د کانکریټو خوله کېدل –پېښه ،لاملونه او مخنیوی. Concrete Sweating – Phenomenon, Causes and Prevention
د کانکریټو خوله کېدل هغه پېښه ده چې د باندني چاپیریال اود کانکریټو د تودوخې د توپیرله امله د کانکریټو پرسطه د اوبو څاڅکي راپیداشي.د کانکریټي فرش خوله کیدای شي د تګ پروړاندې مزاحمت(nuisance) وکړي کوم چې کولی شي سطحه سلیپ کړي او فرش لوند کړي.په دې مقاله کې مونږ د کانکریټ خوله کېدو پېښه ،لاملونه اود مخنیوي میتودونه مطالعه کوو.
د کانکریټو خوله کېدو پېښه . Phenomenon of Concrete Sweating
کله چې یو ساختمان ته د خالیګاوو لکه دروازې ،کړکۍ او تهویې برخې څخه ګرمه او مرطوبه هوا ننوځي ،نومرطوبه هوا د ساختمان دننه خپریږي(diffuses) او چیرته چې د تودوخې درجه ټیټه وي پرهغې سطحه غلیظه (condenses)او متراکمه کیږي او دکانکریټو پرسطحه د اوبو دڅاڅکو په بڼه راڅرګندیږي .د بیلګې په ډول ،د یوساختمان دننه چاپیریال کې دڅو اونیو لپاره دتودوخې درجه 70 درجې فارنهایت او نمي رطوبت 50% دی او دسلب تودوخه د 70 درجو فارنهایت په شاوخوا کې وي.د هوا یوه کتله له 80 درجې فارنهایت تودوخې او 90% نسبي رطوبت سره په حرکت کې ده .څنګه چې ګرمه- مرطوبت هوا ودانۍ ته دننه کیږي ،نو په هغه سطحه کیني چې تودوخه یې له 77 درجې فارنهایټ ټیټه وي.څرنګه چې د کانکریټو دسطحې درجه حرارت له دغې درجې ټیټه وي نو نو مرطوبه هوا غلیظه کیږي او د کانکریټو پرسطحه د اوبو څاڅکو په شکل راڅرګندیږي .دغه پېښه د کانکریټو خوله کیدل (Sweating) بلل کیږي .ددې لپاره چې دا پېښه د یوې عملي بیلګې سره تشریح شي ،نو یوه ساده بیلګه یې کیدای شي د مشروباتو هغه یخه شوې قطعۍ وي چې له یخچال راوویستل شي او ګرمه هوا کې یی باندنۍ سطحه د قطعۍ لمده شي .هلته لیدل کیږي چې د قطعۍ په سطحه د اوپو څاڅکي پیداشي .
د کانکریټ خوله کېدو لاملونه . Causes of Concrete Sweating
د کانکریټو خوله کېدو عمدا لامل د تودوخې توپیر دی مګر یوشمیر نور لاملونه هم شته چې د کانکریټو خوله کیدو لامل ګرځي .هغه په لاندې ډول دي.
1. د شبنم نقطه . Dew Point
لکه پورته چې تشریح شو ،دا دکانکریټو د خوله کېدو عمده لامل دی .کله چې نسبتا ګرمه مرطوبه هوا له ډیرې یخې کانکریټي سطحې سره په تماس کې راشي ،نو د کانکریټو سړه سطحه به هغه هوا سړه کړي چې ورسره په تماس کې کیږي .
2. دیخې ګاونډ خاورې له امله Due to Wet Adjacent soil
لکه د استنادي دیوالونو په څیر ساختمانونو کې چیرته چې په یو طرف کې لمده خاوره وي ،داوبو څاڅکي له یوطرف بل طرف حرکت کوي او د کانکریټو په سطحه خوله منځ ته راوړي.
که د کانکریټو لپاسه هوا ګرمه وي ،نو دکانکریټو دننه رطوبت به راپورته شي او تبخیر به شي.که رطوبت زیات وي نو دا کولی شي سطحه لمده کړي.دا کیدای شي د ښوره کیدو (efflorescence) لامل هم شي .
3. د مالګو ترسب . Salts Deposits
مالګه یو خاصیت لري چې له هوا رطوبت جذب کړي او کیدای شي دخاورې دهایګروسکوپیک خاصیت له امله کانکریټو نه هم اوبه جذب کړي.دمالګو ترسب کیدای شي خپله له کانکریټو څخه وي او یا هم بل لامل ولري.
4. د کانکریټي سلب تراکم . Density of Concrete Slab
په عام ډول دکانکریټو دا ډول خوله کېدل د اساسي سلبونو لپاره نه وي ځکه اساسي سلبونه ښه تخته کیږي او وروستۍ سطحه یې پاکه وي.معمولا داسې خوله کېدل په کمزورو او لږ ارزښت لرونکو کانکریټو ساختمانونو کې وي .
5. د کانکریټي سلب پاکوالی . Cleanliness of Concrete Slab
دکانکریټي سلب پاکوالی یو مهم فکتور دی .د کانکریټو هغه سطحه چې دتور رابري ټایر په واسطه پوښل شوې وي هم کولی شي د سطحې نفوذقابلیت راټيټ کړي.څومره چې د سلب سطحه لږه قابل نفوذ خاصیت ولري نو نه یواځې هغه به د لمدبل لږ جذبونکې وي ،خو که موثر تبخیروروسته کوونکی د سلب لپاره نه وي نصب شوی نو سلب په سطحه به دلمدبل شتون زیات شي.
د کانکریټو د خوله کېدو مخنیوی . Prevention Measures for Concrete Sweating
د کانکریټو د خوله کېدو مخنیوي تدابیر په لاندې ډول دي .
1. د کوردښه ساتلو تمرین . Good Housekeeping Practices
د کانکریټو سطحه باید پاکه وساتل شي او د هرډول مالګو او مرکباتو د ترسب مخه ونیول شي.ددې لپاره ښه طریقه داده چې د پاکولو لپاره عام تجارتي اجنټونه وکارول شي چې فرشونه ښه پاک او وچ کړي .
2. د ساختمان دننه د هوا ښه حرکت . Good Air Movement Within the Facility
ډیری وخت د یوساختمان کانکریټو سطحه ځکه خوله کوي چې هلته دهوا جریان نه وي.که د ودانۍ دننه د هوا حرکت پوره نه وي نو باید داسې وسایل نصب شي چې هوا په کې حرکت وکړي.
3. د HVLS چتي پکیو کارول . Use HVLS Ceiling Fans
د HVLS چتي پکیو کارول د چت او فرش ترمنځ د تودوخې توپیر راکموي او همدارنګه له سطحې د تبیخیر اندازه زیاتوي.دا پکي په ارزانه توګه ستاسي ساختمانونه یخ ساتي او په فرش کې د لمدبل دجمع کیدو مخه نیسي.
4. د رطوبت ایستوونکو واحدونه . De-Humidification Units
د رطوبت ایستونکو واحدونو کارول ودانۍ دننه چاپیریال بدلوي او دکانکریټي خوله کېدل له منځه وړي.دا قیمته دي او همدارنګه د چلولو لپاره انرژي غواړي.