نن په بلجيم کې د کارویګرو لپاره د سهولتونو د برابرولو پر دوسیه سلا وشوه او منظور شوه. د بلجيم لومړي وزیر الکساندر دی کرو نن دا دوسیه د یوه خبري کانفراس پر وړاندې لاسلیک کړه.
دا هوکړه د حکومت لخوا تر 2030 کال پورې په بلجيم کې د کار د مارکېټ د پراختیا او په دې مارکېټ کې د ښو امکاناتو برابرولو او کاریګر ته د خپلواکۍ د ورکولو په خاطر لاسلیک شوه.
دا هوکړه ډېر جزیات او برخې لري چې مهم او اړين ټکي یې په لاندې ډول افغان ټپس را بېل کړي.
- له دې وروسته یو کارګر کولای شي چې خپل کاري ساعتونه خپل خوښې کړي. دا هوکړه کارګر ته امکان ورکوي چې یوه ورځ ډېر کار وکړي تر څو خپل د اونۍ کاري ساعتونه پوره کړي او په اونۍ کې د پنځو ورځو پر ځای څلور ورځې کار وکړي. همدا شان کولای شي چې یوه اونۍ ډېر کار وکړي او بله اونۍ ډېره رخصتي وکړي. دا سهولت هغه والدینو ته چې غواړي ډېر وخت له خپلو ماشومانو سره تېر کړي ډېر ښه امکانات په لاس ورکوي.
- له دې هوکړې سره یو کارګر کولای شي چې د قرارداد د لغوې په موده یا په هالنډي کې opzegperiod ورته ویل کېږي له بلې کمپنۍ یا شرکت سره کار پیل کړي. دا کارګر ته دا سهولت برابروي چې وړاندې له دې چې بې دندې شي، خپله دنده بل شرکت کې پیدا کړي.
- له دې هوکړې سره کارګر ته په خپله شرکت کې او هم له شرکت څخه بهر د حکومت لخوا د زدکړو او مهارتونو د لوړولو امکانات برابریږي. په دې ډول به یو کاریګر په خپله کمپنۍ کې ژر خپله دنده له لاسه نه ورکوي او له بلې خوا که چېرې چا دنده له لاسه ورکړي وي هغه موسسات چې کاریګرو ته زدکړې ورکوي خپل فعالیتونه پراخ او د زدکړو ډېر امکانات به برابر کړي، تر څو یو کاریګر وکولای ژر د خپلې خوښې کار او دنده پیدا کړي.
- انټرنيټي کار او بار: هغه کسانو ته چې انټرنيټي کار او بار کوي او یا د شپې لخوا انټرنېټي کار او بار کوي، ډېر سهولتونه برابر شي او ډېر محدودیتونه چې د دوی پر وړاندې وو لېرې کړي. له e-commerce څخه د حکومت ملاتړ ډېرو خلکو ته په نوې نړۍ کې د استعدادونو د غوړېدا زمینه برابروي او دوی تشویقوي چې ډېرې پیسې وګټي او ډېر خدمات وړاندې کړي.
دا برخه e-commerce له معمولي کار او بار سره د ټکر په خاطر له ستونزو او محدودیتونو سره مخ وه، حکومت په دې خاطر چې د معمولي کار او بار خاوندان متضرره نشي د انټرنېټي کار او بار لپاره یو څه محدودیتونه موجود وه. له دې وروسته د دوی تر منځ د ضرر کچه را کمه او حکومت به د داړو تجارتونو تر منځ ښه شرایط او سهولتونه برابر کړي.