ليکنه: محب الله آرمل
يوه ورځ مو له ملګرو سره په دې بحث شو چې شعر ګټه لري که تاوان؟ دا ټولو ته معلومه ده چې هنر د علاقې او ذوق په غوښتنه رامنځ ته کيږي، که څوک د شعر، موسيقي، انځور ګري … يا نورو هنرونو مينه ونلري هنرمند کېدای نه شي،خو شعر څنګه هنر دی؟ هغوی چې شعر لولي او ليکي يې خامخا وايي چې شعر ګټه لري او د ټولنې په سمون کې رول لوبوي، مګر يو شمېر نور کسان چې له شعر سره مينه نلري يا يې نه خوښيږي له ګټې او حقيقت يې هم منکر دي، دغه ډله کسان تل هغه نظرونه لولي چې شعر يې بې ګټې هنر بللی وي. مثلا د اپلاتون کيسه يې خوښه ده چې ده به ويل شاعرانو ته ګلونه په غاړه کې ور واچوئ او له آتن يې وباسئ.
خو حقيقت دا دی چې ټولنيز علوم، لکه ادبيات، فلسفه او نور… د ساينس لپاره خام مواد برابروي. د موټر د جوړېدو تصور وشو، يا خيال او تخيل موټر جوړ کړ او بيا د خيال په مرسته جوړ شوی موټر د ساينس پوهانو او انجينرانو تر لابراتوارونو ورسېد او بلا خره حقيقي موټر منځ ته راغی. دې ته ورته چې تاسې څه وينې چې هغه انسان جوړ کړي وي اصل يې خيال دی، يانې دا هر څه لومړی په خيال کې جوړ شوي او بيا وروسته يې ظاهري بڼه خپله کړې ده.
شعر چې د پوهې په معنا دی او تر ګردو رغنده برخه يې خيال يا تخيل دی هېڅ کله تاوان نلري، ګټه يې که ډېره محسوسه نده او په خيال ولاړ دی خو هغوی چې د شعر مخالف دي دا د ووايي چې تاوان يې کوم دی. شاعر چې شعر ليکي اړ دی داسې شعر وليکي چې لوستونکی ولري، لوستونکي معمولا نوې خبره په خوند لوي او خوښوي، نوې خبره کول آسان کار ندی بلکې زيات غور غواړي. شاعر چې تل د ټولنې درد تصوير کوي، مينه او سوله يې خوښه ده، دی اړ دی چې له خپلو شعرونو سره خپل شخصيت هم بدل کړي او د نړۍ هر بدي له ذهن وباسي. يانې يوه ګټه يې همدا شوه چې شاعر يې سمې لارې ته راوست…
پير محمد کاروان د پښتو شعر نوميالی شاعر دی، سړی چې د ښاغلي کاروان شعر لولي ځان آرام احساسوي، جذبې او عواطف يې را پاريږي او د مينې هوس ور پيدا کيږي، شايد د ده د شعر د لوستو پر مهال مو هېڅ بدي ذهن ته لار ونکړي، د کاروان شعرونه د کاروان د فکر محصولات دي او دې ده په شخصيت دلالت کوي، کاروان همدومره ميناک او خوږ انسان دی لکه د ده شعر او شاعري چې ده.
دلته به د کاروان صاحب په هغه شعرونو، او بيتونو خبرې وکړو چې دی پکې خپل ځان ته مخاطب دی، د خپل شعر ستاينه يې کړې او پدې توګه يې خپل احساس لوستونکو ته رسولی. دې خبرې ته مې له پخوا فکر وو چې ولې کاروان په خپلو شعرونو کې د خپلو بيتونو صفت کوي؟ دا سوال مې لاهم سوال پاتې او که کله له کاروان صېب سرهدمخ شم نو دا پوښتنه به خامخا ترې وکړم.
اوس راځئ چې د ښاغلي کاروان هغه بيتونو ولولو چې دی پکې خپل ځان ته خبرې کوي او په خپله د خپل غزل ښه وايي.
زما په نظر يو ځواب دا کېدای شي چې کاروان خپل هر شعر د يوه خاص عاطفي حالت پر مهال ليکلی او هلته چې د ده احساسات له مينې مالامال دي نو خپل شعر د مينې او اخلاقو تابلو ورښکاره شوې او ادعا يې کړې چې د کاروان هم په غزل کې قيامت کړی دی.
په زړه ورځي خو په خوله دا اعتراف کله کوي
چې د کاروان هم په غزل کې قيامت کړی دی
او دا کار يې د مينې له جوش او شيدته کړی په لاندې بيت کې له مينې سره خبرې کوي او هغه ورته وايي :
مينې ګيله په غرېو نيولي انداز داسې وکړه
خلک په خپلو کارو بوخت دي په ما کار نلري
افغانستان څلوېښت کلنې جګړې له سولې لرې او بې خې کړی، زموږ يو نسل په جګړه کې را لوی او دا دي زړښت ته نږدې دی، د څېړندوی عبدالغفور لېوال وايي: هسې نه چې زموږ وطن وال سول يوه افسانه وبولي يا کوم خيال ورښکاره شي چې نوم يې شته او وجود يې نشته. کاروان له سولې منکر سړي ته وايي .
د واسکټ جېب کې دېوان د کاروان کېږده
ځانمرګيه واخــــــــــــله لاس له انتحاره
خو چې هغه يې نه مني او دې ده لار هم سمه نه بولي کاروان صاحب بيا غږ پرې کوي:
ته مې ګمراه بوله خو زه ستا په لاره نه ورځم
ما ډېر ليدلې د جانان کلـــــي ته لارې دي
کله نا کله بيا خپل شعرونه بې اغېزې هم بولي او وايي چې د خوار ملا آزانونونه دي چې نه څوک پرې روژه ماتوي او نه هم لمانځه ته پرې پاڅيږي.
بېنمازان ورباندې نه پاڅي لمانځه ته
بس د خوار ملا آزان زما غزلې
ښاغلي کاروان ته خپله شاعرانه اروا معلومه ده او دی يقيني دی چې شعر يې د خلکو خوښ دی،که ښاغلی کاروان ډاډه نه وای نو داسې بيتونه خدايزده چې ده جوړ کړي وای، په هر صورت ښه ده چې دا پوښتنه مخامخ له کاروان صاحب وشي، خو تاسې راشئ هماغه بيتونه يې ولولو چې ده پکې د خپل غزل ستاينه کړې ده او يا ادعا کوي چې :
په زړه مې چک لګوې لکه غزل د کاروان
اخ د لونګو غوټې په شنه دسمال کې راځې
+
د کاروان د غزل توري به ګل ګل شي
لمبولي يې د اوښکو په باران دي
+
چې ملايان يې په ممبر په مينه مينه وايي
کاروان د دغسې شعرونو لوی کتاب لري
+
اوس خو دی کاروانه د لمدو زلفو د وار موسم
نه منم غزل دې چې څوک بيا په دورې ووهي
+
په ځولۍ کې يې ګلونه د نارنجو
د کاروان غزل سپرلی د ننګرهار شي
+
ستا کاروان شاعر ندی خو ته چې ورته موسکه شې
بيا نو دا ساده سړی په شعر کې هم بلا کوي
نو کاروان خو د شعر باچا دی، دی که په خپل شعر کې د ځان ستاينه کوي بده نه وروسره ښکاري او زه ډاډه يم چې دغه کار هم د شعر په غوښتنه کوي نه د غرور، د کاروان شاعري د اوبو غوندې روانه شاعري ده چې شاړې ځمګې اوبوي، د ښايست زړي پکې شندي او د مينې د فصلونو نندارې د ور بولي. زه خپلې خبرې د ښاغلي کاروان په يوه بيت پای ته روسوم .
د کاروان په غزل تنده ما تېدای شي
لمبولي يې لفظــــــــونه په زم زم دي
+++
۱۳۹۵/۷/۱۰ د پکتيکا ملي راډيو