لیکنه: محمدانور لمر
په هېواد کې د څو لسیزې دوامدارې جګړې ، وران ویجاړ اقتصادي حالت او د کار نشتوالی خلک په تیره ځوانان له ډيرو ستونزو سره مخ کړي دي چې د نورو ستونزو په خوا کې ډيری افغان ځوانان په مسافرت کې د کار موندنې او ډیرې افغانې کورنۍ د ډاډمنې سرپناه موندنې لپاره وطن پرېښودو ته اړکیږي.
دا مهال افغانان د نړۍ هر ګوټ ته مسافر شويدي، ډېر افغانان دوبۍ، قطر او نورو عربي هیوادونو ته د کار موندنې لپاره تللي دي، دوی هغه افغانان دي چې کورنۍ یې په هېواد کې اوسیږي او یواځې د کار په لټه وتلي دي.
یو ډير شمیر افغانان بیا دلته اروپا او نورو غربي هېوادونو ته راغلي دي.
په عربي هېوادونو کې د افغانانو ستونزې ټولو ته ښکاره دي چې افغانان څه ډول ستونزو او کړاونو سره مخ دي او یا مخ کیږي، هلته په مسافرينو د ځایي واکمن قانون په چوکاټ کې ظلم کیږي او دهغوی انساني حقوق تر پښو لاندې کیږي، په عربي هېوادونوکې د افغانو ستونزې یو بیل اوغټ بحث دی چې په دې لیکنه کې زه نه غواړم پرې بحث وکړم . نو زه هم په عربي هېوادونو کې د افغان مهاجرینو له دی اوږدې ستونزې تېرېږم او خبره غواړم په اروپا مېشتو افغان کډوالو راتاوه کړم.
اروپا ته زموږ افغانان له هغې وخته مهاجر شول چې په افغانستان کې جګړو زور واخېست. نو له دی امله
په اروپا کې تر ډېره هغه افغانان هم اوسیږي چې د سیاسي ستونزو له امله یې خپل هیواد پراېښی دی.
دوې خپل ماشومان دلته راوستي دي چې ډېرو یې اورپایي ډولو ډال او چال چلند خپل کړی دی، کیدای شي دلته پېدا او ځوانان شوي د افغان کډوالو بچي هېڅکله خپل هېواد ته د ستنېدو زړه ونه کړي.
دا څرګنده ده چې په پردیو هېوادونو کې د کډوالۍ په ژوند کې له اسانتیاو سره سره ستونزې هم ډیرې وي. یوه ستونزه چې په اروپايي هېوادونو کې په افغانو کورنیو کې نوې راټوکېدلې ده او نږدې د ټولو ستونزه بلل کیږي هغه د دوی د ماشومانو لوېدل او دواده وخت دی، ځکه خو اوس دلته ډېر وخت د کورنیو د بحث موضوع د بچیو د ودونو کول وي.
واده کول زموږ په دود او ټولنه کې هسې هم یوه پېچلي موضوع وه او دلته په اروپا کې هم شته.
ډېر وخت اروپا مېشتي افغان مور او پلار هڅه کوي چې خپل ځوی او یا لور ته په افغانستان کې کوژده وکړي. دلیل یې دا وي چې په دې طریقه به یې د خپلو سره مرسته کړي وي او د هغې نجلۍ او هلک چې دلته راځي ژوند به یې ښه شي.
خو داسې نه ده، دلته چې هره نجلۍ کوم هلک او یا هلک کومه نجلۍ د ژوند ملګري په توګه راولي، اوږده پروسه غواړي چې دا پروسه ان تر اتو او یا لسو کالونو پورې اوږدېدای شي . هغه هلک او نجلۍ چې د ژوند ملګري د راوستلو هوډ لري نو باید ښوونځی یا لوړې زده کړې ورته پریږدي او کار پیل کړي چې اکثره وخت یې کار د لوښو مينځل او یا هغه کار وي چې بل څوک یې نه کوي.
هغه څوک چې له هغه ځایه نجلۍ او هلک راولي ښکاره زیانونه یې په لاندې ډول:
- د هلک اقتصاد کله هم په پښو نه اودریږي او چې د هلک اقتصاد په پښو نه اودریږي نو دئ کله هم د هغې کورنۍ سره مرسته نه شي کولې کومه چې یې مور او پلار او یا دده په نیت کې وه.
- ډېر وخت لکه په پورتني متن کې مې تشریح کړه چې هلک یا نجلۍ باید ورته ښوونځۍ او یا پوهنتون پریږدي تر څو خپل د ژوند ملګری یا ملګرې دلته راولي. چې دا یې خپله هم اوږد مهاله اقتصادي زیان دی او هم ورته په ټولنه کې په سمه سترګه نه کتل کیږي.
- ډېر خلک پدې فکر هم دي چې موږ باید د ځوی او یا د لور دپاره هلته واده وکړو تر څو مو د خپل هیواد او خپلو خلکو سره اړیکي پرې نه شي. خو تاسو به ددې پېښو شاهد وی چې ددې پرځای چې اړیکي یې سره ښې پاتې شي د خرابېدو په لور روانې وي.
- دا دوه بېل فکره كورنۍ دي چې یو یې اروپایي ډوله فکر لري او بل یې لا هم په زاړه فکر پاتې وي نو فکري او اقتصادي ستونزې پکې مينځته راځي. نورې ډېرې ستونزې چې د ناسمو پوهيدلو له مله پکې راځي هم شته.
- په افغانستان کې له بده مرغه ډېرې نجونه نالوستې وي، هغوې دپاره په داسې یو ځای کې اوسیدل لکه اروپا ډېر ګران کار وي، چې دا نه یوازې میرمنې ته بلکې خاوند ته هم غټه ستونزه ده.
ډاکتر ته تګ لپاره یې باید میړه له کاره رخصت واخلي، نورو کارونو لپاره چې باید په یوازې ترسره شي، نه شي ترسره كولی. نو خاوند اړ دی چې د میرمنې لپاره هر ځل رخصت واخلي نو ددې ډار هم شته وي چې د کار والا درته نور قرارداد در نه کړي او له کاره دی اوباسي.
یو پنځه ویشت کلن هلک او یا نجلۍ چې له دې پروسې وځي نو کالونه، کالونه وخت یې پرې تېر شي او په پای کې د سوسیال غوښتنه وکړي. - نجلۍ چې کله له افغانستانه یو هلک د میړه په صفت راولي ډېرې ستونزې یې په مینځ کې راځي.
هلک یو ډول ځان بد احساسوي، فکر کوي چې دئ خو نر دی ولې یې ښځه کار ته لاړه شي؟ چې دا هم یوه ستونزه ده. - کله، کله په میرمن بې باوره وي، هلک ګرم نه وي ځکه په اروپا کې ژوند کول د نوي دود او کلتور سره ځان بلدول هم وخت ته اړتیا لري.
په همدې ډول جینۍ ته هم ګناه نه وي ځکه چې هغه اړه ده کار وکړي تر څو یې د خاوند دوسيه په سمه توګه پای ته ورسیږي. - خو ځيني وخت دواړه سره بې حوصلې شي، یو بل ته وخت نه ورکوي، خبره شخړو ته شي تر دی چې سره بېل شي.
پاس مو پدې خبرې وکړې چې موږ داسې فکر کوو چې د افغانستان او د خپلو خلکو سره به د وادونو له امله په اړیکه کې پاتې شو، خو که داسې یو څه خدای مه کړه رامنځته شي، خبره به تر کورنیو ستونزو ورسیږي. - هلک هم دی ته ورته ستونزو سره مخ کیدای شي خو په دومره اندازه نه وي لکه یوه نجلۍ چې مخ کیږي، پاتې نوره پروسه بیا هم دواړه یو ډول په ځان تېروي.
- که په اروپا کې یو څوک واده وکړي، نو دا پورته ستونزې به ونه لري. نور ژوند دی، انسان د انسان ستونزه راځي ځکه چې ټول خلک یو ډول فکر نه کوي.
په اروپا کې د واده کولو موخه دا نه ده چې یو ځوان دی راپورته شي او یا دی وغواړي د اروپایئ نجلۍ سره دی واده وکړي. دلته په اروپا کې نور افغانان اوسیږي تر ټولو به ښه دا وي چې دوی په خپلو کې وادونه سره وکړي، پدې ډول به مو هم خپل دود ساتلې وي او هم به مو ځان ته ژوند اسانه کړي وي.