ژباړه: مجیب الرحمن اېمان
په طبیعت کې د کارما په نوم قانون لرو، چې دغه قانون عمل او عکس العمل، تابش او باز تابش او علت او معلول دی، چې ځینې یې تناسخ هم ګڼي، خو زما له انده دا دواړه له یو بل سره ډیر توپير لري او په لاتني ژبه کې ورته Karma وایي
د کارما قانون وايي: هر عمل غبرګون لري او همداشان هر غبرګون خپله یو بل غبرګون له ځان سره لري، او دا کړۍ تل تکراریږي، د کارما قانون وایي: تاسې که په هر حالت او ورځ کې وی، په آسمانونو یا په ځمکه کې، د ډير کلکو قفونو تر شا او یا د پاچاهۍ په ګډۍ، ستاسې د کړو وړو کارما زر یا وروسته بیرته تاسې ته راستنیږي، په دې مانا هر څه چې کوي د ځان لپاره یې کوې، که تل ښه او یا بد وکړې او یا چې هر لاس ته یې چې ور کړې، له همغه لاس څخه یې اخلې، خلاصه دغه قانون وایي:
په هر نیتی چې کوي او یا کوم عمل تر سره کوې، لاس په لاس څرخې، د همغه په شان بیرته موږ ته خپله راځي.
په دغه انځور کې په پوره ډول سره دغه مطلب را سپړل شوی دی: انځور
کارما د (تاوان) په مانا دی، په دې مانا ، د یو کس د ښو او بد کړو وړو پایله د نوموړی په اوسني ژوند یا راتونکي ژوند اغیزه کولی شي،. (د غیر الهي ادیانو تعریف) کارما د هند، بوداء او سویل ختیځ آسیایي ادیانو باور دی.
د کارما قانون په اړه د بوداء او هندي دین باور: د هر ژوندي ژوي راتلونکی ژوند د کارما قانو له مخې ټاکل کیږي، او د هغه په موجب کړه وړه او خبرې او یا د هر کس پندار، د هغه پایلو له مخې او د هغه چارو سبب دی، چې د راتلونکي ژوند برخلیک ټاکي، د راتلونکي ژوند څخه یې منظر دا دی، د انسان له مړینې څخه وروسته د هغه روح د بل وجود ته دننه کیږي، او د هغه په وجود کې په نوي ژوند پيل کوي، چې کارما او د هغه انسان د عمالو عکس العمل له دغه سره مخ کیږي، او په نوی جسد کې راڅرګندیږي.
ځینې هغه کسان چې یوازې باوري دي، چې کارما زموږ په کړو وړو کې را ځرګندیږي، داسې وایي: د موږ د شاو خوا کسانو عمال، زموږ د خپلو مخکنیو کړو وړو تاثیر او اغیزې دي.
که چیرته موږ د چا حق پایمال لو، د چا زړه ماتو، که د شپې په ۱۲ بجو د خپل ساعت په بد کرغړن غږو باندې څوک آزاره و، چا پسې غیبت کوو او یا ان ښه کړو، د لویدلي کس لاس نیسو، غم جن زړه خوشماله کوو، او یا د زړې ښځې له لاس څخه د وریژو درنه کڅوړه راخلو، ورته عمل ته او یا به یې بڼه بدله وي په تمه اوسی، چې یو بل کس به یې زموږ په حق کې تر سره کوي.
لاندې انځور ته هم پام کوړئ: انځور
دغه قانون یې په سمه توګه سره بیانه وي هر نیت او فکر چې لرو او هر عمل چې تر سره کوو، د هستۍ د جهان انرژي باعث کیږي، چې وروسته له یو وخت (زر یا وروسته) موږ ته خپله بیرته راګرزي، په واقعت کې موږ د هغه فکر او عمل د جذب کولو باعث کیږو، کوم ښه او بد څه چې په موږ نن راځي، د مخکنیو ښو او بدو عمالو او نیتونو پایله مو ده، ( د جذب له قانون سره لږ ورته دی خو توپير لري.)