ژباړه: عطا محمد میاخېل
د ښځو پېژندنه ډېره سخته او پېچلې ده، ښځې خپله مینه د کلمو په چوکاټ کې ښکاره او په مستقیم ډول نه څرګندوي او نران باید دا ځیرکي ولري، چې د یوې ښځې د ځانګړي چلند او ځانګړو خبرو له مخې د هغې مییندلو ته پام وکړي. که چېرې غواړئ، په ډېرې آسانۍ پوه شئ، چې آیا کومه ښځه په تاسو باندې میینه شوې او که نه، نو لاندې لیکنه په غور سره ولولئ.
۱ ـــ تل له تاسو سره همغږې وي:
د یوې میینې ښځې له نښو څخه یوه داده، نا څاپه مو پام کېږي، چې هغه په هر ځای کې حضور لري، په ناڅاپي ډول، په هرځای کې چې تاسو یاست پیدا کېږي، یا ستاسو د کار ځای په دهلیز کې په پرله پسې توګه ستاسو پر وړاندې قدم وهي یا په نا څاپي توګه له تاسو سره مخامخ کېږي، یا هم په مېلمستیا کې ستاسو شاوخوا ته ګرځي.
هغه څه چې هغه ترسره کوي، هڅه یې ستاسو پام را اړول دي او دا هڅه یې د دې له پاره ده، چې لومړی ګام تاسو پورته کړئ. موضوع داده، چې ډېری نران د ښځو د دې کړنو په وړاندې بې پامه دي او دلیل یې همدا دی، چې ډېری فرصتونه له لاسه ورکوي. پام وکړئ، چې نران په مستقیم ډول کړنې ترسره کوي او ښځې په غیر مستقیم ډول.
له دې امله، که چېرې کومه ښځه په پرله پسې توګه تاسو سره مخامخ کېده، نو په دې باندې ځان پوه کړئ، چې هغه قصداً دا کار کوي.
۲ ـــ ځانګړي حرکتونه ترسره کوي:
یوه پخوانۍ جمله ده، چې وایي: جسم درواغ نه وایي. د انسان طبیعت داسې جوړ شوی، چې د مینې او لېوالتیا پرمهال، بې اختیاره ځانګړي جسمي حرکتونه پیلوي، دا غیر شفاهي کړنې د یوه په زړه پورې څیز له لیدلو څخه تر مسکا کولو پورې بدلون کوي.
دلته نو د یوې میینې ښځې د بدني ژبې ځینې نښې نښانې وینئ:
ـــ ستاسو لور ته په پښو او اوږو سره اشاره کول.
ـــ د خبرو کولو پرمهال ستاسو په لور کږېدل.
ـــ په خپلو ګاڼو او چشمو باندې لاس وهل او د خبرو اترو پرمهال له تاسو څخه سترګې نه اړول.
ـــ د ستاسو د حرکتونو تقلید کول ( که چېرې تاسو په خپل مخ باندې لاس وهئ، نو هغه هم ورته کار ترسره کوي ).
ـــ کله چې تاسو ورته وګورئ، نو تاسو ته په یوې خوږې مسکا سره ځواب درکوي.
که چېرې په مقابل لوري کې مو له دې نښو نښانو څخه ځینې ولیدلې، نو کابو کولای شئ، ډاډه شئ، چې هغې د یوې ښې اړیکې له پاره، چې ښایي پایله یې واده کول شي، شین څراغ درښودلی دی.
۳ ـــ ستاسو له پاره هر وخت ازګاره ده:
دا د مینې تر ټولو اصلي او بنسټیزه لوبه ده. که چېرې کومه ښځه له تاسو سره د واده د اړیکې له ټینګښت سره مینه ولري، نه درته وایي، چې کار لرم، ځان تل ستاسو لاسرسي ته چمتو ښیي. هغه به تاسو ته د ټیلیفون یوه شمېره او یا هم د خپل برېښنا لیک پته درکړي. په چټکه توګه به ستاسو ټیلیفون او یا هم برېښنا لیک ته ځواب درکړي، له یو بل سره د اوسېدو له پاره به ستاسو بلنه ومني او کومه ورځ چې تاسو ټاکلې، که په هغه ورځ یې وخت نه درلوده، نو ورته خبره به درته وکړي. ښه دا پنجشنبی نه شم کولای، خو که چېرې ستونزه نه وي، نو بلې پنجشنبې ته به یې وځنډوو؟
تاسو به هېڅکله له یوې میینې او لېوالې ښځې څخه لاندې جملې وانه ورئ:
اوس نه شم کولای، بیا به وګورم، چې وخت لرم او که نه، یا نه پوهېږم، چې وبه کولای شم او که نه.
۴ ـــ هغه ستاسو په اړه ځیرکه او پلټونکي ده:
کومه ښځه چې له تاسو سره مینه لري، نو خوښېږي یې، چې ستاسو په هرڅه پوه شي، ترڅو وکولای شي، په دې اړه له خپلو نورو دوستانو ( عموماً نورو نجونو) سره خبرې وکړي. هغه به ستاسو د کورنۍ، مخینې، خوړنیزې سلیقې، موسیقي، فلم او نورو بېلابېلو مسایلو په اړه پوښتنه وکړي، د هغې اصلي انګېزه داده، چې ستاسو لېوالتیاوې وپېژني، ترڅو وکولای شي، له تاسو سره ګډې لېوالتیاوې پیدا کړي او لا ډېر تړاو را منځته کړي. که چېرې په کښتۍ کې سپرېدل مو نه خوښېږي، هغه په ناڅاپي ډول له دې کار څخه کرکجنه کېږي.
۵ ـــ ستاسو مالي وضعیت سنجوي:
د میینې ښځې خوښېږي، چې د خپل راتلونکي خاوند مالي سرچینې وسنجوي او دا ډول پوښتنې کوي: چېرته ژوند کوې؟، څه ډول موټر لرې؟، څه دنده لرې؟ دا هرڅه کولای شي د مینې او لېوالتیا نښه وي. که چېرې د دې پوښتنو ځوابونه د هغې له معیارونو سره سم وي، نو راتلونکې نښې نښاني به څرګندې شي.
۶ ـــ د راتلونکې په اړه خبرې کوي:
د میینې ښځې تل خوښېږي، چې د راتلونکو نقشو او هغو کارونو په اړه، چې کولای شئ، په ګډه یې ترسره کړئ، لېوالتیا ښکاره کړي. په حقیقت کې هغه دې ته ورته څه وایي: وای د ستا هم په چکر تلل خوښېږي؟ باید څو څو ځله په ګډه لاړ شو. که چېرې هغې داسې کړنې ترسره کړې، نو شک مه کوئ، چې خوښېږي یې، له هغې څخه وغواړئ، چې له تاسو سره بهر لاړه شی.
۷ ـــ بې تابي او نا کراري کوي:
که چېرې په حقیقت کې لېواله وي، نو د یوې پيشو په څېر به ستاسو شاوخوا ته نا کراره او وارخطا وي، په ځانګړې توګه هغه مهال، چې تاسو ونه شئ کولای، د هغې نښو او لېوالتیاوو ته پام وکړئ. البته ښایي ذاتاً یو شرمېدونکی او نورمال شخص وي، که چېرې یوازې ستاسو په وړاندې نا کراري کوي، ښایي له تاسو سره د واده کولو په فکر کې وي.
۸ ـــ له نورو ښځو سره کینه کوي:
یوه میینه ښځه هڅه کوي، چې خپل د خوښې وړ سړي څخه د باز په څېر ساتنه وکړي او هغه د خپلو منګولو او غاښونو په وسیله وساتي، هغه نه پرېږدي، چې له نورو ښځو سره خبرې وکړئ، هغه دا تمه لري، چې تاسو له یوه دوست څخه هم ورته نږدې واوسئ.