لیکنه: حکیم الدین منځنی
د سیاست یو تعریف داسې کېږي چې په سیاست کې دایمي دوست او دښمن نشته، بلکې سیاست د منافعو جګړه ده. چېرته چې د یو هېواد یا سیاستوال ګټې خوندي وې، هماغه لوری اختیاروي. د کاغذي دسمال پالیسي د سیاست پورته تعریف ته ورته یو شی دی او د نوموړي تعریف یو ښه تصویر بلل کېږي. که څه هم دا اصطلاح د سیاسیونو په ژبه لږه یادیږي او دومره ګرم بازار نه لري. خو مانا یې ډېره حیرانونکې ده، د اوسني سیاست ډېرې بېلګې د نوموړې اصطلاح له طبعیت سره صدق کوي او ښه اړخ لګوي. د کاغذي دسمال پالیسي چې په دري ژبه کې ورته پالیسي دستمال کاغذي اوپه انګلیسي ژبه کې (Tissue paper policy) یا په شارټ کټ ډول (TPP) هم ویل کېږي. دا اصطلاح هغه لوړ رتبه سیاسیتوالو ته کارول کېږي. چې په چا کې ګټې وویني. له هغه سره د اړیکو ټینګولو او جوړلو لپاره لاس او پخې وهي او چې کله یې اړیکې جوړې کړې، نور تر هغه پورې دغه اړیکو ته دوام ورکوي چې دده ګټې، چوکۍ او مقام په کې خوندي وي او خپل مقصد ته له رسېدو وروسته بیا د اړیکو په قیصه کې نه وي. دغه مطلب د یوې ټپې په وروستۍ مقطع کې داسې بیانیږي.
جانه خپل کار دې کوه؛ خپل به کومه
ټیشو پيپر یا کاغذي دسمال هم داسی یو شی دی چې د خولې یا لاس له پاکولو وروسته یې ګټه اخیستونکی کنجوړه کوي او یو کونج ته یې خطا کوي. د اپالیسي نه یوازې دا چې په ملي کچه ترې سیاستوال ګټه پورته کوي بلکې په نړۍ واله کچه د دولتونو او حکومتونو په چلند او رویه کې هم لیدل کېږی. په شپېتمه لسیزه کې چې کله د عربو او اسرائیلو ترمنځ شپږ ورځنی جګړه ونښته. په دغه جګړه کې اسرائیلو د امریکا متحده ایالاتو په پراخ فوځي ملاتړ مصر او د عربو متحد جمهوریت ته ماتې ورکړه. عربي هېوادونو له شوروي اتحاد مرسته وغوښته خو هغوی یې په غوښتنه غوږ ونه ګروه. په داسې حال کې چې له ناټو سره د مقابلې لپاره شوروي اتحاد د وارساپکټ په پیاوړتیا کې د عربو له ملاتړ ډېره ګټه واخیسته خو د جګړې پر مهال یې بیا له عربو سره د مرستې دلچسپي ونه ښوده او ملاتړ ته یې را ونه دنګل.
په ملي سطحه بیا د یادې اصطلاح بیلګې زموږ د هېواد په دننه کې زښته زیاتې دي. د مثال په ډول په تېرو ټاکنو کې د هېواد ولسمشر اشرف د واک د لاسته راوړو لپاره ولس ته ډیر نږدې شوی و، ډېر خوږ خوږ کېده ځکه د ولس رایو ته متحاج و، ان په هېواد کې یې له هغه سیاسیونو او علمی شخصیتونو هم استفاده وکړه چې په افغاني ټولنه کې غټ وزن لري. مګر له کومې ورځې چې ولسمشر واک ته رسیدلی دی، ولس څه چې دغه سیاسیونو ته هم اوس لیفټ نه ورکوي. ډیر ی هغه خلک چې پخوا یې د اشرف غني په نفعه کمپاین کاوه او اوس یې د هغه پر وړاندې سیاسي مرورتیا اختیار کړې ده، په همدې نوملړ کې راځي. ځکه د دغه سیاستوالو په باور ولسمشر د دوی په هلو ځلو او سیاسي ملاتړ واک ته ورسېد. مګر د چوکيو او سیاسي منصبونو د ویش په موضوع کې یې دوی هیر کړي دی.
لنډه دا چې د کاغذي دسمال پالیسي یا چلند په سیاست کې د دوستۍ هغه ډول او تارونه دي چې د ګټې په شتون کې غځول کېږي او د ګټې له لاسته راتلو وروسته یاد تارونه شلیږي او د ټیشو پیپر په څېر کثافت لوخي ته ارتول کېږي.