که غواړئ چې یو ښه ویناوال شی، نو تمرين درسره په دې برخه کې ډېره مرسته کولی شي. د هېندارې، ملګرو او یا هم د خپلې کورنۍ د غړو په منځ کې ودرېږئ او خبرې ورته وکړئ.
هڅه وکړئ له موضوع سره ځان ښه بلد کړئ او په دې هم ځان پوه کړئ چې چېرته باید مکث وکړی او یا هم په کوم ځای کې عکس او یا نور لازم شیان ناستو کسانو ته وښیی.
دې ته هم باید پوره تیاری ولری چې کېدای شي کوم ناست کس د اړوندې موضوع په اړه در څخه پوښتنه وکړي. ډېری وخت د تمرین پر وخت د فلم اخیستل هم تاسو خپلو تېروتنو ته متوجه کوي. دا ستاسو په خوښه پورې اړه لري، که د کمرې تر تاثیر لاندې راځی، نو له دې کار څخه ډډه وکړئ. که غواړی چې ښه وینا وکړئ، د خپلې وینا هره برخه مخکې له مخکې ترتیب او منظمه کړئ.
ژباړه: حمیدالله حمیدي