ليکنه: ګلاب بهار
د کاروبار ډولونه Components of Business
د کاروبار لمن ډيره پراخه او وسيعه ده،او ټول هغه فعاليتونه او کړنې په خپل ځان کې رانغاړي کوم چې د توليد، د شيانو او خداماتو توزيع سره اړيکه لري، او هدف يې په دغه فعاليتونو کې د مفادو لاسته روړل وي،په نړۍ کې عموماً دوه ډوله کاروبار شتون لري چې هر يو په لاندې ډول تر څيړنې لاندې نيسو:
الف: صنعت Industry
په صنعت کې ټول هغه فعاليتونه شامل دي کوم چې د توکو او خداماتو په توليد، معدن او را ايستنه کې ترسره کيږي،يعنې د خامو موادو د بڼې بدلون ته صنعت ويل کيږي.
د بيلګې په توګه: که چيرې لرګی د خامو موادو په توګه فرض کړو؛ خو کله چې ترکاڼ له هغې څخه مېز يا چوکي جوړه کړي؛ نو دغې پروسې ته صنعت ويل کيږي،کيدای شي خام مواد بشپړ توکي وي او وروسته تر يوه پړاو په نيم کاره او کارتمامه توکو بدل شي. د بيلګې په توګه د پسه څرمن په لومړی پړاو کې په بشپړ ډول خام توکی دی چې وروسته بيا څرمن په نيم کاره او په پای کې څپلی او بوټ کارتمامه يا صنعتي توکي شول. صنعت په لاندې درېیو ډولونو ويشل شوی:
1. لومړنی صنعت Primary Industry: په لومړني صنعت کې ټول هغه فعاليتونه شامل دي چې د خامو موادو په پيداکيدو پورې اړه ولري.لکه د معدنونو استخراج،کرنه او مالدارې،کب نيونه او داسې نور.
يعنې په دغه صنعت کې انسان د طبيعت څخه يوه اندازه وسايل منځته راوړي،په عمومي توګه ويلی شو چې لومړنی صنعت هغه کړنو او فعاليتونو ته شامل دی چې د طبيعت څخه خام مواد ترلاسه کوي.
چې دغه صنعت لاندې برخو ته شامل دی:
a. ارثي صنعت Genetic Industry: ارثي صنعت لکه چې د نامې څخه يې معلوميږي هغو کړنو او فعاليتونو ته شامليږي کوم چې بيا توليدونکي او زياتيدونکي حيوانات او نباتات مارکېټ ته د مفادو د ترلاسه کولو په موخه وړاندې کوي. لکه د چرګانو ساتنه،د غواګانو ساتنه او داسې نورو اهلي حيواناتو ساتنه.
b. استخراجي صنعت Extractive Industry: استخراجي صنعت هم لکه چې له نوم څخه يې څرګنديږي هغه کړنو او فعاليتونو ته شامليږي کوم چې د طبيعت څخه خام او نيم کاره مواد او محصولات استخراجوي.لکه د ډبرو سکاره، طلا، ګاز، د هوا او سيندونو څخه بريښنا د استخراجي صنعت مثالونه دي.
2. منځنی صنعت Secondary Industry: په منځنی صنعت کې ټول هغه فعاليتونه شامل دي چې خام مواد په نيم کاره محصول يا په کارتمامه محصول بدلوي. لکه د پلاستيک جوړولو صنعت، د موټر جوړولو صنعت، درمل جوړولو صنعت او داسې نور.
چې دغه صنعت لاندې برخو ته شامل دی:
a. ساختماني صنعت Contractive Industry: ساختماني صنعتونه هغه ټولو کړنو او فعاليتونو ته شامليږي چې په ساختماني پرمختيايي کارونو کې ښکيل وي. لکه سړکونه، پلونه، ودانۍ، بندونه او کانالونه کوم چې د خامو موادو په توګه سيمنټ، اوسپنه، خښتې او نور وسايل د خپلو ساختماني کارونو د پرمخ بيولو لپاره استعمالوي.
b. توليدي صنعت Manufacturing Industry: توليداتي صنعتونه هغه کړنو او فعاليتونو ته شامليږي چې د خامو يا نيم کاره موادو بدلول په بشپړ يا کارتمامه موادو کې ښکيل دي. لکه له غنمو څخه ډوډۍ، کيک، له لرګيو، څخه فرنيچر او داسې نور…
3. درېيمې صنعت يا د خدماتو سکتور Tertiary Industry: د يو هېواد د خدماتو سکتور ته درېيمې صنعت وايي،په دې صنعت کې هغه تصدی ګانې ګډون لری،چې پورته دوو نورو صنايعو وته خدمات ورکوي. لکه بانکداري، مخابرات، تعليم او تربيه، روغتيا او داسې نورې تصدی ګانې.
ب: کامرس Commerce
کامرس ټولې هغه اقتصادي کړنې چې توکي د توليد د ځای څخه تر مستهلک پورې رسوي د کامرس په نامه ياديږي،يا کامرس د خرڅولو او پيرودلو يوه پروسه ده چې د ذخيره کولو، بسته بندی کولو، ترانسپورت، بانکدارۍ، بيمې، پيکينګ او مالي چارو ټول فعاليتونه پکې شامل دي،چې عمده دنده يې د توکو ويشلو په اړه ورستيو پيردونکو ته د رسيدلو تر وخت پورې د شخص، ځای، وخت، تبادلې او پوهې خنډونه لرې کوي.
ادامه لري….