ژباړه: رحیم الله حبیب زی
کاربونیشن د کانکریټو پتروګرافیکي تحلیل لپاره یوه جامع موضوع بلل کیږي او هغه وخت کانکریټو کې ځکه رامنځته کیږي چې موجوده کلسیم د هوا کاربن ډای اکسایډ سره تعامل کوي او په کلسیم کاربونیټ باندې یې بدلوي. د سمنټو خمیره له ۲۵ نه تر ۵۰ وزني سلنې پورې کلسیم هایدرواکسایډ (Ca(OH)2) لري یعنې د تازه سمنټو خمیره PH کم ترکمه ۱۲.۵ ده. او د هغه سمنټي خمیرې PH چې مکمل کاربونیټ شوی وي تقریبا ۷ ده.
که چیرې کاربن دای اکساید له هوا یا اوبو څخه کانکریټو ته داخل شي، کاربونیشن رامنځته کیږي.
[quote]Ca(OH)2 + CO2 ——————— CaCO3 + H2O[/quote]
کله چې کلسیم هایدرواکساید له سمنټي خمیرې څخه لیرې شي ، هایدریت شوی کلسیم سیلیکت CaO ازادوي چې هغه هم کاربونیټ کیږي. د کاربونیشن اندازه د کانکریټو په منفذ لرنه او رطوبت محتوا پورې اړه لري. د کاربونیشن پروسه د اوبو موجودیت ته ضرورت لري ځکه کاربن دای اکساید په اوبو کې حل کیږي او کاربونیک اسید یا H2CO3 شکل اختیاروي. که چیرې کانکریټ ډیر وچ وي ( نسبي رطوبت > ۴۰٪( کاربن دای اکساید نه حل کیږي او کاربونیشن هم صورت نه نیسي. او که لوندوالی یې زیات وي ، ( نسبي رطوبت < ۹۰٪( کاربن دای اکساید نشي کولای کانکریټو ته ننوزي ځکه نو کاربونیشن هم نه واقع کیږي. هغه مطلوبه شرایط چې کاربونیشن پکې رامنځته کیږي، نسبي رطوبت باید ۵۰٪ یا هم ۴۰—۹۰ فیصده په انتروال کې وي.
نورمال کاربونیشن د منفذ لرنې په کمولو کې مرسته کوي او کاربونیټ شوي خمیره قوي کوي ځکه نو په ساده کانکریټو کې چې سیخان ونلري ګټه اخستنه یې ګټور تمامیږي. او برعکس په اوسپنیر کانکریټي عناصرو کې مشکلات رامنځته کوي ځکه د کاربونیټ شوي کانکریټو PH تقریبا ۷ ته راټیټیږي. چه دا قیمت د فولادي سیخانو غیرفعال حد څخه کم ده. یعنې د سیخانو ساتونکي قشر له منځه ځي. لاندې شکل کې واضیح شوی.
څنګه کولای شو کاربونیشن وپیژنو؟
کاربونیشن کیدای شي په ساحه کې داسی وپیژندل شي چه کانکریټو کې یو رنګ لرونکی زون یا ساحه تشخیص شي. دا رنګ له کم خړوالي څخه چې ډیره مشکله ده تر څو يې تشخیص کړای شو، تر نارنجي رنګ پورې چې په اسانی سره یی پیژاندلی شو، تحول لري. پورته انځور کې واضیح ښکاري. د فینوفتالین کیمیاوي مادې په استعمال سره یې هم پیژندلی شو. په نوري میکروسکوپ کې کاربونیشن د کلسیت کرستالونو شتون والي او کلسیم هایدرواکساید ، ایترینجایټ ( یو ډول مینرال ) ، او نا هایدارید شوي سمنټي ذراتو د نه شتون والي په صورت کې پيژندل کیږي. منفذ لرنه ثابت پاتې کیږي کوم بدلون نه کوي او یا هم په کاربونیټ شوي ساحه کې کم وي.
Bi-carbonation څه شی ده؟
کله نا کله کانکریټ ممکن د بای کاربونیشن پروسې له امله مشکلاتو سره مخامخ شي. بای کاربونیشن کیدای شي کانکریټو کې هغه وخت رامنځته شي چې د اوبو/سمنټو نسبت زیات وي او لامل یې هم د هایدروجن کاربونیټ ایون شتون والی ده چه له لسو څخه کم PH کي تشکیلیږي. د نورمال کاربونیشن په خلاف بای کاربونیشن منفذلرنه زیاتوي ، کانکریټ نرم او ماتیدونکی خاصیت غوره کوي. کاربونیشن هغه وخت تشخیص کیږي چه په زیاته اندازه د جوارو نینې په شان جوړښت لکه د کلسیت کرستالونه او په زیاته اندازه منفذ لرونکی سمنټي خمیره تر سترګو شي.