ليکونکی: مطیع الله همدرد
د ژوند ورکوونکي او ژوند اخيستونکي څښتن تعالی په سپېڅلي نامه
کابل ادبي بنډار دا ځل خپله ۴۴ مه غونډه د روان لمريز کال د سلواغې د میاشتې په ۱۷ مه نېټه د جمعې په ورځ، قرغې ته څېرمه د غازي محمد جان خان ښوونځي په منځنۍ ښوونځي کې وکړه.
د غونډې پیل ښاغلي جلال امېد د قران مجيد د څو سپېڅلو آیتونو په وېیلو سره وکړ. د دغې ادبي ناستې مشري ښاغلي اورنګ مختار کوله او مشر مېلمه یې ښاغلی ډاکټر احسان الله نظري و. ورپسې د مطیع الله همدرد له خوا د وړمې غونډې راپور وړاندې شو چې د ښاغلي ګل آغا احمدی او ښاغلي حبیب وقار له خوا وستایل شو.
دا چې په تېره غونډه کې ژمنه شوې وه چې ښاغلی شفیق جوهر به خپله لنډه کیسه کره کتنې ته وړاندې کوي خو په دغې ناسته کې د ښاغلي جوهر د ناسوبتیا له کبله د بیا کتنې برخه تشه وه.
د یادولو وړ ده چې ښاغلي انجنیر احمد ضیا د غونډې نوي ګډونوال، حاضرينو ته خپله دیني او عالمانه وينا واوروله.
د غونډې منځنی پړاو چې مشاعره وه، ښاغلي ډاکټر احسان الله نظري د ښایسته نظمونو په وړاندې کولو سره پیل کړ.
نورو ګډونوالو هم په خپل وار سره شعرونه او ترانې زمزمه کړې چې په ځانګړې توګه د تنکیو زلمیانو ګډون او د ترنم برخې غونډې ته ځانکړی خوند او رنګ ور په برخه کړ.
له مشاعرې څخه وروسته د راتلونکې غونډې له پاره چې دوه اونۍ وروسته په همدغې ځای تر سره کېږي، اجنډا وټاکل شوه چې د ښاغلي اورنګ مختار به لنډه کيسه کره کتنې ته وړاندې کوي.
ورپسې ښاغلی مختار چې د غونډې مشر و. سټېج ته وبلل شو، ترڅو د غونډې ژوندی بهير و ارزوي. ښاغلي مختار د غونډې په کمیت او کیفیت باندې رڼا واچوله، او ویې ویل:
چې دا ډول غونډې زمونږ د کلتوري چارو د سمون لپاره ډېرې ګټورې دي. ده د ښاغلي محمد یاسین امین او ښاغلي حبیب مظلومیار په ګډون د ټولو ګډونوالو شعرونه او ادبي پنځونې وستایلې او د هېواد د روښانه راتلونکې لپاره یې د تنکیو ماشومانو ګډون په غونډه کې ارزښتناک وباله.
د غونډې په وروستۍ برخه کې، ښاغلی ګل آغا احمدي تالار ته وغوښتل شو، ښاغلي احمدي د خپل ناچاپ شوي اثر لپاره چې تر کار لاندې دی، له ګډونوالو څخه د وردګو ولایت د لیکوالانو، شاعرانو، او نورو اديبانو د نوم لړ غوښتنه وکړه او پر همدې سره یې غونډه د دعايې په ویلو سره را ونغاړله.
له تاسې مينه او مننه!
د ټولو ملګرو د وړاندېزونو، نظریاتو او لارښوونو په هیله.