لیکنه: ډاکټر محمد ابراهیم شینواری
موږ د ژوند د چلولو لپاره کار کوو او باید کار وکړو. فزیکي کار، دفتري کار، مطالعه او تفکر ټول په کار کې حسابېږي. که هر ډول کار کوو، استراحت او تفریح ته پکې ضرورت لرو، مسلسل او ډېر ستړی کار زموږ ژوند او روغتیا ته ضرر رسوي.
زموږ خالق زموږ بدن او روح دواړه داسې جوړ کړي دي چې د ډېر فوق العاده قوت لرونکي دي، خو د استراحت لارې یې هم ورته جوړې کړې او راښودلې دي. د خوب لپاره شپه بهترین فرصت دی چې د ورځې په جریان کې بایللې انرژي معاوضه او ستړیا مو جبران کړو. سهار وختي پاڅېدل او ښه پلانګذاري مو د ټولې ورځې کار اسانوي، تر غرمې لږ مخکې نیم ساعت خوب مو انرژی له سره نوې کوي. د کار په منځ کې موقوت عبادتونه (مثلا د ماسپښين او مازیګر لمونځونه) راته د ذکر او ارام نور فرصتونه دي. تر هرو ۵۰ دقیقو کار وروسته لس دقیقې استراحت زموږ د کار حاصل زیاتوي.
البته دولتونو او موسسو د استراحت لپاره قوانین جوړ کړي او کارکوونکو ته یې د ورځې په منځ کې د کاري وقفې، د رخصتۍ ساعتونه، د اونۍ رخصتۍ، کلنۍ تفریحي، جبراني رخصتۍ او نور حقوق ورکړي دي.
د غرمې تر غذا لږ مخکې نیم ساعت خوب سنت دی چې قیلوله ورته وایي. دا خوب انرژي نوې کوي او بدن تازه کوي. اوس ځینې هیوادونه (لکه کاناډا) پدې غور کوي چې څنګه کارکوونکو ته د کار په منځ کې د نیم ساعت خوب زمینه برابره کړي، دوی تر څېړنو وروسته دې نتیجې ته رسېدلي دي چې دغه نیم ساعت خوب او ارام د کارکوونکو د کار حاصل او اغېزناکتوب زیاتوي.
شدید فزیکي کار زموږ د بدن اکسیجن په زیاته اندازه مصرفوي، له مصرف شوي اکسیجن څخه ځینې مالیکولونه د ازادو راډیکالونو په شکل اوړي چې د بدن د حجرو جدار تخریبوي. د دغو ازادو رادیکالونو د مخنیوي لپاره د هغو خوراکونو خوړل پکار دی چې انټي اکسیډانټ مواد لکه ویټامین ای، اي، سي او کروټين لري. د استراحت او کار تر منځ یو مناسب تناوب هم د دغه خطر د مخنیوي لپاره ضرور دی. فزیکي کار د انسان بدن مقاوم کوي، خو دومره شدید باید نه وي، چې بدن له کاره وغورځوي. که تر یو ساعت وروسته لس دقیقې استراحت وکړای شي، تر هغه ډېر کار کولی شو، چې مسلسل څو ساعته کار وکړو. بله موضوع داده چې د فزیکي کار شدت او دوام باید په تدریجي ډول زیات کړو.
دفتري کارونه چې اوس زیاتره له کمپیوټر سره ملګري دي، هم په ترتیب سره سر ته رسول پکار دي، که ټوله ورځ د کمپیوټر سکرین ته کېنو، مغز او ذهن مو تر سخت فشار لاندې راځي او د تشویش او سودا سره مخ کېږو. په دفتري کار کې هم باید ۵۰ دقیقې کار او ۱۰ دقیقې استراحت وکړو، یعنې له مېزه پاڅېږو، په دفتر کې ورو ورو وګرځو، فکر مو د ورو خو ژور تنفس له لارې ارام کړو. تر وسه وسه باید کوښښ وکړو چې د غرمې ډوډۍ له ملګرو سره په ګډه وخورو او پکې خوش طبعه اوسو.
اودس مو بدن او ذهن تازه کوي او دعا او لمونځ مو ذهن او روح. باید د کار په منځ کې د خپل وخت عبادت قضا نکړو، په ارام او دقت سره خپل عبادت وکړو.
د کار نظم او ترتیب هم باید هېر نکړو، په مهمو موضوعاتو د تمرکز له لارې باید تشویش ته لار ور نکړو. کوم کارونه چې مهم ندي د لږ وخت لپاره یې له فکره وباسو او چې کله مهم کارونه خلاص شول، بیا یې تر سره کړو. بله مهمه خبره داده چې د کار په اصلي ساعتونو کې پخپل رسمي کار تمرکز وکړو، فیسبوک، شخصي ایمیل، ملګرو ته تلیفون او نور کارونه په وزګارو ساعتونو کې وکړو.
څومره چې کولی شو له سکرین سره خپل تماس کم کړو. که چاره ترې نلرو، په روغو او صحي طریقو سره یې استعمال کړو، چې د سترګو او اسکلیت له ناروغیو مو وساتي او تشویشونو سبب مو نه شي.
نظامي دندې زیاتره تر ملکي هغو سختې دي، خو داسې نظامي جنرالان لیدل شوي دي چې تر ۶۵ کلونو زیات و، خو هر ورځ یې ۱۵ ساعته کار کاوه. سبب یې همدا د کار او استراحت تر منځ تناسب و.
لوی ساینسپوه او کاشف اډیسون به تر معمولو انسانانو ډېر زیات کار کاوه، خو ویل یې چې تر هر چا ډېر استراحت کوي. مخکې تر دې چې به سخت ستړی شو، استراحت به یې کاوه. موږ هم باید همدغسې وکړو.
زما د لامبو تجربې هم دا را زده کړې ده چې که مسلسله او تېزه لامبو به مو ووهله، ډېر ژر به ستړي کېدو، خو که به مو په داسې تکتیک لامبو ووهله چې د اوبو په منځ کې د لږې شیبې لپاره خپل بدن نرم او ارام پرېږدو، د اوږده وخت لپاره مو لامبو وهلی شوه. یو وخت داسې راغی چې په ستړیا به هیڅ نه پوهېدو.
د بدن د ارامولو او سستولو تکتیکونه باید زده کړو، چې څنګه له شخوالي او عضلي تشنج څخه بدن ازاد او ارام او استراحت مو ګټور کړو.
له دوستانو سره یو ځای ل د باندې تفریح ته وخت ورکول هم ګټور دي. له دوستانو سره مو اړیکي پیاوړې کېږي، مینه او باور مو تر منځونو زیاتېږي او د رسمي کارونو ستړیا مو له منځه ځي.
له کورنۍ سره تفریح ته تلل موږ او زموږ ماشومانو ته د خوښۍ او ارام فرصت برابروي او په ماشومانو کې جرئت او تحرکیت پیدا کوي. د کار او کور توازن ته لار اواروي. بدن او فکر مو رغوي.
کار که هر څومره ډېر وکړو، ښه دی، خو د کار او استراحت تناسب او تناوب باید زده کړو چې هم مو بدن روغ، فعال او ځوان پاتې شي، هم مو فکر او ذهن ارام او خوشاله وي او هم مو کار اغېزناک او ګټور وي.