ليکنه: مطيع الله همدرد
دا ځل کابل ادبي بنډار د ۶۶ مې غونډې موخنه برخه د ښاغلي رفيع الله آرمان پر غزل باندې کره کتنې ته ځانګړې کړې وه.
دغه غونډه د روان لمريز کال د لړم د میاشتې په ۲۹مه نېټه چې د جمعې له ورځې سره برابره وه، قرغې ته څېرمه په غازي محمد جان خان منڅني ښوونځي کې وشوه، پیل یې د اللهي کلام په څو مبارکو آیتونو سره وشو چې بیا ورپسې د وړوکي احمد فرزاد الکوزي لخوا ملي سرود هم زمزمه شو. د مطيع الله همدرد لخوا د تېرې غونډې راپور وړاندې شو چې د غونډې د برخه والو لخوا راپور د لارښوونو او وړانديزونو په رڼا کې وستایل شو.
ژمنه شوې وه چې ښاغلی ضیاءالله روښان به د کره کتنې لپاره خپل شعر وړاندې کوي خو د نوموړي د ناسوبتیا له امله چې خپله بښنه یې هم په ورځنیو چارو کې ځينې بوختیاوې په ګوته کړې وې؛ وړاندې کړې وه. د ده په ځای ښاغلي رفيع الله آرمان خپل غزل کره کتنې ته وړاندې کړ. د غزل لمړی بیت داسې ؤ:
یادونه د غزل شي له الهام سره راځي اِنځر غوندې تیارو کې له ماښام سره راځي
د پورتني بیت په لومړۍ مصرۍ کې د الهام پر سر د غونډې ګډونوالو بېلا بېل نظریات درلودل، ښاغلی حبیب وقار په دې آند ؤ چې الهام ولې یوازې له شاعر سره وي ځکه د ده په وينا د نورو برخو کسان لکه: اينجنیر، ليکوال، ترکاڼ او داسې نور هم باید پخپلو اړوندو کارونو کې له الهامونو څخه برخمن وي خو برعکس ښاغلي منصور نېکمل بیا ویل چې الهام یوه اللهي ورکړه ده، چې په وېنا یې هر څوک له دې څخه برخمن نه دي.
او ښاغلي ګل آغا احمدي وویل: ( زه خپله پدې فکر یم چې د شاعر دالهام خبره اوسنۍ نه ده او دا خبره له ډېره وخته یعنې کله چې شعرونه را پیل شوي نو د الهام خبره هم ورسره جوخته راغلې ده، نو له همدې امله مونږ نشو کولای چې ووایو الهام ولې یوازې شاعر ته کيږي ). دویم بیت:
د څو شېبو لپاره بیا توبې نن ماتومه ساقي ماښام وعده کړې یو جام سره راځي
پورتنی بیت بیا د غونډې ګډونوالو وستایه او د لارښوونو لپاره یې پکې چا څه نه لرل. ښاغلی آرمان د خپل چمتو کړي غزل په ادامه داسې وویل:
تعويز راته د صبر د ملنګ بابا نه راوړئ تر څو چې دوباره یار له آرام سره راځي
ښاغلي وقار په ياد بیت کې د تعویز راوړل نا مناسب وګڼل او ویې ویل: ( زمونږ په ټولنه کې ډېری کسان له دې چارې څخه غلطه ګټه پورته کوي نو که شونې وی د یادې کلمې لپاره یې که بل معادل کارولی وی، ښکلا به یې ډېره وه). د غزل بل بیت داسې ؤ:
د زړه په خوښه کله خو مې هم خبر نه اخلې هر ځلې چې راځې یار له ناکام سره راځې
ښاغلي احمدي او ښاعلي وقار د دغه بیت لومړۍ مصراع له ګونګ والي برخمنه وبلله او وړانديز یې وکړ چې که یاد نيم بیتي لږ ساده ليکل شوی وای نو مفهوم به ښه اخيستل کېده.
آغاز یې خوشالي وه بس یو څو لحظې د عمر د مينې اوس غمونه له انجام سره راځي
د پورتني بیت دویمه مصرۍ کې کې د ګډونوالو لخوا « غمونه او انجام » ته ګوته ونيول شوه او پدې نظر وو چې دا خو جوته خبره ده چې د مينې غمونه له انجام سره راځي. د ښاغلي آرمان د غزل وروستی بیت داسې ؤ:
له کبره نه سلام اخلي او نه سلام راليږي آرمانه چې دوښمن هم وي سلام سره راځي
د دې بیت په وروستۍ مصراع باندې هم ښاغلی وقار نقد وکړ او په یاده مصراع کې یې د دوښمن ویي سره د سلام د کليمې راوړل نا مناسب وګڼل ځکه د ښاغلي وقار په وینا دوښمن کله هم چاته سلام نه اچوي.
له کره کتنې وروسته ښاغلي رفيع الله آرمان له ټولو مننه وکړه چې خپل نظرونه او لارښونې یې ورسره شريکې کړې او ویې ویل: ( دا غزل ما دوه کاله وړاندې ليکلی ؤ او ما هم پکې تېر وتنې محسوسولې، خو دا چې تاسو یې را ته په اړه څه وویل؛ نو له خپلې تمې زیات څه مې پکې زده کړل ).
له دې وروسته مشاعره پیل شوه؛ چې په پیل کې یې ښاغلي آرمان یو ښکلی غزل وړاندې کړ، له ده وروسته نورو شاعرانو هم په خپل وار سره شعرونه او ادبي ټوټې وړاندې کړې چې په دغه برخه کې د ښاغلي وحيدالله اوریاخېل ترنم د غونډې ګډونوالو ته ځانګړې خوښي ور وبښله.
ورپسې د غونډې مشر ښاغلی منصور نېکمل دريځ ته د غونډې د ارزونې لپاره وبلل شو. ښاغلي نېکمل د غونډې تګلاره وستایله او د راپور د ستاینې تر څنګ یې وویل چې له نېکه مرغه کابل ادبي بنډار ډېر مينه وال لري او په خبره یې چې په ټولنيزو رسنیو کې یې هم ډېری کسان له حاله خبريږي.
د غونډې ميلمه ښاغلي جمالزي بیا وړانديز وکړ چې په غونډه کې که د وخت تازه او جالب د ټکنالوژۍ خبرونه هم وویل شي؛ ښه به وي چې له ښه مرغه د کابل ادبي بنډار لخوا هم ورسره ومنل شوه.
له همدې سره د راتلونکې غونډې لپاره اجنډا وټاکل شوه چې را روانه غونډه کې به ښاغلی شفيق جوهر خپله لنډه کيسه کره کتنې ته وړاندې کوي او غونډه هم د یوې لنډې دعائیې په ویلو سره پای ته ورسېده.
پای.
You also might be interested in
محمد عارف رسولی د افغانستان ستونزې او فرصتونه په نړۍ[...]
راپور: مطيع الله همدرد کابل ادبي بنډار خپله ۷۴مه غونډه[...]
لیکوال: محمد عارف رسولي د معاصر افغانستان ستونزې او لاملونه[...]
اړيکه
پته
Burggravenlaan 00
Ghent Belgium
اړيکې شمېره
0032466076718 وټس اپ
facebook.com/afghan.Tips
پلټنه
د ویب سایټ په اړه
زموږ ویب سایټ د جوړېدو په حال کې دی