لیکنه: پوهنمل خوشدل معروف
د سيندونو په ګرمواوبوکې د کارپ پروژي اودماهيانو روزنې حوضونه :
څرنګه چې کارپ کبان ګرمې اوبه خوښوي نوځکه هغه په لږو ژورو حوضونو کې چې ښه ګرم وي او زيات غذايي مواد ولري ساتي په هغه حوضونوکې چې کارپ ماهيان روزل کېږي، بايد سخت سطحې نباتات ونلري، نی زار نه وي، مګر نرم آبي نباتات چې له يوې خوا په اوبو کې اکسيجن زياتوي او د بلې خوا نسبتاّ تياره ځايونه چې سيوري لري چې کارپ کبان له ښکاري ماهيانو څخه ځان پکې پټوي او د شديدې ګرمۍ په وخت کې ځان پکې ساتي، ضروري ګڼل کېږي هغه حوضونه چې هګۍ پکې ايښودل کېږي او بچېان پکې روزل کېږي، دغه راز هغه حوضونه چې د ماهيانو د چاغوالي لپاره اختصاص شوي وي او اوړېنو حوضونو پورې اړه لري دا حوضونه د کارپ ماهيانو د ژوندانه په مختلفو دوروکې جوړېږي.
ژمني حوضونه د کارپ کبانو لپاره د ژمې د موسم لپاره مختص شوي وي، د قرنطين حوضونه او هغه حوضونه چې په هغه کې ښځينه ماهيان ساتل کېږي له مخصوصو حوضونو څخه عبارت دي، د ثابتو جاري اوبو او منابعو لرونکو اوبو حوضونه خاص اهمېت لري.
د هګۍ ايښودلوحوضونه :
له دغو حوضون څخه د ماهيانو د تکثر په منظور ګټه اخستل کېږي او په منځنۍ ډول د 0.6m_0.8m پورې ژوروالی لري او ډيره ژوره برخه يې تريونيم متر 1.5m او کمه ژوره برخه يې تر 15cm پورې رسيږي، دا حوضونه په لمريزو او ګرمو منطقو کې زيات رفت و آمد لرونکو سرکونو څخه لرې په 0.2 هکتاره مساحت سره جوړېږي.
د بچي روزنې حوضونه :ـ
دا حوضونه د 0.25_1.5 هکتاره مساحت لري او په منځنۍ ډول 0.5m ژوروالی لري، هغه بچې چې د هګۍ ايښودلو له حوضونو څخه ترلاسه کېږي، د 3_5 ورځې عمر ولري، پدې حوضونو کې خوشي کېږي او د 40 ورځو لپاره پدې حوضونو کې روزل کېږي، دا حوضونه په حاصلخيزو لمريزو برخو کې چې د پرمختللو غذايي موادو لرونکې وي جوړېږي .
د ماهيانو د غټوالي حوضونه :ـ
له دي حوضونو څخه د څومېاشتو ماهيانو د روزنې لپاره ترمعياري چاغوالي او وزن اخيستلو پورې استفاده کېږي، هغه ماهيان چې د هګۍ ايښودلو او بچې روزنې له حوضونو څخه ايستل شوې وي، پدې حوضونو کې اچول کېږي، د دغو ډول حوضونو مساحت له 10_15 هکتاره اوژوروالی یې له 0.5m_0.8m پورې وي .
د ماهيانو دچاغوالي حوضونه :ـ
ډير پراخه (له 25 څخه ترڅوسوه هکتاره ) حوضونه وي، له دغو حوضونو څخه د ماهيانو د چاغوالي لپاره ګټه اخستل کېږي او په منځنۍ ډول يومترژوروالي لري.
ژمني حوضونه :ـ
پدې حوضونوکې څومېاشتني او زاړه ماهيان په ژمې کې ساتل کېږي، د دا ډول حوضونو مساحت له 0.5_1 هکتاره پورې وي، ژوروالی يې د اوبو د سطحې په مخ د يخ د طبقي ضخامت او اقليمې شرايطو په ارتباط 1.8m_2m پورې وي، د دغو حوضونو لاندنۍ برخه بايد همواره او کلکه وي، خټې او چکړي ونلري .
د ښځينه ماهيانو د ساتني حوضونه :ـ
له دغه ډول حوضونو څخه د توليدي او ځوانو ماهيانو د روزنې لپاره په اوړي او ژمي کې ګټه اخستل کېږي، هغه حوضونه چې په اوړي کې پکې ښځينه ماهيان ساتل کېږي، د ماهيانو د چاغوالي د حوضونو پشان شرايط لري، دغه راز هغه حوضونه چې په ژمې کې پکې ماهيان ساتل کېږي، د ژمني حوضونو پشان شرايط لري.
د قرنطين حوضونه :ـ
له دي ډول حوضونو څخه د هغه ماهيانو د روغتيا د ارزښت په منظور چې له نورو حوضونو څخه راوړل شوي وي، استفاده کېږي. د دغه حوضونو مساحت 0.1_0.25 هکتاره او ژوروالی يې 0.8m_1.5m پورې وي دې لپاره چې ددې حوضونو اوبه د ماهي روزنې نورو اوبو ته لاړنشي بايد چې د اوبو رسولو منابع او ابرو جلا او مستقل وي، دا ډول حوضونه د پروژې په وروستنۍ برخه کې له توليدي حوضونو څخه 20m ښکته خوا ته جوړېږي، که چېرې ثابت شي چې د قرنطين او مراقبت لاندې ماهيان سالم دي نو پدې صورت کې د قرنطين د حوضونو اوبه د ضد عفوني کولو څخه پرته د اوبو عمومي مجرا ته جاري کېږي او بيا د اوبو عمومي مجرا ته جريان ورکول کېږي .
عايق شوي حوضونه :ـ
له دغه ډول حوضونو څخه ناروغه ماهيانو د ساتنې لپاره استفاده کېږي او د قرنطين د حوضونو د شرايطو لرونکي وي، د دغه ډول حوضونو اوبه حتماّ بايد ضد عفوني شي .
د مختلفو حوضونو مساحت بايد په لاندې ډول وي :
شماره د حوض نوم دعمومي حوض برخه
۱ـ د هګۍ ايښودلو حوضونه ………………….. 0.1%
۲ـــ د ماهيانو د غټېدو حوضونه ………………… 5.9%
۳ــ د چاغوالي حوضونه ………………………. 93.8%
۴ــژمني حوضونه ……………………………. 0.2%
د ماهيانو د روزنې د حوضونو جوړول :
د ماهيانو د روزنې د حوضونو د جوړولو په وخت کې يو شمېر مصنوعي هايدور تخنيکې بندونه،کانالزيشن ،د اوبو مجرا،دروازې، د ماهيانو جرونه او نور هم جوړېږي چې د دغو مصنوعي ساختمانونو لپاره بايد لاندې مواد برابر شي:
۱ـ ښې او په کافي اندازه اوبه بايد اکمال شي
۲ـ حوضونه د کانالزيشن د سيستم په کومک ډک شي
۳ـ د حوضونو د خالي کولو سيستم بايد موجود وي
۴ـ د پروژې په داخل کې د حوضونو تر منځ بايد ترانسپورتي ارتباطات موجود وي
۵ـ د ټولو ماهيانو د ښکار امکان موجود وي
۶ـ د حفظ الصحي له نظره اوبه بايد بې خطره وي، د نفوسو ډکو سيمونه پورته بايد حوضونه جوړ شي او د هغوې د شاوخوا زون حفظ الصحوي شرايط بايد تامېن شي.
په اوړې کې دکارپ ماهيانو د حوضونو منځنۍ مصرف د هرهکتار مساحت لپاره په يوه ثانيه کې يو ليتر اوبه وي، د ماهيانو د چاغيدلو او د حوضونو د اوبو د نوي کولو او بدلولو موده د 25_40 شپې او ورځې دي، د کارپ ماهيانو د روزنې لپاره د استفادې د وړتيا پورې (د يوکېلوګرام وزن) ماهيانو د چاغيدلو په حوضونو کې د 10m3_15m3اوبه مصرفوي او د څو مېاشتني کارپ د روزنې لپاره تر يو کېلوګرام وزن پورې په پورتنيو عين شرايطو کې تر 25m3 اوبو پورې او په ژمنيو حوضونو کې تر 6m3 اوبو پورې په مصرف رسيږي.
د کارپ ماهيانو د روزنې پروژه معمولاّّّّّ د سيندونو په کم نشيبه برخو او په نسبتاّّ ژورو برخو کې چې د اوبو رسولو او اوبو ايستلو امکانات يې موجود وي جوړېږي، د شګوا و کوچنيو تيګو موجوديت چې اوبه جذبوي ضروري ګڼل کېږي، د حوضونو د لاندنۍ برخې لپاره ډيره ښه ځمکه د خټېنې ځمکې او سرېښ لرونکې خټې څخه عبارت دي، د اوبو ژوروالي بايد 0.5m_1m نه کم نه وي د حوضونو لاندنی فرش بايد هموار وي ترڅو ماهيان پکې په اسانۍ سره وشمېرل شي، د اوبو مرکزي کانال نسبت اړخيز کانال ته ژور جوړېږي .
دا مرکزي کانال د اوبو خروجي مجرا خوا ته مېلان ولري، مګر له اړخيزو کانالونو نه بايد مرکزي کانال ته مېلان ولري، د کانالونو عرض بايد له ېو مترڅخه زيات نه وي او ژور والی يې 40cm_50cm پورې وي، مرکزي کانال د اوبو خروجي مجرا ته نژدې پراخيږي او د ماهي ګيرۍ ژوروالی چې په هغې کې غير ښکار شوي ماهيان راټولېږي، د 15m2_25m2 ساحې پورې جوړېږي.
د اوبو د وتلو ټولې شبکې د حوضونو د اراضۍ د موقعت په نظرکې نيولو سره د فشرده شوو شعاعګانو له شکل لرونکو کانالو څخه جوړې وي.
د حوضونو په منځ کې ډيرغټ او قيمتي ساختمان له لومړني بند څخه عبارت وي، د لومړني بند د جوړولو په کومک کولای شو د اوبو ذخيره او د اوبو ثابت جريان منځته راوړو، د بند دروازې خروجي مجراوې هم مهم ساختمانونه دي او د هغې په کومک کولای شو چې د اوبو د اندازې سطحه ثابته وساتو او يا د بند اوبه په کلي توګه وچې کړو. د ماهيانو د چاغوالي په بندونو او حوضونو کې د اوبو وتلو مجرا او تونل يا دروازې چې د اوبو د جريان امکانات ډيروي، جوړېږي ، د دې لپاره چې د وبو د طغيان او يا د باران په وخت کې د بندونو له ورانۍ څخه مخنيوی شوی وي، د بندونو خوا کې اضافي ابروونه جوړېږي او د دې لپاره چې د بندونو څخه ماهيان خارج نشي د ابروونو په لومړنۍ برخه کې جالي ترتيبيږي، د اوبو رسولو د منابعو او مرکزونو څخه اوبه د اوبو رسولو د مخصوصو شبکو په کومک د ځمکې د مخ نهرونو يا لرګينه ناوو څخه دروازه يې سيستم اوساختمان ولري، د ماهي داري پروژو ته رسول کېږي.
د اوبوايستلو کانالونه د آبرسانۍ د کانالونو پشان وي چې نه يوازې د معمولې اوبو د خارجولو لپاره محاسبه کېږي بلکه د باران او نورو اوبو ګنجايش په نظرکې ونيول شي، د درستې او ستيماتيکې ساتنې اوڅارنې په صورت کې د هايدروتخنيکې ساختمانونو د بهره دارۍ په وخت ډير اوږديږي، يعنې د زيات وخت لپاره استفاده ترې کېدای شي.
You also might be interested in
لیکنه: پوهنمل خوشدل معروف په نړۍ کې د ماهيانو مختلف[...]
لیکنه: خوشدل معروف دمچۍ موم ځه شى دى: دمچۍ موم[...]
لیکنه: پوهنمل خوشدل معروف د ناروغ حيوان معاينه د کلينکې معاينې[...]
اړيکه
پته
Burggravenlaan 00
Ghent Belgium
اړيکې شمېره
0032466076718 وټس اپ
facebook.com/afghan.Tips
پلټنه
د ویب سایټ په اړه
زموږ ویب سایټ د جوړېدو په حال کې دی