د کانکریټو الاستیکي مودول –په ډیزاین کې ارزښت او پیداکول . Modulus of Elasticity of Concrete- Determination and Importance in Design
د کانکریټو الاستیکي مودول (Ec) د کانکریټو له مهمو خواصو شمیرل کیږي .دکانکریټو دا خاصیت نه یواځې داچې د وارد شوو تشنجاتو پروړاندې د کانکریټو غښتلتیا په ډاګه کوي بلکې همدارنګه د هغې د سختوالي ښودنه هم کوي.د الاستیکې مودول په پیژندلو سره د موادو هغه حالت مالومیږي په کوم کې چې مواد د بار یا قوې په واردولو دایمي تغیر شکل نه کوي او بیرته خپل اصلي حالت ته ګرځي .له دې وراخوا که بار یا قوه زیاته شي په عنصر کې دایمي تغیر شکل پیداکیږي او ماتیږي .د موادو الاستیکي مودول د هوک قانون پیروي کوي .د هوک قانون وايي که په ساختماني موادو فشاري با کششي قوه وارده شي نو تر یو حد پورې دا مواد تغیر شکل کوي او کله چې بار رالرې شي بیرته اصلي حالت ته ګرځي او دایمي تغیر شکل نه پیښيږي خو بلاخره داسې نقطې ته رسیږي چې له هغې وراخوا نور بار یا قوه واده شي نور بیا بیرته خپل اصلي حالت ته نه ګرځي چې دغه نقطه د موادو لپاره الاستیکیت مودول وروستی حد بلل کیږي او او د سترس او سټراین ترمنځ دیاګرام له خطې شکل څخه منحني شکل غوره کوي .دموادو الاستیکیت مودول مستقیما متناسب دی د واردشوو بارونو په پایله کې له پیداشوو تشنجاتو سره . د الاستیکیت مودول په اصل کې د دایمي تغیر شکل پروړاندې د موادو د مقاومت شاخص دی .څومره چې د الاستیکیت مودول قیمت لوړوي هومره د زیاتو قوو پروړاندې مقاومت لري او څومره چې د الاستیکیت مودول قیمت ټیټ وي هومره به زر ماتیږي او دایمي تغیر شکل یا پلاستیکي تغیرشکل سره مخ کیږي .
کله چې په کانکریټو بار وارد شي په هغې کې د پیداشوو تشنجاتو له امله کانکریټي مقطع ډیره کمه اندازه یا لږغزیږي یا هم لږ کمیږي ،ددغه اوږدې شوې یا لنډې شوې برخې اوږودوالی که د مقطعې په عمومي اوږودوالي وویشل شي (s =dl/L) دیته دکانکریټو سټراین وايي چې ډیر کوچني قیمت وي .اوس که په مقطع باندې وارد شوي تشنجات f پر سټراین s وویشل شي ترلاسه شوی نسبت الاستیکي مودول Ec بلل کیږي .د کانکریټو الاستیکي مودول په کانکریټو کې د کارول شوې جغل او شګې او هم د کانکریټو د موادو مخلوط تناسب سره تړاو لري.د کانکریټي ساختمانونو په ډيزاین کې د الاستیکي مودول تعریفول ډیر ضرور دی .د عناصرو خطي تحلیل ،کوم چې په الاستیکي نظریه ولاړ وي ،کله کله د نهایي او خدماتي وړتیا د لیمیټ سټیټ د غوښتنو د پوره کولو لپاره کاریږي.
د نړۍ په بیلابیلو کوډونو کې لکه ACI ،اروپایې کوډ ،برطانوي سټنډرډ، کاناډایې سټنډرډ اتحادي او هندي سټنډرډ کې د الاستیکي مودول د پیداکولو لپاره فورمولونه وړاندې کړي دي .
د کانکریټو الاستیکي موډول محاسبه کول . Calculation of Elastic Modulus of Concrete
د الاستیکي مودول د محاسبه کولو لپآره د بیلابیلو کوډونو معادلې په لاندې ډول دي .
د ACI 318-14 پراساس الاستیکي مودول .
د ACI 318-14 کوډ د 19.2.2 برخې پراساس د کانکریټو الاستیکي مودول .
هغه کانکریټ چې وزن wc یې له 1440 (89.9 lb/ft3) تر 2560kg/m3 (159.82 lb/ft3) پورې وي .
Ec= Wc1.5 × 0.043 fc0.5 په MPa سره.
Ec= Wc1.5 × 33 fc0.5 په Psi سره.
د نورمال کانکریټو لپاره
Ec= 4700 fc0.5 په MPa سره .
Ec= 57000 fc0.5 په Psi سره .
Fc د کانکریټو فشاري مقاومت دی او ددویم جذر لاندی دی او wc دکانکریټو وزن دی.
د کاناډا سټنډرډ کوډ CSA په اساس الاستیکي مودول .
Ec= 4500 fc0.5
د لوړ مقاومت کانکریټ لپاره Ec=( 3300 fc0.5 +6900 )(W/2300)1.5 په MPa سره .
د اروپایې کوډ EC پراساس الاستیکي موډول .
Ecm=22(fcm/10)0.3
fcm د کانکریټو اوسط فشاري مقاومت دی له 28 ورځو وروسته .
د برطانوي کوډBS پراساس الاستیکي موډول .
Ec=ko+0.fcu
Ko په ملي مترمربع کې کې 20kN دی ،د نورمال وزن کانکریټو لپآره .
د هندي کوډ IS پرساس الاستیکي مودول .
Ec= 5000 fc0.5
د کانکریټي ساختمان ډیزاین کې ارزښت . Importance in Design of Concrete Structure
دا ډیره مهمه ده چې د کانکریټي ساختمان په ډيزاین کې الاستیکي مودول تعریف شي ،د عناصرو خطي تحلیل کوم چې د الاستیکي نظرېې پر اساس ولاړ دی هم د نهايي او هم دخدماتي وړتیا لیمټ سټیټ د غوښتنو پوره کولو لپاره کاریږي .سربیره پردې دساختمان کړوپیدو محدودیت د الاستیکي مودول له مخې تعریف کیدای شي بلاخره د الاستیکي مودول په پوهیدو سره په ساختمان کې تغیرشکل مخنیوی کیږي او یو ښه ډیزین لاس ته راځي .
You also might be interested in
لکه له نوم یی چې ښکاري دا د اوبو ضد[...]
د فرانس حکومت د افغانستان لپاره خپلو ځانګړي شوو کلنيو[...]
حبیب وقار د روان ۱۳۹۵ هجري لمریز کال د وري[...]
اړيکه
پته
Burggravenlaan 00
Ghent Belgium
اړيکې شمېره
0032466076718 وټس اپ
facebook.com/afghan.Tips
پلټنه
د ویب سایټ په اړه
زموږ ویب سایټ د جوړېدو په حال کې دی