ژباړه: شفیق الله یوسفزی
کاسا 1000 پروژې له مخې د قرغزستان او تاجکستان 1000 میګا واټه بریښنا د افغانستان له لارې پاکستان ته انتقالوي او له امله يې افغانستان د سیمې له هېوادونو سره په اقتصادي او سیاسي لحاظ تړل کېږي. همدارنګه افغانستان د حق العبور په ډول 300 میګا واټه بریښنا تر لاسه کوي.
کاسا 1000 د بریښنا د انتقال د کرښې تر ټولو لویه پروژه ده، د افغانستان د مسیر له لارې جنوبي اسیا ته لېږدول کېږي او افغانستان ته په کلنۍ ډول 45 میلیون ډالره عاید په مستقیم ډول رسیږي.
د کاسا 1000 پروژې په سرتاسر ټول مسیر کې 23 ولسوالې موقعیت لري چې دا ولسوالې په مستقیم ډول پیسې اخلي. د هر کیلو واټ د عبور څخه په ساعت کې 0.1 سنټ ډالر د پروژې په مسیر کې پراته کلیو ته ور کول کېږي. د کاسا 1000 پروژې پیل سره د دې پروژې په مسیر کې پراته کلیو ته 36 ملیون ډالره د نړیوال بانک لخوا ور کول کېږي
د کاسا 1000 پروژې لګښت:
د کاسا 1000 پروژې مجموعې لګښت 1.170 میلیارډ ډالره دی، چې د هر هېواد ونډه په کې په لاندې ډول دی: افغانستان 404 میلیون ډالر، پاکستان 232 میلیون ډالر، تاجیکستان 301 میلیون ډالر او قرغیزستان 233 میلیون ډالر لګښت پري کوي. د افغانستان د 404 میلیون ډالرو ونډې څخه 316.5 میلیون ډالره د نړیوال بانک د بلاعوضو مرستو او 40 میلیون ډالره د ټولنې د ملاتړ پروګرام (Community Support Program) لخوا د افغانستان د بیارغونې د صندوق له لارې تمویل شوی دی او 47.5 میلیون ډالره د مالیاتو او د ځمکې استملاک لپاره د افغانستان حکومت لخوا به پرې شي، البته که چيرې ځمکه دولتي وي نو بیا ددې لګښت پرې کولو ته اړتیا نشته.
د کاسا 1000 پروژې د ترانزیت فیس:
د افغانستان او پاکستان ترمنځ د ټرانزیټ فیس په اړه چې کومې مذاکرې روانې وې، د 2014 م کال د اکتوبر په میاشت کې پای ته ورسیدې او د ټرانزیټ د فیس تفاهمنامه د دواړو هېوادونو د ماليې وزیرانو تر منځ په واشنګټن کې لاسلیک شوه. ددې تفاهمنامې له مخې پاکستان باید د هر کیلو واټ پر ساعت (Kilo Watt Hour) په مقابل کې 1.25 سنټ امریکايي ډالر افغانستان ته د حق العبور په ډول پرې کړي، چې په مجموعې ډول شاوخوا 45-40 میلیون ډالر کلنۍ عاید پاکستان ته د بریښنا د انتقال څخه افغانستان ته رسیږي.
د کاسا 1000 پروژې د افغانستان د برخې فزیکي تطبیق په لاندې دریو پړاوونو کې صورت نیسي
- وروستۍ سروی د لین او د لین د ډیزاینونو، چې شپږ میاشتې موده په بر کې نیسي
- تدارکات او د لین جوړښت او کنورتر سټیشن (Converter Station) تقربیا په 36 میاشتو کې
- د لین د عملیاتي پړاوو او ددې ساتنه چې شاوخوا 15 کاله وخت نیسي
د کاسا 1000 پروژې د لین انتقال د قرغیزستان د شمال د دتکا له سیمې څخه پيل او بیا د تاجیکستاو او افغانستان څخه د تېرېدو وروسته پېښور ته انتقالېږي. د افغانستان په خاوره کې ددې لین مستقیم اوږدوالی 562 کیلو متره دی، چې له 600 محلو او 23 ولسوالیو او شپږو ولایتونو څخه تېرېږي.
لین انتقال برق کاسا 1000 از منطقهء دتکا در شمال قرغیزستان آغاز و با عبور از تاجیکستان و افغانستان به پشاور در شمال پاکستان منتهی میگردد. طول لین مستقیم در خاک افغانستان 562 کیلومتر می باشد که از 600 محل، 23 ولسوالی و شش ولایت افغانستان عبور میکند.
د دې کرښې فعالیت په دوو سترو دورو کې طبقه بندی شوی دی:
د پروژې د فعالیت دوره: هر کال د مۍ د میاشتې له لمړۍ نیټې څخه تر 30 د ډسمبر پورې
هغه اندازه بریښنا چې د افغانستان يې د بریښنا شرکت لخوا د تاجکستان او قرغیزستان سره تړونونو کې په دوه اړخیز ډول د بریښنا د پیر مستحق کېږي، په همدې دوره کې عرضه کېږي. پدې صورت چې افغانستان خپل د بریښنا ونډه د بريښنا د پلور د دوه اړخیز تړون د موافقې له مخې پاکستان ته ټاکلې بريښنا انتقال کړي، دا پریکړه به په همدې دوره کې ذکر شي.
د پروژې د فعالیت نشتون دوره: هر کال د اکتوبر له لمړۍ څخه د اپریل تر 30 پورې، دا دوره د تړون څخه بهر د علاقه مندانو د برخې اخیستنې د حق د دورې په نوم هم مسما دی. د اصلي تړون پر بنسټ، د ذکر شوې لین څخه استفاده پدې دورې کې د سند د تنظیم شویو شرائطو پورې اړه لري.
~ وزارت انرژی و آب