لیکنه: ډاکټر محمد ابراهیم شینواری
د ښو دوستانو د میندلو لپاره باید په وینا، د بدن په حرکاتو او قلبي میلان کې لاندې مسایلو ته متوجه اوسو تر څو ګټورې ټولنیزې اړیکي جوړې او ښه دوستان پیدا کړو:
سلام اچول مو خپل هميشنی عادت کړئ
چا سره د مخامخ کېدو په وخت هغه ته د زړه له کومې السلام علیکم ووایئ، یعنې د زړه له کومې د مقابل لوري فزیکي او معنوي سلامتیا وغواړئ. په سلام کې هر وخت مخکې کېږئ، مشر او کشر پکې مه ګورئ.
له مقابل لوري سره د خبرو په پېل کې لومړي اوسئ
تکړه شخص هغه دی چې لومړی خبرې پیل کړي، دې ته منتظر مه پاتې کېږئ، چې بل څوک دې درمخې ته شي؛ تاسو ور روان شئ او سلام کلام ورسره پیل کړئ. دا مو په غرور بده اغېزه نه کوي، بلکې د نورو په نظر کې مو محبوب کوي.
موسکي اوسئ
موسکا تر ټولو لویه او وړیا شتمني ده. موسکا تاسو ته دوستان راجذبوي، او د دوستۍ جوړولو تر ټولو اسانه لاره ده. د تریو وچولي خلک که هر څومره ښه خلک وي، نور فکر کوي، چې یا خو مغرور دی او یا هم نه غواړي له نورو سره راشه درشه وکړي.
خوش طبعه او پخپل حالت خوښ اوسئ
په هر حالت چې یاست، هڅه وکړئ، خوش طبعه، خنده رویه او ظریف واوسئ. که له ځان او خپل حالت څخه مو ښه راتلل، نورو ته هم ښه ښکارئ، شرمینګیرو او ورخطا خلکو ته نور هم نه نږدې کېږي.
خوش طبعي د دوستانو د مېندلو لپاره يو تر ټولو مهم عامل دی
داسې کوښښ مه کوئ چې له خپل وس او امکاناتو اوچت کار وکړئ. خپله لار پیدا کړئ. د نورو د تقلید له لارې ځان تکړه ښودل د ګټې پر ځای تاوان کوي. تقلید مه کوئ، خو خوش طبعه اوسئ. خوش طبعه، تشویقونکي او ټوکي خلک ژر اشنایان پیدا کوي. البته د دوستانو پیدا کول لومړی ګام دی، دوستان بیا پالل او ساتل هم غواړي. د خوش طبعه مزاج لپاره طبیعي استعداد ښه دی، خو په زده کړه او تمرین هم دا فن زده کېدای شي. لدې مه وېرېږئ چې ملګري درسره ټوکې وکړي، ورته اماده اوسئ، خو که چا درباندې ریشخند واهه، له دغه ځایه او دغسې خلکو لیرې ګرځئ. د ټولنیزو اړیکو د جوړولو په بهانه باید د خپل عزت النفس قربانۍ ته حاضر نه شئ. د ملګرتوب په خاطر کله کله د ځان او مال قرباني ارزي، خو د عزت النفس قرباني د هیڅ شي لپاره هم نده پکار. له هغو خلکو سره دوستي کوئ او اړیکي ورسره پالئ چې تاسو ته د یو انسان په توګه ارزښت درکوي. خپل سیالان او هم سویه خلک ملګرتوب ته غوره کړئ، کبرجن او سطحي ملګري تاسو ته تاوان پېښوي او په مصیبتونو مو اړولی شي. د خوش طبعۍ لپاره دا ضرور نده چې ډېر ټوکمار اوسئ، عادي موسکا، د سترګو خواږه کتل او یوه نیمه فکاهي که ووایاست، کافي به وي. د طنزونو، ټوکو او کمیډي کیسو ځینې کتابونه واخلئ او ویې لولئ. همدا رار د موءدبانه ټوکو تمرین هم مهم دي. |
له موقع ګټه واخلئ
کله چې په یوه غونډه او مېلمستیا کې یاست، له نورو سره مو د سترګو تماس، موسکا او یا عادي ستړي مه شي یوه پیلامه ده چې وروسته یې باید د یو څه نور معرفت لپاره په کار راوړئ. په لومړي تماس کې موسکا او بیا له یو چا سره معرفت حاصلول، د دوستۍ اساس ډېر ژر ږدي. له هغه شخص څخه د نورو ډېر ژر زړه تورېږي، چې خلکو سره خبرې کوي، خو ورته ګوري نه.
مناسب لباس هم مهم دی
که یوې غونډې یا مېلمستیا ته ورځئ، باید د هغه ځای او ګډون کوونکو د کلتور سره سم که تر ټولو ښه او پاک لباس واغوندئ، د نورو توجه درته زیاتېږي او ستاسو سره یې د اړیکو جوړیدو لېوالتیا پیدا کېږي.
د ځان په شان اوسئ
په لباس، خبرو، حرکاتو او برخورد کې د کوم مشر، مشهور هنرمند یا اکټر پېښې تاسو ته ګټه نه رسوي، بلکې شخصیت مو کمزوری ښيي. کوښښ وکړئ، هغسې اوسئ چې یاست. یعنې د بل په شان د کېدو پر ځای پخپله اوسئ.
د نورو خبرو او دردِ دِل ته غوږ ونيسئ
د نورو خبرو ته په مینه او لېوالتیا غوږ نیول، تاسو نورو ته تر هغه ډېر ورنږدې کوي، چې تاسو ورته خپلې خبرې وکړئ. که ستاسو خبرې علمي، ګټورې او د خیر خبرې هم وي، باید په اندازه وي او بل لوري ته موقع ورکړئ، چې یو څه ووایي. که بل لوري ته د خبرو موقع ورکړئ، نو تل به ستاسو د خوږ مجلس کیسې کوي. د اورېدو پر وخت د مقابل لوري احساسات هم په پام کې ونیسئ، نیت ته یې هم متوجه اوسئ، چې مقابل لوري ته دغه خبرې څومره مهمې دي. فعال اورېدل نه یوازې یو ښه ټولنیز هنر دی، بلکې یوه همدردي او پیرزوینه ده. هر څوک غواړي چې خبرې یې واورېدل شي، او ارزښت ورکړل شي.
د بل لوري د علاقې وړ موضوع په باب خبرې وکړئ
مهمه داده چې څه ډول پوښتنه وشي، تر څو مقابل لوری ستاسو د خوښې وړ خبرې وکړي، که تاسو پوهېدئ هم، له مقابل لوري هغه څه وپوښتئ چې هغه ورسره ډېره مینه لري او پکې معلومات ولري. تاسو داسې مه ښایئ چې پر دغه موضوع پوهېږئ، دوی ته اجازه ورکړئ چې خپله خبره پوره کړي.
تماس برقرار وساتئ
کله چې له چا سره خبرې کوئ، د سترګو او زړه تماس مو ورسره وساتئ، په سترګو مو د کوټې ټول شیان مه عکاسي کوئ. که د بحث موضوع درته جالبه نه وه او یا له حده اوږده شوه، بلې موضوع ته لاړ شئ او یا له بل لوري په ادب وغواړئ، چې دا موضوع ډېره مهمه ده، پوره تفصیل غواړي، خو اوس وخت کم دی، راځئ یو بل وخت پرې په تفصیل وغږېږو.
د بدن مناسب حرکات مو استعمال کړئ
انسان خپل پیغام او احساس ۸۰٪ د بدن د حرکاتو او ۲۰٪ د وینا له لارې لېږدوي. که یوازې یاست یا له نورو سره؛ راغونډ او تړلی مه کېنئ، ازاد، بشاش او فعال اوسئ. مناسب او مثبت حرکتونه او اشارې په وینا او راشه درشه کې ډېرې ګټورې دي،خو دې ته مو پام وي، چې نامناسبې او کچه اشارې مه کوئ، بله خبره داده چې په حرکاتو او اشارو کې کلتوري حساسیتونو ته ډېر پام کوئ، ځینې حرکات او اشارې په یوه سیمه کې مثبتې، خو په بله کې منفي معنی لري.
د خبرو لپاره يوه ښه موضوع پيدا کړئ
که یوې غونډې یا مېلمستیا ته تللي یاست او کوم مهم څه درسره نه وي ، د مقابل لوري خبرې واورئ. د خپلې تېرې خاطرې په باب یو څه ووایئ چې په همدې ځای کې پېښه شوې ده، که کوم نوی کتاب مو لوستی وي، د هغه په باب یو څه معلومات ورکړئ.
خوشبين او هيله من اوسئ
تل په ښو شیانو او خپلو وړتیاوو تمرکز وکړئ، د پیاوړو برخو په لا ښه کولو مو وخت ولګوئ. د نعمتونو شکر ادا کړئ، او نور خلک له هغو نعمتونو نه خبر کړئ چې دوی یې لري.
له خپل ځان سره هم مينه وکړئ
که له ځان سره مینه ونه لرئ د نورو سره هم مینه نه شئ کولی. خپل صحت، خندا، خوښۍ، جرآت او ښېرازتیا ته توجه کوئ؛ په ټولنه کې د نفوذ وسایل په لاس درکوي. خپل مسلکي پرمختګ ته هم پوره پام وکړئ. که پخپل مسلک کې پیاوړي یاست، دوستان، ملګري او هم مسلکان درسره مینه کوي او خوښېږي چې ستاسو دوست واوسي. له تنبل ډاکتر څخه تکړه ګنډونکی او چمیار په ټولنه کې ښه ځای لري.
د هغو خلکو دوستي وکړئ چې تاسو ته ارزښت درکوي
هغه څوک چې ستاسو انساني کرامت ته درناوی نلري او ابزاري استفاده درڅخه کوي، یا درباندې مضمون جوړوي او د ټولو ټکالو جوړولو لپاره مو استعمالوي، ستاسو دوست نشي کېدای. له داسې خلکو لیرې ګرځئ او هغه ځای او خلکو سره اوسئ چې ارزښت پکې لرئ که هغه غریب او بېوزلي خلک هم وي. دوی تر هغو لویانو او غټانو زر ځله ډېر انساني ارزښتونه لري چې نورو ته د انساني کرامت له مساوات څخه په کمه ګوري. ځېنې خلک په لومړي برخورد کې شډل ښکاري، خو وروسته څرګندیږي چې خورا صمیمي او مهربان دي.
کوښښ وکړئ د ځينو ټولنو غړيتوب ولرئ
انسان ټولنیز پیوند ته ضرورت لري. که مسلکي، خیریه، فلاحي، تبلیغي او یا کلیوالي شوراګانې او یا ټولنې وي، ستاسو فعال غړیتوب پکې تاسو او ټولنې دواړو ته ګټه رسولی شي. په دغه ډول ټولنو کې ستاسو ګډون تداوم هم غواړي. که یوازې یو څو ځله ورشئ او بیا ترې ستړې شئ، نو ګټه به یې کمه وي. بله مهمه خبره داده چې دغه ګډون باید یوازې د ځاني ګټې په نیت نه وي، چې اړیکې جوړې کړئ او ځان ته کوم کار، مصروفیت یا دنده پیدا کړئ، باید نیت مو ټولنیز خدمت او د الله تعالی رضا وي. د ټولنې اصول او مقررات باید ومنئ او د دندو په اجرا کې هغه کار ته داوطلب شئ، چې وس یې لرئ.
له ټکنالوژۍ کار واخلئ
په ټولنیزو شبکو لکه فیس بوک او نورو کې هم مثبت ګډون ستاسو ټولنیزې اړیکې ښې کوي. دوستانو ته تلیفون کول، لیک ورته لېږل، د خوشالۍ په صورت کې ورته مبارکي ورکول له دوی سره ستاسو اړیکي لا ټینګوي، خو پام مو وي چې له اصلي کار څخه فرعي کارونو ته زیات وخت ورکول او له کاره د تېښتې او پام اړولو بهانه جوړل ستاسو کاري او مسلکي پرمختګ ته ضرر لري. پر ټکنالوژي بې ضرورته زیات وخت لګول مو روغتیا ته تاوان رسولی شي.
د ټولنيزو مهارتونو زده کړه ممکنه ده
حوصله، زغم، بخشش، صداقت او له نورو سره مرسته تاسوته په ټولنه کې د یوه ښه مقام په درکولو کې مهم دي. دا ښه صفتونه د څو محدودو کسانو میراث ندی. تاسو یې هم راخپلولی شئ. تمرین او له نورو خلکو زده کړه غواړي. وګورئ چې ښه خلک ټولو ته ګران دي، همدا یوه زده کړه چې تاسو هم د ښو پر لور ګامونه واخلئ.
په مهمو مناسبتونو کې حاضر اوسئ
د دوستانو سره د غم پر مهال غمرازي او همدردي یو مهم ټولنیز مسئولیت دی. جنازه او فاتحه کې اشتراک او د تسلیت لپاره د دوستانو کور ته ورتګ ستاسو او دوستانو په منځ کې مینه زیاتوي. د خوښۍ محفلونو لکه واده، کوژدې، سنتي، له ښوونځي یا پوهنځي څخه د فراغت جشن، په دنده کې د پرمختګ د غونډې او نورو مناسبتونو ته ورتګ ټولنیزې اړیکي پیاوړې کوي. په خوښیو کې ستاسو ګډون د دوستانو خوښي زیاتوي چې د جمعې او یا ضرب د عملیې کار کوي او د غم په وخت کې دوستانو ته ځان رسول د هغوی غم کموي او د تفریق یا تقسیم کار کوي.
په جماعت لمونځ کوئ
د جماعت لمونځ تر یوازې لمونځ ۲۷ چنده زیات ثواب لري، ټولنیزې ګټې هم لري. ټولنیزې اړیکي او دوستان مو زیاتېږي، د نورو له احواله خبرېږئ او له انزوا څخه خلاصون مومئ.
نور مثبت سلوکونه خپل کړئ
ایثار، مرسته، خدمت، صدقه، خیرات، مېلمستا، تحفه، تشکر، صله رحمي، تقوا، رښتینولي، حیا، رحم، خیرغوښتنه، بښنه، وفا، عدل، احسان، نیکي او نور دېر ښه سلوکونه او اخلاق شته چې اسلام یې موږ ته سپارښت او امر کړی دی، چې په کولو کې یې هم روغتیایي او ټولنیزې ګټې شته او هم ثواب.
Discover more from AFGHAN TIPS - BELGIUM
Subscribe to get the latest posts sent to your email.