ژباړه: شفیق الله یوسفزی
په افغانستان کې د بانکنوټونو تاریخچه
زرګونه کلونه مخکې، کله چې بشر نیمه متمدن وو، نو کالي به يې د کالیو سره بدلوه، له یو څه مودې وروسته ځینې کالي د لوړ قیمت درلودونکي شول او عملا د پیسو په څیر يې ځان ته ځای غوره کړ. په پخواني یونان کې ددې کالیو له جملې څخه نر غوايی، په سریلانکا کې فیل او په برونئي کې د انسان جمجمه وه. د ټولنیز تمدن د پرمختګ سره خلکو د کالیو پر ځای له فلزاتو او د سینګار له توکو لکه سره زر او سپین زر څخه ګټه واخیسته او په لومړي ځل په کوچني اسیا کې سکه ووهل شوه.
ډېر کلونه تیر شول، څو بشر له سکې څخه د بانکنوټ په ډول ګټه واخلي. چینایان د لسمې میلادي پیړۍ په منځنۍ برخه کې یو شی د بانکنوټ په نوم اختراع کړ او د هغه نوم يې چاو کېښود. په چین کې د کاغذي پیسو څخه په عملي او کلي ډول ګټه اخیستنه د دودمان یوان په وخت کې پيل شو او دا د نړۍ لومړۍ کاغذي پیسې ګڼل کېږي. خو د نړۍ اوسنۍ بانکنوټ د 1692 کال د جنوري په 5مه باندې د استکهلم بانک چاپ کړ، چې دا بانکنوټ اوس هم ددې بانک په موزیم کې خوندي ساتل شوی دی.
داسې په نظر رسېږي چې د کاغذي بانکنوټونو خپرېدل د فرانسې د ستر انقلاب په نوی پيړۍ کې پيل شو. د فرانسې ملي مجلس د 1789م کال د نومبر په 2 د کلیسا اړوند ټول املاک او ځمکې د قانون له مخې ملي اعلان کړې او دا ټول يې دولت ته وسپارل. دولت د ځمکني وثیقې او املاک لپاره کاغذي بانکنوټونه خپاره کړل.
په افغانستان کې د کاغذي پیسو تاریخي مسېر
اووه اویا کاله مخکې په ۱۳۱۸ لمریز کال کې د افغانستان مرکزي بانک ( د افغانستان بانک) په کابل کې تاسیس شو او د همدې کال د دلو په ۲۶مه نیټه يې نوي بانکنوټونه چاپ کړل.
د نوو کاغذي پیسو چاپ سره، د افغانستان پیسې چې په لمړي ځل د امیر امان الله خان په دوره کې چاپ شوې وې، یو نوي پړاوو ته داخل شو.
اماني دوره
د افغانستان لومړۍ کاغذي بانکنوټ په ۱۲۹۸ لمريز کال کې د امیر امان الله خان په دوره کې د یوه کابلۍ په ارزښت چاپ ته ورسید. د دې پيسو ښې لوري ته د افغانستان د حکومت نښې (محراب او منبر)، په منځ کې يې د اماني حکومت نښان او کیڼ لورې ته يې په دري ژبه یوه کابلۍ روپۍ “یک روپیه کابلی” لیکل شوې وو.
د دې پیسو په لاندې برخه کې په دري ژبه “در جمع خزانه های دولت، نوت هذا به مبلغ مندرج اش منظور است”. لیکل شوی وو.
یو کال وروسته همدا بانکنوټ یو ځل بیا نوي چاپ او خپاره شول، خو په رنګ او د ګڼو په شمیره کې يې بدلون را منځته شو.
د کابلی روپۍ نوی چاپ
یو کال وروسته، بیا هم یوه کابلۍ روپۍ خو د ګڼې له شمیرې پرته چاپ ته ورسید. په همدې کال کې بیلا بیلې کاغذي پیسې د ۵، ۵۰ او ۱۰۰ په ارزښت کابلۍ روپۍ چاپ ته ورسیدې او تر ۱۳۰۴ لمریز کال پورې دا بانکنوټونه په افغانستان کې دود وه.
په ۱۳۰۴ لمریز کال کې په افغاني بانکنوټونو کې اصلاحات راوړل شول. د افغانستان په هر ښار او سیمې کې د دې نیټې څخه مخکې د وزن او اندازې یا مقدار واحدونه سره بیلې وې، د مثال په ډول په کابل کې یو من د اووه کیلو سره برابر وو، خو په نورو ښارونو کې بیا توپير درلود. د وزن او مقدار په واحدونو کې دغه توپیر خلک له ستونزو سره مخامخ کړي وو. د ۱۳۰۴ لمریز کال د اصلاحاتو په ترڅ کې په افغانستان کې ټول وزنونه د متریک سیستم له مخې وټاکل شول او د همدې نیټې څخه وروسته وو، چې د افغانستان پولي واحد له روپۍ څخه افغانۍ ته بدلې شوې.
لومړۍ پيسې د افغانۍ پولي واحد په ډول د 5 افغانیو په ارزښت په ۱۳۰۴ لمریز کال کې چاپ شو او “دولت علیه افغانستان ” هغه عنوان وو چې پدې بانکنوټ کې ور زیات شو. د ۱۳۰۷ لمریز کال تر پایه پورې چې د امیر امان الله خان حکومت وو، پنځه ډوله نور بانکنوټونه چې 5 افغانۍ، دری ډوله ۱۰ افغانۍ او دوه ډوله ۵۰ افغانۍ په کې شاملې وې چاپ او خپاره شول.
پخوا به په بانکنوټونو باندې یواځې په دري ژبه لیکنې کېدې، خو دا ځل په نوو بانکونوټونو کې لیکنې په پښتو، دري او فرانسوي ژبو هم ور زیاتې شوې.
همدارنګه د اماني دروې په یو شمېر بانکنوټونو باندې د بانکنوټ ارزښت د پښتو او دري ژبو ترڅنګ په ازبکي او اردو ژبو هم لیکل شوي وو. یو شمېر د دې پیسو څخه د ګڼې شمېرې درلودې او يو شمېر يې د ګڼې له شمېرې پرته خپاره شوي وو.
د امیر امان الله خان څخه وروسته بچه سقاوو (حبیب الله کلکاني) په موده کې نوې پیسې چاپ نشوې او هماغه د امیر امان الله خان د دورې بانکنوټونه د نوې ځانګړې مهر وهلو سره یو ځل بیا د پیر او پلور لپاره په بازارونو کې جریان پيدا کړ. په هغو بابکنوټونو باندې چې د بچه سقاوو نښان لیدل شوې د، یو ډول ۵ افغانۍ، ۱۰ افغانۍ، ۵۰ افغانۍ او د اماني دورې په درې ډوله یوه کابلۍ روپۍ څخه عبارت دي. په دغو پیسو باندې د حکومتي نښان پر ځای، د بچه سقاوو نښان او د خادم دین رسول الله له عبارت سره لیدل شوی دی.
د ظاهرشاه دوره او د ملي بانک بنسټ اېښودنه
په ۱۳۱۲ لمریز کال کې ظاهر شاه واک ته ورسید او یو کال وروسته د افغانستان ملي بانک د ۳۵ ملیون افغانیو (3/5 ملیون ډالره) په پانګوونې سره په کار پیل وکړ.
د افغانستان د ملي بانک د تاسیس سره په یوه وخت د ظاهر شاه د دورې لومړي بانکنوټونه هم چاپ او خپاره شول. دغه بانکنوټونه د ۲، ۵، ۱۰، ۲۰، ۵۰ او ۱۰۰ افغانۍ په واحدونو کې منتشر شول او د “دولت علیه افغانستان” متن په “دولت شاهی افغانستان” ته واړول شو.
په ۱۳۱۸ لمریز کال کې افغانۍ پولي واحد یو بل نوی پړاوو ته ننوت. په همدې کال د عبدالمجید زابلي په وړاندیز “د افغانستان بانک ” تاسیس او د ملي بانک ټوله پانګه د افغانستان بانک ته انتقال کړای شو.
د ۱۳۱۸ لمریز کال د دلو په ۲۶مه د افغانستان بانک په لومړي ځل د ۲، ۵، ۱۰، ۲۰، ۵۰، ۱۰۰، ۵۰۰ او ۱۰۰۰ په واحد کې افغانۍ چاپ کړې.
د افغانستان بانک په تاسیس سره په بانکنوټونو باندې د دري او نورو ژبو لیکنې لرې او یواځې د پښتو په ملي ژبه لیکنې وشوې. په دې دوره کې په افغاني بانکنوټونو کې مهم او پام وړ بدلونونه رامنځته شول، لکه د پاچا ظاهر شاه تصویرونه په پیسو نصب شول.
همدارنګه د ظاهر شاه د دورې په نوو بانکنوټونو کې د “دولت شاهی افغانستان” پر ځای د “د افغانستان بانک” عبارت ور زیات شو. له نوموړې نیټې څخه د مخه د افغانیو لوی واحد ۱۰۰ افغانۍ وو، خو پدې دوره کې د ۵۰۰ او ۱۰۰۰ بانکنوټونه هم چاپ شول.
په ۱۳۲۷ لمریز کال کې د ظاهر شاه په دوران کې دوهم ځل لپاره هم افغاني بانکنوټونه د ځېنو بدلونونو سره چاپ ته ورسیدل. په ۱۳۴۰ لمریز کال کې دریم ځل او په ۱۳۴۶ لمریز کال کې څلورم ځل ظاهر شاهي بانکنوټونه چاپ او خپاره شول.
داوود خان دوره او په بانکنوټونو کې بدلونونه
په ۱۳۵۲ لمریز کال کې د داوود خان قدرت ته رسیدلو سره په افغاني بانکنوټونو کې مهم بدلونونه رامنځته شول. په بانکنوټونو کې د شاهي نښان پر ځای د جمهوري نښان او د ظاهر شاه د انځور پر ځای د داوود خان انځور ولږول شو.
د جمهورې دورې په پیل سره (۱۳۵۲)، د ۱۰، ۲۰، ۵۰، ۱۰۰، ۵۰۰ او ۱۰۰۰ افغاني بانکنوټونه په یو ډول طرحه او په ډول ډول رنګونو چاپ شول.
کمونیستي دوره او له پیسو څخه د څېرو لرې کول
د خلق او پرچم ګوندونو د حکومت په دوره کې د افغانیو په بانکنوټونو کې پراخ بدلونونه رامنځته شول.
په پخوانیو دورو کې د هر حکومت بدلون سره، د وخت حاکم او یا ولسمشر انځورونه به په پیسو چاپيدل. په دې دوره کې، د پیسو څخه د حکومت د لومړي شخص د انځور لرې کول تر ټولو مهم بدلون وو.
نوي انځورونه او طرحې د کارګرې له مفهوم سره د کرنې او صنعت له جملې څخه، د دې حکومت په پیسو کې ور زیات شول.
د پرچمیانو د دورې بانکنوټونه
د پرچمیانو په دوره کې حکومي نښان له بانکنوټونو څخه لرې کړی شو. په ۱۳۵۷ لمرېز کال د خلقیانو (نور محمد تره کی او حفيظ الله امين) په دوره کې حکومتي نښان “خلق” د بانکنوټ په پورته برخه کې ځای کړل شو، خو په ۱۳۵۸ لمریز کال کې د پرچمیانو په راتګ سره په لومړي ځل حکومتي نښان “خلق” لرې او پر ځای يې د افغانستان د مرکزي بانک (د افغانستان بانک) رسمي نښان ولږول شو، چې له هغې مودې وروسته، تر اوسه پورې د افغانستان بانک رسمي نښان په خپل ځای پاتی دی. د خلق او پرچم په دوره کې د بانکنوټونو د اندازې وړوکی کول یو بل پولي بدلون وو چې رامنځته شو.
د مجاهدینو دوره
د مجاهدینو په راتګ سره بیا هم د افغانستان په بانکنوټونو کې د خپل خوښې بدلونونه راوستل شول، خو تر ټولو مهم او د پام وړ يې د بهرنیو اسعارو په وړاندې د افغانۍ پولي واحد ارزښت له لاسه ور کول وو.
د افغانستان د پولي واحد ارزښت کمېدل او د پیشتوانې پرته د پیسو چاپولو له امله په بازار کې د پیسو حجم ډېر شو او په پایله کې ۵۰۰۰ او ۱۰۰۰۰ افغانیو بانکنوټونه هم د لومړي ځل لپاره چاپ او خپاره شول.
د مجاهدینو په دوره کې، د افغانستان بیلا بیلې سیمې د مختلفو ډلو لخوا اداره کېده، افغانۍ هم خپل ځای دوه ډوله پیسو ته پرېښود او هم ارزښت يې د لاسه ور کړ.
په کابل کې د برهان الدین رباني د حکومت لخوا د ډېرو پیسو په خپرولو برسیره، د جنرال عبدالرشید دوستم نظامي ډله چې د افغانستان په شمال کې يې تسلط درلود، په هماغه رنګ او ډول پیسې چاپ او په بازار کې خپاره کړل، چې په بازار کې د (دوستمۍ) پیسو په نوم مشهور شول او د کابل د پیسو په نسبت کم ارزښته وه.
خلک او ښاریان دا پیسې د جزيې بدلونونو او سهوو سره چې د دوې په رنګ کې رامنځته شوي وو او مسلسله شمیره چې ددې پیسو په سر درج شوي وو پیژندل.
د مجاهدینو په دوره کې د افغانیو د ارزښت کمېدلو سره، سکه هم د پیسو له دوران څخه بهر شوه او په بازارونو کې د پير او پلور لپاره نه استعمالېدل.
د حامد کرزي دوره
د طالبانو په دوره کې نوي پیسې چاپ نشوې او هماغه د مجاهدینو د دورې کم ارزښته شوي پيسې په کې د چلښت لپاره په کار یوړل شوې.
د طالبانو څخه وروسته د نوي حکومت په راتګ سره تر لومړي کال پورې چې د خلکو تر منځ د حامد کرزي په دورې پیژندل شوې هم د مجاهدینو پيسې رواج وې.
د نوي نظام په راتګ سره نوي بانکنوټونه چاپ شول او پدې برخه کې مهم ګامونه واخیستل شول. د حامد کرزي په دوره کې تر ټولو مهم ګام د پیسو د ثبات او د لوړ انفلاسیون څخه د خلاصون لپاره پخواني پیسې له ټول هېواد څخه جمع کول او نوي افغانۍ د پخواني افغانیو څخه په ۱۰۰۰ برابره لوړ ارزښت سره چاپ او خپاره کول وو.
پدې دوره کې هر نوی افغانۍ د ارزښت له مخې د پخوانیو ۱۰۰۰ افغانیو سره برابر شو او دا د انفلاسیون په کنترول او د بهرنیو اسعارو په وړاندې د افغانیو د ارزښت په لوړولو کې مهمه ونډه لرله.
د یو، دوه او پنځه افغانیو په ارزښت پیسې هم چاپ شوې، چې د مجاهدینو په وخت کې د چلښت څخه ولوېدلې وې او بیا نه چاپيدل. همدارنګه ۵۰۰۰ افغانۍ او ۱۰۰۰۰ افغانۍ چې د مجاهدینو په وخت کې چاپېدل، د پیسو له جریان څخه وویستل شول. په اوسنۍ افغاني بانکنوټونو کې د افغانستان د مهمو تاریخي ځایونو انځورونه هم شته. د پیسو په منځنۍ برخه کې “د دې سند لرونکي ته وعده ور کوي چې د غوښتنې په وخت کې لس، شل …او یا زر افغانۍ ور کړې” متن لیکل شوې دی.
د حامد کرزي د دورې پیسې د پخوانیو دورو په شان په طرحه، رنګ او اندازه کې توپير درلود. په لومړي ځل د دې دورې په بانکنوټونو کې د جعل د مخنیوي لپاره د براق له تارونو او د هولوګرام له ګرافونو څخه ګټه واخیستل شو.
د افغانستان بانک
د افغانستان نوی دولت هیله مند دی چې د نوو پیسو چاپ سره، د دولت د بدلون سره په پیسو کې بدلون ته د پای کېښودل شي. د همدې لپاره د دې دورې په پیسو کې د شخصیتونو له انځورونو څخه ګټه ندی اخیستل شوی او هغه عبارات او نښانونه چې د کومې ځانګړې حکومت او ډلې پورې اړوند وي، په کار نه دي وړل شوي. اوس وه به ګورو چې د نظامونو او حکومتونو په بدلیدلو سره به دا نوي چاپ شوي پیسې کولای شي بیا هم چاپ او خپاره شي او کنه.