لیکونه: محمدمبین هڅاند
هر انسان غواړي چې په خبل ژوند کې بریالی وي، خو د خپلې غوښتنې سره سره بیا هم د ناکامیو سره مخ کېږي دا کار اخر ولې کېږي؟
د دغو خوشحالیو ناکامیو لوی لامل د روزمره ژوند د کړنو ترمنځ توپیر دی، چې څوک هم په خپل ژوند کې بریالی وي او څوک هم ناکام.
۱: کامیاب خلک په خپل ژوند کې مثبت بدلونونو ته تیار وي، او ناکام کسان له دغه پړاو څخه وېره لري.
بدلون قبلېدل په خپل ژوند کې پرمختګ رامنځته کوي ځکه نړۍ ورځ له بلې د پرمختګ په لور روانه ده او که چېرې انسان ورسره ځانته بدلون ورنه کړي نو نه شي کولای چې ښه ژوند ولرې.
۲: کامیاب کسان د خپل ژوند د غلطیو ذمه واري په خپله غاړه اخلي او خپله غلطي مني بلکې ناکام کسان د خپلو غلطیو پړه په نورو خلکو وراچوي او خپله غلطي نه منی.
۳:کامیاب کسان د خپلو کامیابیو نوم او شهرت (کرېډېټ) نورو کسانو ته ورکوي او ناکام کسان د نورو خلکو د بریاوو نوم او شهرت(کرېډټ) خپل نوم ته اړوي او تل هڅه کوي چې یواځې د خپل نوم او شهرت له پاره کار وکړي نه د ولس او ملت له پاره او بل کله چې کامیاب کسان یو څوک په سخت کار وګوري نو هغوي د یو مهربان رهبر په شان د هغوي سره چلند کوي او تل کوښښ کوي ، چې د خلکو زړونه خپل کړي او د چا زړه ورڅخه ناراضه نه شی.
۴:کامیاب کسان تل زده کړه کوي، او ناکام کسان بیا د زده کړې سره کومه علاقه او مینه نه لري د همدغې وجې له امله هغوي په هېڅ کار کې پرمختګ نه شي کولای ځکه هغوي د زده کړې سره علاقه نه لري .
۵: کامیاب کسان د ناکامیو حخه وېره نه لري، او ناکام کسان تل د وېرې احساس کوي. همدا لامل دی چې کامیاب کسان د هر سخت کار له پاره په حل لاره شروع کوي او ناکام کسان د تېښتې.
۶:کامیاب کسان تل اوري او ناکام کسان ډېرې خبرې کوي . ماهرین وایي چې د کار کولو په هر دفتر کې تر ټولو سخت کار د بل شخص خبرې ته غوږ نیول دي، کله چې یو انسان د بل شخص خبره واورېده نو د هغه کس له نظر څخه خبر شو او که د اورېدو په ځای وغېږېدې امکان شته چې احساساتې شې او هغه څه ووایې چې وروسته یې په ویلو پښېمانه شې.
۶:مثبت او منفی رویه : کامیاب کسان تل د خلکو سره نېک کړه کوي د هر چا په غم غمجن کېږي او په خوشحالی یې خوشحاله کېږي او باالعکس ناکام کسان د چا په غم او ښادۍ کې کار نه لري او ځان له نورو خلکو څخه جدا ګڼي.
۷:کامیاب خلک تل د خلکو سره کومک او مرسته کوي او ناکام خلک تل خود عرضه وي او په هر کار کې خپل هدف او ګټه ګوري او د ملت د ګټو څخه د خپل ځان ګټې غوره بولي.