راټولونکی: لاهورخان منګل
د هرې کمپنۍ لپاره تر بل هرڅه وړاندې انساني منابع ډیرې اړینې دي. د غوره پایلو لاسته راوړلو لپاره رهبران باید د هڅونې لپاره د غوره لارو څخه ګټو واخلي څو په کاري چاپیریال کې هڅونه او تشویق ورګډ شي. لاندې پنځلس لارې دي چې د کمپنیو مشران تر ې ګټه اخستلای شي څو موثره پایلې لاسته راوړي.
۱: که چیرې د کمپنۍ هر غړی د کمپنی د لید لوري( ویژن) څخه په پوره توګه خبر ولري او په دې پوه وي چې د کمپنۍ د شتون لپاره همدا مقصد او ماموریت دی، نو کارمندان مو په شعوري لحاظ ستاسې مقصد ته وقف کیږي او د همدې مقصد لپاره باید د همیش لپاره کارمندانو ته یادونه وشي. د کمپنۍ مقصد په دیوالونو، د مجلس په ځایونو او همدارنګه ټول کاري توکو باندې باید لیکل شوی وي.
۲: د خپلو مامورینو سره دوام داره اړیکې ولرئ.
ددې لپاره چې د مامورینو د نوښتونو، نظریاتو او شکایاتو څخه په خپل غبرګون وښودل شي، پکار ده چې تل پاتې اړیکې وپالل شي. د هغوی له غوره نظریاتو څخه تقدیر وشي او شکایاتو ته یې په وخت لاس رسی وشي.
۳: مامورین او همکاران مو باید وستایل شي .
تربل هرڅه ډیر اړین داده چې د مامورینو د هرې کوچنۍ لاسته راوړنې څخه مو ستاینه وشي، ډیری وخت د نقدي مکافاتو څخه ستاینه ، تقدیر او تحسین ډیر اغیزمن ثابت کیدلای شي. هر یوه مامور څخه شخصا باید د لاسته راوړنو او زیار څخه مننه وشي
۴: هر مامور دنویو نظریاتو څخه ملاتړ وکړئ
په کمپنۍ کې مشر ته پکار دي چې هر یوه مامور ته لږ ترلږه څه دقېقې شخصي وخت ورکړل شي، د کمپنۍ د پرمختګ په اړه د هغوی د نویو نظریاتو څخه مننه او ارزښت ورکړل شي څو په انفرادي توګه د کمپنۍ مقصد ته وقف کیدنه یوه عنعنه وګرځول شي.
۵: ننګونکي موخې رامینځ ته کړئ.
که چیرې مامورین مو د ماشین په توګه د مهال وېش سره سم کارونه تکراروي، نوښت له مینځه ځي. ددې دپاره چې په کاري چاپیریال کې نوښت رامینځ ته شي، په سالمه توګه ننګوونکې موخې وټاکئ څو ظرفیت لوړ شي او نوې تجربې لاسته راوړي. باید موخې د اړوند ریاست او فرد په چوکاټ کې د ترسره کیدو /امکان وړ وي.
۶: نوښتونه وهڅوئ.
د یو چاپه سر مشري کول په دې مانا نه ده چې د هرې کوچنۍ ستونزې لپاره باید اوږه په اوږه ورسره لاړشئ، هغوی ته اجازه ورکړئ څو د خپلو تجربو او ځانګړو مهارتونو په اساس ستونزو ته د حل لاره پیدا کړي. هغوی ته ددې کار لپاره محدوده خپلواکي ورکړئ.
۷: هریوه مامور ته د ظرفیت او ارتقا لپاره چانس ورکړئ
که چیرې مامورین په دې باور ونه لري چې په کاري چاپیریال کې هغوی زده کړه کولای شي نو هیڅکله هم د دندې د موثره اجرا کولو لپاره وروستۍ هڅې په کار نه اچوي. هغوی ته په انفرادي او ټولیزه توګه د زده کړې اود ظرفیت دلوړیدا لپاره چانس ورکړئ-که امکان لري د لوړو زده کړو لپاره د هغوی څخه ملاتړ وشي. له یوې خوا مامور له کمپنۍ سره پاتې کیږي او له بلې خوا اغیزمنه دنده ترسره کوي.
۸: هر یوه فرد ته خپلواکي ورکړئ.
ددې دپاره چې هر مامور ته شخصي احترام شوی وي او د هغوی د ځانګړو مهارتونو څخه ملاتړ شوی وي ، په خپل کار کې هر یوه مامور ته خپلواکي ورکړئ.
۹: تر خپلې کچې پورې د هریوه څخه ملاتړ وکړئ.
که څه هم چې ځینې مامورین باتجربه وي او خپل کار ښه پرمخ بیولی شي، دوی بیا هم د رهبر ملاتړ ته اړتیا لري. ستاسې رهمنا ته اړتیا لري، هغوی باید په سخت وخت کې ستاسې د ملاتړ څخه ډاډه واوسي، کله چې دوی ته دا ډاډ ورکړل شو، په کمپنۍ کې تر وروستۍ کچې اغېز رامینځ ته کیږي.
۱۰: په هریوه باندې په فردي توګه مدیریت وکړئ .
دا چې تجربې او مهارتونه د افرادو ترمینځ توپیر کوي، ځینې مامورین ښايي په عامه محضر کې په خبرو کولو کې ځانګړتیا ولرې او ځینو نور به په لیکنو کې مهارت لري، د هریوه مهارت باید وپیژندل شي او هغوی ته وخت ورکړل شي څو مهارت وړاندې کړي.
۱۱: وخت مه ورکوئ څو مامورین مو په کاري چاپیریال کې تنګ شي.
ایا غواړئ چې مامورین مو اغېزمن/موثره او تشویق وي؟ نو مه پریږدئ چې د ماشین په څېر مهال وېش یې تکرار شي. هغوی ته اجازه ورکړئ څو نوي فکرونه رامینځ ته کړي او د هغوی د شوق اړوند مهال ویش او چاپېریال کې بدلون راوړئ. د بېلګې په توګه د ورزش او د دمې/تفریح لپاره ځایونه جوړ اود هغوی په واک کې یې ورکړئ.
۱۲: سالم رقابت رامینځ ته ګړئ.
ددې کار د ترسره کولو لپاره د مکافاتو او جایزو په ورکولو سره د نویو فکرونو او د هغوی د دندو اړوند ریاستونو کې د لاسته راوړنو په اساس رقابت له لاره واچوئ. باید ډاډه کړئ چې د جایزې او د مکافاتو د ورکړې میکانیزم مو روڼ او شفاف وي.
۱۳: د هرې لاسته راوړنې څخه تجلیل وکړئ
په کاري چاپیریال کې د تشویق او ارزښت په موخه باید د هرې کوچنۍ لاسته راوړنې څخه باید تجلیل وشي. بریا د کوچنیو لاسته راوړنو په اساس رامینځ ته کیږي. هر مامور او همکار مو باید د لاسته راوړنې په پایله کې وستایل شي.
۱۴: د ښه کاري چاپیریال په رامینځ ته کولو کې هڅه وکړئ
ددې دپاره چې هر مامور ته داحترام ډاډ ورکړل شوی وي، د هغوی دین، مذهب او کلتور ته باید خپلواکه چاپیریال رامینځ ته شي. وروستي تحقیقات ښيي چې مامورین د نقدي مکافاتو په پرتله ازاد او خوښ چاپیریال ته ترجیح ورکوي. د کمپنۍ د مقصد په عملي کولو کې ازاد چاپیریال اړین رول لري.
۱۵: کاري روحیت رامینځ ته کړئ.
ددې دپاره چې موثر کاري ګروپ ولرئ، د مامورینو د ټولنیزه ارزښتونو څخه ملاتړ وکړئ. دهغوی په خوشالۍ خوشال او په خپګان یې غم شریکي وکړئ څو هغوی تاسې د خپلې کورنۍ په څير وپیژني. که دا ډول چاپیریال رامینځ ته شي، تاسې خپلې موخې ته رسیدلای شئ.