړ، کوچنۍ خور یې ورته وویل : لالا چېرته یې ؟ ژر راشه، ده یې په ځواب کې وویل : څه خبره ده، خیر خو دی مګر د خپلې خبرې ځواب یې تر لاسه نه کړ، د ټیلیفون صفحې ته یې وکتل ګوري، چې اړیکه پرې شوې ده، د کور د ټیلیفون شمېرې ته یې ډېر زنګونه ووهل، خوټیلیفوني شبکې به هر ځل داسې ځواب ورکاوه : کومه شمېره، چې تاسو دایره کړې له ساحې څخه بهر او یا ګل دی د مهربانۍ له مخې بیا اړیکه ټینګه کړئ، اندېښنه یې ډېره زیاته شوه، کورته ورسېده، سم یې، چې د کلا دروازه پرانیسته ګوري، چې په انګړ کې پر کټ باندې د وحید جنازه ایښې ده، بېدرېغه یې چیغې کړې په ورور باندې مې څه شوي دي ؟
د تره زوی یې شریف ورته وویل : کله چې وحید له ښوونځي څخه د کور په لور راته، نو د پولیسو یو رینجر موټر، چې چلوونکي یې شراب څښلي وو، وواهه او ځای په ځای وواژه . د ښوونځي د جامو ارمان یې له ځان سره تورو خاورو ته یوړ .