جويي بایدینګ
ژباړه شفیق امیرزی
لیکوالي ګران کار دی، همداسې د کیسې لیکل هم یو څه ګران دي خو د ښې کیسې لیکل بیا تر هغې ګران دي، زه به یو وخت دې ته حیران وم چې ځینې فلمونه ولې دومره په زړه پورې وي کلونه کلونه یې خوند راکړی وي، وروسته زه پوه شوم چې د داسې فلمونو پر جوړولو ډیر وخت تېرېږي یو فلم زما ډير خوښ دی د هغه په جوړولو شپږ کاله لګېدلي د دغې وخت تر ټولو ډیره برخه د فلم پر کیسه لګېدلې ده.
په دې لیکنه کې به تاسې په دې پوه شئ چې یوه کیسه څنګه ولیکئ خو تر ټولو مهمه دا چې په دغه لیکنه کې به د دې مهارت پیدا کړئ چې ښه کیسه څنګه ولیکئ.
د ښې کیسې لیکلو لس رازونه
هر څه د یوې ښې کیسې د لیکلو په اړه
ما لیکوالي څو کاله وړاندې پیل کړه، هغه وخت مې یوازې لیکوالي زده کوله، تمرین مې کولو، خو زما ذهن به پر دې موضوع ګرد راګرزېده چې ښه کیسه څنګه ولیکم؟ ما کتابونه ولوستل، سایټونه مې وپلټل، وېبلاګونو ته ورغلم، کوروسونه مې پای ته ورسول، له ګڼو لیکوالانو مې پوښتنه وکړه، خو ښه کیسه لیکل مې زده نه کړل په حقیقت کې ما ځان پر یوه کیسه بدل کړ خو ښه کیسه مې زده نه شوه.
لاندې لس ګامونه ټول هغه څه رانغاړي چې ما د کیسه لیکلو په اړه لوستي و، زه هیله لرم چې دا رازونه به ستاسې کیسه لا قوي کړي او له تاسې سره به مرسته وکړي چې ښه کیسه څنګه ولیکئ، خو له دې ورهاخوا زه غواړم دا ووایم چې یوازې پخپلو هڅو کولی شئ ښه کیسه ولیکئ یوازې ځان وننګوئ.
۱ – په یوه وخت کې یې ولیکئ
په دې مانا چې کله مو د کیسې خام مواد ذهن ته درغلل هغه و لیکئ، په هر څومره کم وخت کې چې شونې وي دا کار وکړئ، هغه د یوه چټل نویس په توګه ولیکئ ډیرو اړخونو ته یې پام مه کوئ یوازې ولیکئ او کوښښ وکړئ چې کیسه خلاصه کړئ، ستاسې دا کیسه به یوازې چټل نویس وي خو کیسه به نه وي، ستاسې کیسه پر همدغه بنسټ ولاړه ده، څومره چې کولی شئ زر د کیسې لومړني لیکل پای ته ورسوئ خو که کوم ناول لیکئ دا شرط بیا توپير کوي هلته هومره وخت مه ورکوئ لکه لنډې کیسې ته؛ ناول ته په کتو وخت ورکړئ کېدای شي په یوه فصل (دریو میاشتو) کې یو ناول د چټل نویس په بڼه ولیکئ.
ډیرو اړخونو ته یې پام مه کوئ چې ګواکې کرکټر به څنګه شي؟ ډیالوګ به څنګه شي په لومړي سر کې یوازې دکیسې خاکه چې ستاسې په ذهن کې ده هغه ولیکئ.
تاسې په دغه وخت کې یوه لرغون پېژندونکي ته ورته وی، لومړی ځای پیدا کوئ، بیا ګورئ چې ځینې نښې نښانې په لاس درغلې، بیا مو یوه ټوټه قیمتي ډبره پیدا کړه بیا نو ورو ورو ستاسې نورو شیانو ته پام شي؛ لرغونپوه خو هر څه په لومړۍ شېبه نه تر لاسه کوي بلکه هغه څو څو ځله هغه ځای او مواد له سترګو تېروي بیا یې په را اېستلو پيل کوي.
لرغونپوه هم په دې نه پوهېږي چې تر دې خاورو لاندې به څنګه ځای وي، نو هغه کله د هغه ځای انځور رسمولی شي تاسې ته هم اړینه نه ده چې تر خاکې د مخه دې د کیسې لپاره ځای ځایګی ولټوئ او هغه د انځور کړئ کله چې ستاسې لومړنی چټل نویس پای ته ورسېد بیا کولی شی په دوهم ځل لیکلو هر څه سم کړی هله به درته معلوم هم شي چې اوس دلته څه ولیکم.
۲ – خپل کرکټر ته وده ورکړئ
کیسه د کرکټر د شخصیت په اړه ده نو څومره چې کولی شئ هغه ته وده ورکړئ، که تاسې ښه شخصیت خپل کرکټر ته ورنه کړ ستاسې کیسه به په زړه پورې نه وي تاسې باید د هر کرکټر په اړه پرېکړه کړې وي پرېکړه د کرکټره په اړه تر ټولو مهمه ده، ویکتور فرانکل وايي(( که غواړی یو انسان وی نو باید په اړه یې پرېکړه وکړئ)) ستاسې کرکټر باید ځان مطرح کړي؛ په کیسه کې باید دا خبره مالومه شي چې ستاسې اصلي کرکټر څنګه دی، خو که غواړئ اوس په کیسه کې مرکزي کرکټر ته وده ورکړې نو بیا بېلې لارې دي چې ستاسې کرکټر برلاسۍ ښودلی شي لکه: هغه له بدماشانو سره مخ کړئ، پر بدماشانو یې برلاسۍ کړی څو مو لوستونکو ته په زړه پورې وي، له احمق سره یې مخ کړئ څو د کرکټر هوښیاري وښیی، په یاد ولرئ هر کله مو چې د کرکټر برلاسي ښودله له زد سره یې مخ کړئ او خپل کرکټر ته وړتیا ورکړئ چې هغه مات کړي.
۳ – ډراماتیک تسلسل وساتئ
کیسه مو باید د یوې ډرامې په بڼه روانه وي دا ډرامه باید تر وروستۍ شېبې ماته نشي، خو د دغې ډرامې د یو ځای کولو لپاره باید یو پټ تار وي، او هغه تار ته ډراماتیک سوال وايي یا په بله وینا غوټه یې بولي که څومره ستاسې دغه ډرامتیک سوال قوي و دغه تار به هومره کلک وي او لوستونکي له راکاږي کېدای شي داسې یو سوال لوستونکي ته پيدا شي (هغه دواړه به سره یو ځای شي؟) یا ( دا کس به خپلو هیلو ته ورسېږي؟) تاسې باید لوستونکي دې ته اړ کړی څو دا پوښتنه ورته پیدا شي چې نور به څه کېږي؟
نوټ: که غواړئ چې دا تسلل ورک نشي نو په یوه ځای لوستونکي ته دا معلومات مه ورکوئ څو د خپلو ټول پوښتنو ځواب پیدا کړي ورو ورو لږ لږ معلومات ورکړئ څو د پوښتنې ځواب ته ور نږدې شي خو پيدا یې نه کړي.
۴ – د ویلو پر ځای یې وښيی
که رښتیا درته ووایم تر ویلو ښودل ښه دي، ډیری کسان د دې پر ځای چې یو څه لوستونکي ته ور وښيي ورته وايي یې؛ خو ښودل تر ویلو یو په سله اغېزمن او ګټور دي، کله چې ستاسې په کیسه کې یوه پېښه کېږي او هغه مو کرکټر بدلوي یا په کرکټر باندې اغېزه کوي نو دا پېښه وښيی څو پر لوستونکي هم اغېزه وکړي، همدا شېبه راواخلئ انځور یې کړئ، لکه د یوه فلم په بڼه دا به ستاسې د کیسې تر ټلو په زړه پورې برخه وي داسې مه وايی چې جګ واوښت وا یې ړوئ.
۵ – خبرې اترې(ډیالوګ)
ښه ډیالوګ ستاسې د کرکټر تر شخصته پورې اړه لري دا چې لومړی مو خپلو کرکټرونو ته څنګه شخصیتونه ورکړي همداسې کولی شي پر ډیالوګ اغېز وکړي.
ښه ډیالوګ هغه دی چې د کرکټر خپل غږ وي، په دې مانا چې د هغه له موقف او استعداد سره مناسب وي؛ ښه ځان باوري کړی چې ستاسې د کرکټر له خولې دا غږ راوتلی شي که نه؟ که چېرې ځواب هو و، نو سمه ده او که ستاسې ځواب نه وو بیا نو پر خپل ډیالوګ له سره کتنه وکړئ.
په ډیالوګونو کې د ځینو کلیمو له کارولو ډډه وکړئ لکه هغه په ډير شدت وویل، هغه زیاته کړه، که داسې ووایی چې هغه وویل، کومه خبره نه ده خو دا کلیمه هم هومره مه کاروئ چې لوستونکی ستړی کړي.
۶ – د مرګ په اړه ولیکئ
مرګ حق دی ټول پر دې باوري دي چې یوه ورځ به مړه کېږي د نړۍ تر ټول ستر شهکارونه د مرګ په اړه دي په ډيرو کې یې اصلي کرکټرونه مړه شوي دي خو لا هم لوستونکو ته په زړه پورې دي، Harry Potter, The Hunger Games, Charlotte’s Web, The Lord of the Rings او دې ته ورته ډير داستانونه دي چې د مرګ په اړه لیکل شوي دي، د مرګ کیسه نه زړېدونکې ده.
۷ – اېډيټ
داسې اېډيټ وکړی لکه ښه مسلکي کس، پوهېږی؟ د لیکوالۍ په نړۍ کې لومړي چټل نویس ته استفراق وايي په دې مانا چې د هیڅ لوبې نه وي خو دوهم یې یو څه باوري وي دریم چټل نویس بیا د چاپ وړ وي نو کوښښ وکړئ چې خپلې کیسې ښې اېډيټ کړئ او په دې باوري اوسی چې په دوهم ځل اېډيټ به دلومړي ځل په کیسه پورې وخاندئ او ډیر څه به ترې کم او زیات کړئ ډير نوي لیکوالان دا هڅه کوي چې خپلې پنځونې په چټکۍ خپرې کړي خو دا ښه نه ده ځکه وروسته وروسته په ډیرو تېروتنو پښېمانه کېږۍ، نو ښه اېډېټ در سره مرسته کوي چې پلاټ، کرکټر، انځور، ډیالوګ او ژبه له سره وګورئ او اصلاحات پکې راولئ وروسته بیا کیسه خپره کړئ خو که مو د لومړي ځل لیکلې کیسه خپره کړه حتما به یوه ورځ ووایې چې وخت مې ضایع کړی و.
۸ – قوانین زده کړئ بیا یې مات کړئ
ښه لیکوال د کیسې په قوانینو بلد وي او هغه تر خپلې وسې په پام کې نیسي، خو عالي لیکوال بیا قانون زده کوي خو هغه ماتوي، خو غوره لیکوال بیا داسې دی چې قوانین ماتوي خو د قوانینو ماتول یې عادت نه ګرځي هم قانون ماتوي او هم یې ساتي دوی قانون ځکه ماتوي چې کیسه یې له دوی نوی قانون غواړي له پخواني قانون سره اړخ نه لګوي، خو تاسې دا په یاد ولرئ چې تاسې باید خپلې کیسې ته خدمت وکړئ نه د کیسې قانون ته.
۹ – له ماتې ځان وساتئ
د دې لپاره چې نور لیکوالان مو د ځينو خاصو خبرو په سبب مات نه کړي یوازینی لاره دا ده چې ولیکئ سم ولیکئ او تر خپلې وسې له تېروتنو ځان وساتئ، دا هڅه مه کوئ چې پر نورو لیکوالانو د اغېز وکړئ یوازې لیکل کوئ بس او ښه لیکل کوئ ښې کېسې لیکئ.
۱۰ – خپلې کیسې خپرې کړئ
که تاسې هر څو لیکل وکړئ خو له نور سره یې شریک نه کړئ کومه ګټه نه لري څوک به څه پوه شي چې تاسې څومره لیکل کړي دي یا مو څنګه لیکلي دي په دې مانا چې څنګوالی او څومره والی به یې د خلکو له سترګو پټ وي، نو په دې توګه به له ګڼو نظرونو بې برخې شئ کېدای شي په هغه کې ډير داسې نظرونه وي چې ستاسې راتلونکې ته ګټور وي، نو ښه ده چې خپلې کیسې له نورو سره شریکې او هغه خپرې کړئ؛ که تاسې کیسې خپرې نه کړئ داسې دي لکه په تیاره کې چې لیکل کوئ خو که مو خپاره کړل لکه رڼا په رڼا کې، نو دا کار به تاسې دې ته اړ کړي چې ښې کیسې ولیکئ.
Discover more from AFGHAN TIPS - BELGIUM
Subscribe to get the latest posts sent to your email.