• لیکنې او خبرونه
  • د ژبې زده کړه
    • هالنډي – پښتو درسونه
    • درسي مواد
    • پښتو – هالنډي ډیکشنري
    • د ژبې اصطلاحات
    • ویډیوګانې
    • فرانسوي ژبه
  • ویډیوګانې
  • زموږ ټولنه
  • قوانين او مقررات
  • پناه غوښتنه
  • About Us
    • About Us
    • Privacy Policy
  • ledenregister
AFGHAN TIPS - BELGIUM
  • لیکنې او خبرونه
  • د ژبې زده کړه
    • هالنډي – پښتو درسونه
    • درسي مواد
    • پښتو – هالنډي ډیکشنري
    • د ژبې اصطلاحات
    • ویډیوګانې
    • فرانسوي ژبه
  • ویډیوګانې
  • زموږ ټولنه
  • قوانين او مقررات
  • پناه غوښتنه
  • About Us
    • About Us
    • Privacy Policy
  • ledenregister

د ښوونکي ، روزونکي او مربي تر منځ توپیر څه دی؟‎

Home لومړيتوبد ښوونکي ، روزونکي او مربي تر منځ توپیر څه دی؟‎
د ښوونکي ، روزونکي او مربي تر منځ توپیر څه دی؟‎

د ښوونکي ، روزونکي او مربي تر منځ توپیر څه دی؟‎

لیکنه: الهام الله بابر

په طبیعی توګه انسان د پیدایښت له وخته تر مرګه پورې زده کړه کوي چې لومړنۍ زده کړه یې د مور له غیږې څخه پیل کیږي وروسته بیا مدرسه، ښوونځي او پوهنتون پورې یې د زده کړی سر رسيږي نو پدې اساس زه هم ددی لیکنې ته د زده کړی انګیزی اړ ایستلم تر څو د ښوونکي، روزونکي او مربي لفظونو تر منځ یو څه توپیرونه چې شتون لري یو څه راوکښم. ددې سره سره په ژوند کې مونږ ممکن دداسې لفظونو سره به مخ شوي یو لکه ښوونکې، روزونکې، مربي ، ناصح، لارښود، مشاور او داسې.آیا مونږ ددې لفظونو په کره توګه استعمال کې او ددوې د مسولیتونو او دندو پيژندنه کې ټینګار او فکر کله کړئ. نوموړي لفظونه د ورته لفظونو په توګه یو بل ته ښکاري ولې په حقیقت کې د ښوونکي، روزنکي او مربي لفظونو ترمنځ خورا توپیر په لاندې توګه شتون لري.

ښوونکې څوک دی؟

د پوهی د لیږد بهیر یوې ډلی ته ښوونه بلل کیږي. یو ښوونکې په رسمي توګه د پوهی لیږد زمینه زده کوونکو ته برابره وي تر څو هغوي پخپله وشي کولې پرمختګ وکړي. یو بریالې ښوونکې هغه چاته ویل کیږي چې زده کوونکو ته د ذکاوت او د زده کړې متحوا عامه فهمه توګه وړاندې کړي او هغوې تری یو څه اخذ کړي.سره لدې چې ښوونکي د زده کړې آسانتیا برابروونکو په توګه اره دنده ترسره کوي او دوی هغه څوک دي چې د خپل زده کوونکو په شخصیت جوړونه کې رغنده رول لوبوي.
روزونکې څوک دی؟

روزونکې هغه څوک دې چې د پوهې په یوه ځانګړې برخه باندی د پرمختګ تمرکز کوي او کوښښ کوي تر څو ډیر زیار او مهارتونه په ځانګړی برخه کې په بریالیتوب سره وړاندی کړي. روزنکې ددیته ګوري چې څنګه یو نوې وړتیا او قابلیتونه روزنکو ته وبخښي.

مربي څوک دی؟

مربي هغه چاته ویل کیږي چې د وګړي شته وړتیاوې په ځانګړې برخه کې پیاوړې کړي. مربي خپلی لارښوونې د غښتلو او کمزورو ټکو په بنسټ روزونکو یا زده کوونکو ته وړاندې کوي تر څو پرمختګ وکړي. مربیان زیاتره وخت د نړۍ په کچه لوبغاړي یا زده کوونکې روزي دا هم کیدای شي چې دوی هغه کچې ته په خپل سره نوي رسیدلي ولي ددوې ځانګړې وړتیاوی او قابلیتونه کولې شي په روزنه کې رغنده رول ولوبوي.

دا هم شونې ده چې مونږ جلاجلا لفظونه د مرسته کوونکي دپاره د محتوا په بنسټ استعمال کړو.
• مونږ هغه چاته ښوونکې وایو چې په رسمي توګه ګلالیو ماشومانو ته زده کړه ښایي.
• هغه چاته مربي وایو چې د هغه خدمتونه یو روزنکي یا زده کوونکي ته په ځانګړی توګه په ځانګړی برخه کې کار ورکړي.
• روزنکي هغه چاته ویل کیږي چې په زده کوونکي کې نوې او ځانګړی وړتیا یا قابلیت وروزي.

مارچ ۲۸ – ۲۰۱۶

Share this:

  • Click to share on X (Opens in new window) X
  • Click to share on Facebook (Opens in new window) Facebook

Like this:

Like Loading...

You also might be interested in

څنګه ښه ټرینر یا ښوونیز مدیر واوسو؟

Nov 28, 2017

لیکنه: الهام الله بابر تیره لیکنه کې مو پر د[...]

6 اړین مهارتونه د روزنې مدیران ورته اړتیا لري

Nov 27, 2017

لیکنه: الهام الله بابرالهام الله بابر د کارکوونکو روزنه او مهارتي[...]

الکترونیکي دولتدارۍ ګټې استناد په نوې الکترونیکو تذکرو باندې

Nov 1, 2017

لیکنه: الهام الله بابر په تیره لیکنه مو د الکترونیکي[...]

اړيکه

پته
Burggravenlaan 00
Ghent Belgium

اړيکې شمېره
0032466076718 وټس اپ

facebook.com/afghan.Tips

پلټنه

د ویب سایټ په اړه

زموږ ویب سایټ د جوړېدو په حال کې دی

افغان ټپس له بلجيم څخه خپرونې کوي © 2025

%d