کله چې يوه ښځه و غواړي د خپلو خوبونو شهزاده په خيال کې انځور کړي، نو کومه بڼه او ځانګړنې ورته غوره کوي ؟ آيا داسې سړی چې پيسې ولرې، پياوړی وي او يا که د انشټين په څېر نابغه وي ؟ که يو سړی د انشټين غوندې نابغه وي يانه، يا پيسې ولري يا نه مهمه نده، يوه ښځه کولی شي په لږه هيله مندۍ د خپل خاوند سره يوځای خوښ ژوند وکړي .
که څه هم نارينه ښځې عجيبې او غريبې را پېژني خو ښځې بيا تر نرانو ځيرکې دي، د يوه اېډيال شخص ځينې ځانګړنې او معيارونه وړاندې کوي او د هماغه معيارونو پر بنسټ د ګډ ژوند تصميم نيسي.
د تېرې يکشنې په ورځ ډيلي مېل ورځپانې يو راپور خپور کړی چې پکې د ښځو په اند د يوه اېډيال کس ځانګړنې وړاندې شوې دي . نو پوښتنه داده چې ښځې د کومو عادتونو لرونکي کسان خوښوي ؟ ځواب : هغه چې دا لاندې نښې نښانې او خويونه پکې موجود وي .
۱ ـ چې ونه يا قد يې ۱۸۲ سانتي متره وي او پياوړي عضلات ولري.
۲ ـ چې د سترګو رنګ يې قهويي وي او وېښتان يې لنډ وي.
۳ ـ چې مډرن او نوې جامې يې خوښې وي.
۴ ـ چې ځيرک او چالاک وي.
۵ ـ چې له خپلې کورنۍ سره مينه ولري او ترې خبر وي.
۶ ـ چې له ښځې يې عايد زيات وي.
۷ ـ چې مينه ناک او مينه پال وي.
۸ ـ چې غوښين خواړه يې خوښ وي.
۹ ـ چې ږيره پرنږدي.
۱۰ ـ چې په لوبو کې د فوټبال مينه وال وي.
۱۱ ـ چې تحصلي اسناد ولري.
۱۲ ـ چې سيګريټ ونه څښوي.
۱۳ ـ چې خندونکي او ظنزي خبرې وکړای شي.
۱۴ ـ چې له نور ښځو ځان لرې وساتي يا حساسيت ورسره ولري.
۱۵ ـ چې منونکې خبرې کولی شي نه ګډې وډې.
۱۶ ـ چې زيات امرونه نه کوي.
۱۷ ـ لامبو يې زده وي يانې لامبوزن وي.
۱۸ ـ چې بايسکيل وچلوی شي.
۱۹ ـ چې د موټر چلولو په وخت ځان وتړي.
۲۰ ـ چې له مور سره ژوند کول يې خوښ وي.
1394-6-17