ژباړه: ګلاب بهار
مختلف افکار او ذهنیتونه دي، چې یو څوک يې د کاروبار د پیل په مورد له ځانه سره لري، ځينې کسان داسې فکر کوي چې که چېرې زه فلانی کاروبار پيل کړم، دا به زما لپاره د ګټې پر ځای د زیان باعث وګرځي او ټوله شتمني به مې له خاورو سره خاورې شي. زړه نا زړه وي او پر ځان يې د باور هنر نه وي زده. سره له دې چې انسان دومره ځواک او وړتيا لري چې که استفاده ترې وکړي نو له ماتې سره نه مخ کېږي.
د دې لپاره چې له یوه کاروباره غوره پایلې تر لاسه کړو، باید هڅه وکړو چې لومړی د کاروبار اړین مهارتونه زده کړو او وروسته له هغې له مخکښو او بریالیو متشبثینو سره ناسته ولاړه وکړو، د هغوی سلا او مشورې واخلو چې کاروبار يې څنګه او له کومه وخته پيل کړی؟ د کاروبار په لومړیو کې يې سرمایه څومره وه؟ او اوس يې کاروبار په کومه کچه کې دی؟
پر دې سربېره بايد ترې وپوښتو چې په راتلونکې کې کوم پلانونه لري، څو خپل کاروبار نور هم د بریا لور ته سوق کوي او وروسته له هغې موږ هم د نوموړو کړنې او فعالیتونه تعقیب کړو، د خپل باور او اعتماد انګېزه قوي کړو او له خپل شته ځواک څخه سالمه ګټه واخلو.