ژباړن: محب الرحمن محب
هنر څېړونکي په دې باور دي، چې د لومړي ځل لپاره الکساندر باومګارتن۱ په ۱۷۵۰ کال د ښکلاپېژندنې/استتيک (Aesthetic) په نوم په کتاب کې دا کلمه وکاروله او بيا په تدريجي توګه د ښکلاپېژندنې کلمې په نولسمه پېړۍ کې پراخه معنا خپله کړه او د ذوق پر فلسفه د ښکلو هنرونو او ښکلا د علم د نظريو اطلاق ورباندې کېده. په وروستيو کې هم ښکلاپېژندنه/استتيک تر ډېره د هنر له فلسفې سره ورته بلل شوې ده.(۵)
د ښکلا په اړه پوښتنې له پخوا نه د فلاسفه وو ترمنځ مطرح کېدلې او هغوی هڅه کړې ده؛ څو د تعريف په لټه کې يې شي او معنا يې د هنر له معنا نه بېله کړي. د بېلګې په توګه افلاطون د مېلمه په رساله کې د ښکلاپېژندنې د توصيف په اړه داسې وايي:
«هغه انسان، چې له ښکلا سره مينې يې زړه ته لاره موندلې ده، د جسم له ښکلا نه د روح ښکلا ته او ورپسې د بنسټونو، قوانينو، خپله علومو او بالاخره خپله له ښکلا سره مينې ته رسېږي.»(۶)
جان هاسپرز د ښکلاپېژندنې د تعريف او له هنر سره يې د توپير په اړه دا نظر لري:
«ښکلاپېژندنه (Aesthetic) د فلسفې د يوې څانګې په توګه د هغو مفاهيمو د شننې او د مسايلو د حل لارو په اړه بحث کوي، چې د ښکلاپېژندنې د اړوندو موضوعاتو له درکه رااوچتېږي، د ښکلاپېژندنې د درک موضوعات هم د هغو څيزونو په ډله کې راځي، چې موضوع د ښکلاپېژندنې تر تجربې لاندې راځي.»(۷)
والتر استېس د هنر په اړه وايي: «د دې پرځای، چې ووايو هنر څه دی، غوره به وي ووينو، چې هنر څه نه دی، يانې توپير يې له نورو چارو سره جوت کړو او له دې لارې د هنر تعريف ته ځان ورسوو. مثلاً هنر له اخلاقو سره تفاوت لري، ځکه اخلاق د انسان له کړنو سره اړيکه لري؛ خو هنر له توليد سره اړيکه لري. همداراز اخلاق خپله په هغه کړنه کې دخيل دي؛ خو هنر د کړنې په محصول او پايله کې راځي. نو له دې کبله ذهن، عواطف، احساسات او نورې دا ډول چارې، چې خپله د يوه عمل برخه ده، ځکه په اخلاقو کې اهميت لري؛ خو په هنر کې يوازې دا مهمه ده، چې خپله هنري اثر له اوبو په تول پوره راووځي.»(۸)
په طبيعت کې د موجوداتو له توليد او فعاليت سره د هنري اثر اړيکه دا ده، چې که هرڅو هنري اثر او هم طبيعي موجودات تخليقېږي؛ خو آلي موجودات، لکه انسان، څاروی يا خپله همنوعه ګياه مومي؛ خو هنرمند داسې تصوير پنځوي او يا مجسمه سازوي، چې له خپله ځانه يې پوره متفاوت وي. هنرمند د طبيعت کار تکميلوي، نوي څه پنځوي او يا هم د واقعي عالم نسخه د خيالي نړۍ په بڼه رامنځته کوي. د لومړي مورد په اړه هنرمند د يوه رنځپوه په څېر، چې د جسم د روغتيا او سلامتۍ لپاره مرسته کوي، د يوه نوي اثر په پنځونه او تخليق لاس پورې کوي او د دويم مورد په اړه ښکلي هنرونه(Fine arts) او يا هم د ارسطو په وينا تقليدي هنرونه( Imitative arts)ايجادوي.
د ښکلا ساحه په ځلونو د هنر له ساحې پراخه ده، څنګه چې اشاره ورته وشوه، هنر هغو اثارو ته ويل کېږي، چې د بشر په لاس جوړ شوي وي او هرڅو که ښکلا د هنري اثارو يوه ځانګړنه ده؛ خو ښکلا په هنري اثارو پورې نه محدودېږي او په هنري اثارو سربېره د طبيعي اثارو لپاره هم د کارونې وړ ده. د بېلګې په توګه څنګه چې يوه مجسمه يا نقاشي ښکلې بولو، همداراز ممکنه ده يو ګل، ځنګل او غر هم ښکلی وبولو. نو چې داسې ده، د ښکلاپېژندنې/استتيک قلمرو د هنر له قلمروه پراخ دی او طبيعي ښکلاوې هم پکې ځای لري. ځکه ښکلا په بشري مصنوعاتو پورې نه ده تړلې. ارسطو د ښکلا د تعريف په اړه داسې وايي:
« يو ښکلی څيز(Kalliste)، يو ژوندی مخلوق يا د اجزاوو بل هر درلودونکی جوړښت نه يوازې د اجزاوو منظم ترتيب بايد ولري، بلکې بايد يوه داسې اندازه ولري، چې عارضي نه وي.(۹)
په دې تعريف سره د طبيعي ښکارندو يوه ډله هم ښکلې ده او ښکلا په هنر پورې محدوده نه ده.
نيچه د ښکلا د تعريف په اړه دا اند لري:
«د ښکلاپېژندنې د قضاوت موخه د همدې حالاتو روحي بيان دی… کولای شو د ښکلا په اړه په عيني توګه په مشخصه معنا قضاوت وکړو. ځکه ښکلا يوه مطلقاً ذهني چاره ده، ښکلا يو څيز نه دی، بلکې زموږ په دننه کې يو حالت دی.(۱۰)
هيوم هم د ښکلا په اړه د نيچه له تعريف سره همغږی ښکاري او وايي:
«ښکلا په خپله په څيزونو کې کوم کيفيت نه دی، بلکې په داسې ذهن کې نغښتی دی، چې د هغه څيزونو ننداره کوي.(۱۱)
او کانت بيا وايي: «ښکلا داسې کوم څه دي، چې بې مفهومه تصور ته راځي، لکه انسان چې ځينې وخت د مفاهيمو له مرستې پرته د خوښۍ احساس لري. نو ښکلا د همدې بلاواسطه حس کولو او د مفاهيمو له کومک پرته څرګندېږي؛ خو د منطقي احکامو په څېر د عیني اصولو او قواعدو درلودونکې نه ده.»(۱۲)
والتر استېس د ښکلا تعریف داسې کوي:
«ښکلا د حسي واسطې په وسيله مطلقه ځلا ده، داسې مطلقه، چې وړانګې خوروي. همغه معنا ده او هغه مادي واسطه، چې مطلق يې له برکته ځلېږي، خپله مادي جسد دی.»(۱۳)
نو که چېرې ښکلا د نيچه او هيوم په څېر يو دروني حالت او يوه مطلقه چاره وبولو او يا د ارسطو په څېر ښکلا په يوې طبيعي ښکارندې او يا اثر کې موجود تناسب، اندازه او هارموني وبولو او يا د کانت غوندې د ښکلاپېژندنې اصل د مفهوم پرځای پر حس متکي وبولو، بيا هم د ښکلا قلمرو له هنره وسيع دی او له دې ټولو تعريفونو سره ښکلا د هنر په پرتله لوی ځای لري.
د مفاهيمو ډلبندي
د ژبينو تحليلي او معرفت پېژندونکو مبحثونو په لويه او مهمه ډلبندۍ کې مفاهيم په دريو ډلو وېشل شوي دي:
۱- ذهني مفاهيم(Subjective concepts)
۲- عيني مفاهيم(Objective concepts)
۳- ګډ مفاهيم(Mixed concepts)
د علومو ټول مفاهيم او اصطلاحات د دې تعريف يا ذهني او دروني مفاهيمو پر بنا دي:
(Subjective concepts)چې په بېروني عالم کې له عيني او حقيقي وجوده برخمن نه دي، لکه د اروا پوهنې او عاطفې مفاهيم: وېره، پښېماني، هيله، خوښي، غم او يا هغه عيني مفاهيم، چې په بېروني عالم کې په عيني توګه راڅرګندېږي او زموږ احساس، فکر او سليقې پکې کوم دخالت نه لري.
(Objective concepts) لکه مېز، دېوال، کتاب او يا نور بېروني څيزونه، او يا هغه مفاهيم، چې له بېرونيو ځانګړنو او د شخصي او فردي ځانګړنو له دواړو اړخونو اغېزمن وي. د دې ډول مفاهيمو له ډلې نه د ښکلا مفهوم، تندخويي، ښه والی، بدي او يا هم د هنر تعريف يادولای شو.
(Mixed concepts) په دې مفاهيمو کې هم بېرونۍ منشأ د پام وړ ده او هم پېژندونکی فاعل د هغو په پېژندلو او رامنځ ته کېدا کې ونډه لري. په داسې ډول، چې دا مفاهيم د انسان له وجود سره معنا مومي او له هغه پرته نشي رامنځ ته کېدای. نو ځکه په درېيمه ډله پورې اړوند مفاهيم په کراتو له دوو لومړيو ډلو نه ډېر دي، ځکه په مفاهيمو او تعريفونو کې د څيزونو په بېروني او عيني وجود سربېره ذهن، وړتياوې، سليقې او د انسان ذوق هم دخالت لري.
اوس موږ د بحث پېچلتيا او سختۍ ته په کتلو سره د هنر په اړه مشهورې نظريې او تعريفونه وړاندې کوو او پرتليزه ارزونه يې کوو.