ژباړه: خالد تکل
د ښې اغېزمنې زده کړې لپاره سالم چاپېریال هومره اړین دی لکه د ښه او زیات حاصل د لاسته راوړلو په موخه چې دهقان ټوله ورځ د ښې ځمکې د جوړولو لپاره خولې تویوي. که یوه دهقان د زیات حاصل د ترلاسه کولو لپاره د کښت سمه پالنه ونه کړي، نو د فصل په پای کې دې له خپله کښته د خروارونو حاصل تمه هېڅ نه کوي.
د ښه حاصل د لاسته راوړلو لپاره یوازې دا اړتیا ده چې کروندګر فزیکي هڅې وکړي او ځمکه د کښت لپاره جوړه، کښت ته پر وخت اوبه، سره (کود) حیواني دواوې او نوره پالنه یې وکړي، خو د انسانانو په ښوونه او روزنه کې پر فزیکي چاپیریال یعنې، ټولګي، میز، څوکۍ، تورې تختې، تباشیر، کتاب، کتابچې او نورو سربېره روحي او عاطفي ماحول برابرول مهم او د اغېزمنې زده کړې لپاره لازم دی.
په افغانستان کې چې تر نورو ټولنو یې وګړي ډېر په فقر او غربت کې رالوېږي، د ښې او اغېزمې زده کړې لپاره پکاره ده چې پر فزیکي چاپیریال سربېره په روحي لحاظ زده کوونکو ته ډېره او جدي پاملرنه وشي.
که څه هم د افغان حکومت سره په تېرو کلونو کې نړیوالو د پوهنې د بهیر د ښه کېدا لپاره بې خرته مرستې وکړې، خو دلته د ناسم مدیریت او پراخ فساد له امله هغه ډول چې پکار وه د معارف وضعیت پرې بهتر کړای شي، ونه شول.
د ښې او اغېزمې زده کړې پر وړاندې د ننګونو په لړ کې د متخصصو او پوهو ظرفیتونو پر نشتون سربېره ناامني او د هېواد په ډېری سیمو کې خوار اقتصاد هم د دې سبب شوی دی چې د زده کوونکو لپاره د اغېزمنې زده کړې چاپېریال تر اوسه نه دی برابر شوی.
ډېری زده کوونکي د ښوونځی د لوستو په خوا کې د کورنۍ د بل سرپرست د نشتون له امله یوازې خپلې زده کړې نه، بلکې د خپل کور د اقتصادي اړتیاوې هم پوره کوي او د ښار په واټونو کې نیمه ورځ پلاستیکونه پلوري او یا هم په ښار کې د د بوټونو د رنګ بکسه ورسره وي او د لسو روپو د ګټلو لپاره خپله کار کار کوي.
خو له ښاره ور ها خوا په کلیو او بانډو کې بیا ځینې ماشومان ناامنۍ د زده کړې له نعمته محروم کړي او ځینې د فقر او غربت له لاسه د ښوونځي په ارمان ګرځي.
د پوهې وزارت د چارواکو د وروستیو مالوماتو له مخې د دوی له ټولو هڅو سره اوس هم په هېواد کې ۱،۳ ميلیونه ماشومان د زده کړو له حقه محروم پاتې دي. له دې شمېرې شاوخوا درې لکه ماشومان یوازې د ناامنۍ له امله په جنوبي او جنوب لویدیدځو ولایتوو کې ښوونځیو ته له تګه پاتې شوي دي. د پوهې وزارت مسوولینو ویلي، د تعلیم پر وړاندې امنیت یواځينۍ ستونزه نه ده؛ بلکې په ۱۳۹۳ تعلیمې کال کې ډېر نور ماشومان د اقتصادي؛ فرهنګي او په افغاني ټولنه کې د حاکمو ناوړه دودونو له امله هم د زده کړو پر لوري نه دي تللي.
د پخواني ولسمشر حامد کرزي په دوره کې کې د پوهنې او لوړو زده کړو وزارتونو ډېر تمرکز د پوهنې په برخه کې د کمیت پر لوړاوي وو، خو تر دې وروسته که د پوهنې او لوړو زده کړو په برخه کې د زده کړو کیفیت ته لازمه پاملرنه ونه شي، نو په راتلوونکې کې به د کېفیت لوړول افغان حکومت ته لوی سر خوږی وي.
که دولت د اغېرمنې زده کړې لپاره د زده کوونکو ته فزیکي او روحي ماحول برابر کړي، نو کېفیت خپله لوړېږي، خو دلته دولت د زدکړو د کيفیت د لوړولو لپاره داسې پروګرامونه پر لار اچوي، چې پروګرام له پیله تر پایه ناکام او دولت خپل هدف نه شي ترلاسه کولای.
د پوهنې وزارت په چوکاټ کې د ښوونکو د روزنې د ملي اکاډمۍ (تربیه معلم) په نامه یوه اداره فعالیت کوي، خو تر اوسه د دوی شته فعالیت د اغېزمنې زده کړې په برخه کې په هېڅ حساب دی.
د دې تر څنګ د پوهنې وزارت د تخنیکي او مسلکي زه کړو په معینیت کې د مسلکي ښوونکو د روزنې ریاست هم موجود دی، چې د دغه ریاست موخه د ښوونکو انسجام او همدا راز د هېواد دننه او بهر د یوه شمېر لنډ مهالو او اوږدمهالو ورکشاپونو، سیمنارونو، ترنینګونو او کورسونو تدویرول دی؛ خو د دې ریاست تېر فعالیتونه اغېزمن نه دي تمام شوي او په دې برخه د شته ستونزو په ګراف کې کوم کمښت ته نه دی راغلی.
د ښې او اغېزمې زده کړې لپاره لازمه ده چې دولت د مسلکي ښوونکو په روزنه ډېر تمرکز ولري او دا برخه د یو اصلي او مهم اصل په توګه په پام کې ونیسي، که دولت یوازې په فزیکي چاپېریال برابرو کار وکړي او د مسلکي ښوونکو روزنه جدي ونه نیسي، نو د پوهنې په چوکاټ کې به هېڅ داسې ظرفیت تولید نه شي، چې د ټولنې د درد دوا شي.
[review]
You also might be interested in
لیکنه: براین ټریسي ژباړن: مشتاق رحیم يو ماهره خبرې اترې[...]
ژباړه: محبوبه اکبر پوهې او هوښيارې ښځې له ځان نه[...]
ژباړه : عطا محمد میاخېل ۱ ـــ هره ورځ له[...]
اړيکه
پته
Burggravenlaan 00
Ghent Belgium
اړيکې شمېره
0032466076718 وټس اپ
facebook.com/afghan.Tips
پلټنه
د ویب سایټ په اړه
زموږ ویب سایټ د جوړېدو په حال کې دی