ژباړه: انجنیر فرید عاطف
د کانکریټ حجم پیمانه کول څه شی دی؟ WHAT IS VOLUME BATCHING OF CONCRETE?
د کانکریټ پیمانه کول په دې مانا دی چې د کانکریټو بیلابیل مرکبه مواد ( سیمنټ ،شږه ،جغل او اوبه) له مخلوطولو وړاندې اندازه شي.کله چې د حجم پراساس اندازه کونه وشي نو دیته حجم پیمانه کول وایو.کله چې په ساحه کې حجم پیمانه کول ترسره کیږي لاندې څو ټکو ته پام وشي.
حجم پیمانه کول د کانکریټ موادو اندازه کولو لپآره ښه میتود نه دی.
د اوسپنیزو کانکریټو لپاره د پلي کیدو وړ نه دی.
د کانکریټ د پیمانه کولو میتود کیدای شي اقتصادي نه وي.
دا کیدای شي د غیرمهم او وړو کارونو لپآره وکارول شي.
په ساحه کې حجم پیمانه کول څنګه ترسره شي.
وړاندې له دې چې دکانکریټ مرکبه مواد دحجم پراساس پیمانه شي مونږ باید دوه ټکي وپیژنو .
د حجم له مخې د کانکریټ مرکبه موادو اړوند تناسب څه شی دی؟
د اوبو سیمنټو نسبت یې څه شی دی؟
کله چې دا دوه خبرې پیدا شوې نو بیا د کانکریټ پیمانه کولو پروسیجر مخکې وړلی شو.
په لاندې جدول کې بیلابیلو مارکونو لپاره د کانکریټ د مرکبه موادو تناسبونه ورکول شوي.
د کانکریټ مارک | د حجم پراساس د مرکبه موادو اړوند تناسبونه | عمومي شکل . | ||
سیمنټ | شږه | جغل | ||
M 10 | 1 | 3 | 6 | 1:3:6 |
M 15 | 1 | 2 | 4 | 1:2:4 |
M 20 | 1 | 1.5 | 3 | 1:1.5:3 |
M 25 | 1 | 1 | 2 | 1:1:2 |
لومړی ګام .د سیمنټو پیمانه کول. STEP-1-BATCHING OF CEMENT
سیمنټ همیش د وزن له مخې اندازه کیږي.ډیر کله د بوجیو اصطلاح کاریږي.یوه بوجۍ سیمنټ 50 KG وزن لري او حجم یې 35 lit یا (0.035 m3) دی .سیمنټ باید د حجم پراساس اندازه نه شي ځکه د هغې وزن په فی واحد حجم کې تغیرکوي.
دویم ګام .د جغل پیمانه کول (دحجم له مخې ) STEP-2-BATCHING OF AGGREGATE (BY VOLUME)
دشږې او جغل د پیمانه کولو لپاره یوبکس یا منک کاریږي .دا منک باید ډیر سطحې هم نه وي.دا منک باید مکمل له ډکوونکو موادو ډک شي .د منک بره څنډه باید لیول شي .د موادو نسبت پراساس د منک ظرفیت غوره کیږي.عموما د منک اندازه 35 lit وي چې له یو بوجۍ سیمڼت سره برابر وي د حجم پراساس .نظر بیلابیلو تناسبونو ته د منک یو شمیر اندازې په لاندې ډول دي.
ظرفیت په لیتر | د منک دننه اندازې | ||
اوږودوالی | پلنوالی | ژوروالی | |
25 | 25 | 25 | 40 |
30 | 25 | 25 | 48 |
35 | 27 | 27 | 48 |
40 | 29 | 29 | 48 |
45 | 30 | 30 | 50 |
50 | 31 | 31 | 52 |
نوټ : په ډکوونکو موادو او شږه کې د حجم پړسوب باید محاسبه شي .د ډکوونکو موادو پړسوب تقریبي اندازې په لاندې ډول دي.
د ډکوونکو موادو شرایط | د سطحې لمدبل تقریبي مقدار | |
فیصدي په کتله | په مترمکعب کې لیتر | |
ډیره لمده شږه | 7.5 | 120 |
متوسط لمده شږه | 5.0 | 80 |
لمده شږه | 2.5 | 40 |
لوند جغل | 1.25-2.5 | 20-40 |
دریم ګام :د اوبو پیمانه کول. STEP-3-BATCHING OF WATER
اوبه یا په لیتر اندازه کیږي یا هم په کیلوګرام.په دې حالت کې دواړه واحدونه یوشان دي ځکه د اوبو کثافت په یوکیلو ګرام کې یو لیر دی.د غوښتونکو اوبو د مقدار پیداکیدو لپآره د اوبو-سیمنټو نسبت د سیمنټو وزن سره ضربیږي.
محاسبوی بیلګه .
اوس یوه بیلګه حلوو .په دې بیلګه کې د پړسوب اصلاح او هم د سطحې لمدبل اصلاح فکتور کارول شوی.
ورکول شوي معلومات.
اړوند تناسب سیمنټ :شږه :جغل 1:2:4
د اوبو سیمنټو نسبت . 0.6
په شږه کې لمده بل مقدار 6%
په جغل کې لمدبل مقدار 1.5%
د شږې پړسوب 20%
حل :
لومړی ګام .د غوښتونکو موادو وچ حجم .
په حجم سره د موادو نسبت . =1:2:4
د یوې بوجۍ سیمنټو حجم .35 lit
د وچې شږې غوښتونکی حجم 35*2=70 lit
د وچ جغل غوښتونکی حجم 35*4=140 lit
د اوبو سیمنټو نسبت .0.60
ټولې غوښتونکي اوبه . =0.60*50=30 litres
دویم ګام :په ډکوونکو موادو کې شته لمدبل اصلاح .
په شږه کې شته لمدبل :6%
په شږه کې شته لمدبل مقدار : =70*(6/100)=4.2 litres
په جغل کې شته لمدبل :1.5%
په جغل کې شته لمدبل مقدار : =140*(1.5/100)=2.1 litres
د اضافي اوبو مقدار . =4.2+2.1=6.3 litres
خالص مقدار اوبه چې باید ورزیاتې شي=23.7 litres. 30-6.3=
دریم ګام:
د شږې دپړسوب د اصلاح فکتور کارول .
د شږې پړسوب .20% د شږې د ټول حجم . .=70*(20/100)=14 litres
د لمدې شږې غوښتونکی مقدار : =70+14=84 litres