لیکنه: ډاکټر محمد ابراهیم شینواری
افغانان پدې کې نېکمرغه دي چې لويې او له مینې ډکې کورنۍ لري. غربیان چې په مادي او ټکنالوژیکي برخه کې ډېر پر مخ تللي دي، د ژوند ټولنیز او اقتصادي نظام یې داسې جوړ شوی دی، چې د کورنۍ د تودې غېږې له نعمت څخه تر ډېره حده محروم شوي دي.
لکه چې وویل شول، اوسنۍ زمانه په بیسارې ډول مصروفه او مغلقه ده. خلک په کار پسې ډېر سرګردانه دي. په کار کې هم ډېر بوخت دي. ټکنالوژۍ هم کارونه اسان کړي او هم یې پېچلي کړي دي.
ځینې خلک د دفتر کارونه په دفتر کې هم کوي او چې کورته لاړ شي هم کمپیوټر، آی پډ، سمارټ فون او نور شیان ورسره وي او هلته هم یا د دفتر کار او یا ساعت تېري کوي؛ زیاتره وختونه کورنۍ، والدینو، مېرمنې/ خاوند او اولاد ته پوره وخت نه ورکوي. اوس دا په ځینو ښځو کې یوه ټوکه جوړه شوې ده چې خاوند یې له کمپیوټر سره واده کړی دی، توجه یې ټوله هغه ته ده.
د افغانانو ځینې کلیوالي ځوانان کلونه کلونه کراچۍ، عربي ملکونو او کم شمېر غرب ته په مزدريو پسې ځي؛ د دې لپاره چې ښکلې حجره او یو موټر ولري، د خپل کورني ژوند جنت له لاسه ورکوي. په غزني کې مې یوه ټوکه واورېده چې یو سړي د هند له شل کلنې مسافرۍ څخه خپل کلي ته راغلی و. خلکو ورسره روغبړ کاوه، ده به له مشرانو د ځان او کورنۍ د احوال پوښتنه کوله، له ځوانانو به یې د دوی د پلرونو تپوس هم کاوه. خپل زوی ته یې هم ویلې چې وراره پلار دې ښه دی؟ زوی یې ورته ویلي و چې پلار مې ته یې. کله چې نوموړی هند ته تلو زوی یې د څو میاشتو و.
کورنۍ تر ټولو مهربانه غېږ ده، کورنۍ اړیکې تر ټولو طبیعي او مضبوطې اړیکې دي؛ انسان تر ټولو ډېره ارامتیا او عزت او سکون همدغلته تر لاسه کوي. که دغه نغری سوړ شو، انساني ژوند سړېږي او که د تسکین او ارام دغه مرکز بې ارزښته شو، د انساني خوشالۍ زیاته برخه له منځه ځي. هر شخص د خپل کور غړو ته یو پادشاه دی او د خپل کور فقیرانه خونه ورته د اورنګزیب تر تخت ښکلی ده. د کورنۍ په پادشاهۍ کې کینه او رقابت کم، خو مینه او مرسته زیاته وي. د الفت صاحب په وینا کوچنیان پکې تر ټولو زورور وي، د مشرانو په اوږو سپرېږي او له لویې جرګې څخه یو دروند سپین ږیری له لمنې نیسي او کور ته یې راکشوي.
کورنۍ ته توجه ښه ده، خو کله کله ځینې خلک د دفتر په وخت کې هم ټوله ورځ یا په سکایپ، یا په میسینجر او یا په موبایل کې کورنۍ او ملګرو سره بوخت وي، خبرې کوي او پیغامونه لېږي. دوی د د فتر د کار وخت ضایع کوي او بیا چې د کار فشار پرې ډېر شي، د تشویش او سودا ښکار کېږي.
د دفتر او کور په کارونو کې د تداخل دواړه حالتونه سم ندي. باید د کار او کور تر منځ توازن وساتل شي. په کور کې هم یوازې له ماشومانو او کورنۍ له غړو سره د بنډار او ګپ شپ خبره نده، باید د زړه خواله، ورزش، تفریحي پروګرامونه، عبادت، روحي تمرکز، تمرین او پوره خوب ته هم توجه وشي.
کار مکلفیت دی او ښه ادا کول یې یو فرض او یو ضرورت دی، خو کورنۍ ته وخت ورکول د کار له ستړیا څخه د ارام جنت ته ورتګ دی، د دواړو تر منځ توازن ساتل د یو ښه روغتیایي ژوند مهم شرط دی.
که څه هم دولتونو او کمپنیو اوس ځینې ښه قوانین جوړ کړي دي. بېلابېلې رخصتۍ ، د کار کم ساعتونه او نور سهولتونه کارکوونکو ته برابروي، خو بیا هم د امریکا په شان پرمختلليو هیوادونو کې وګړي له اضافي او ستومانونکي کار څخه ځورېږي. له لسو څخه څلور کسان فکر کوي چې کار یې سخت او ملاماتونکی دی. دا ډول کسان چې د کار وزن پرې زیات وي، زیاتره له رواني فشارونو سره مخ کېږي او دغه فشار پکې د هغو په نسبت دوه چنده دی چې د کار تر سخت فشار لاندې نه وي. ۱۶٪ خلک د کار او ژوند تر منځ توازن نشي ساتلی. د ډاکترانو له ۷۵٪ څخه تر ۹۰٪ پورې مراجعین هغه دي چې له سترس څخه ځورېږي. دماغي روغتیا تر فزیکي روغتیا کم اهمیت نلري. زموږ دماغي او رواني روغتیا نن سبا تر بل هر وخت تر خطر لاندې ده. د دماغي روغتیا دښمنان څلور شیان دي: ځینې ارثي او جینیټیکي عوامل، د سر ټپونه او ضربې، د کار او شخصي ژوند فشار او رواني فشار.
رواني فشار پدې وروستیو کې له حده ډېر زیات شوی دی او باید کنټرول یې کړو. د کنټرول یوه تر ټولو ښه لار یې د کار او ژوند تر منځ توازن دی.
په هغو کسانو کې چې د ژوند نورې برخې پرېږدي، د کورنۍ او تفریح وخت هم کار ته ورکوي او په درندو کارونو کې بوخت وي، ۴۷٪ یې له سترس یا رواني فشار سره مخ دي، هغوی چې کار ته یې شا او ټول وخت کورنۍ او یا د ژوندنورو برخو ته ورکوي، ۷۴٪ یې په سترس اخته دي. دا تناسب په ښځو او نرو کې کوم خاص توپیر نلري.
کور، کار او ژوند، روحي، فزیکي او مسلکي کارونه ټول مهم دي. نېکمرغه خلک هغه دي چې د دې برخو تر منځ توازن وساتلی شي.
دا د والدینو دنده ده چې خپل اولادونه هم په اقتصادي او هم په عاطفي ډول وروزي او د ژوند د هنرونو په لړ کې ورته د توازن درس ورکړي.
یوازې کار ژوند ته مانا نه ورکوي. ژوند هله مانا پیدا کوي چې انساني عاطفه او مسلکي تعهد سره ملګری شي.