• لیکنې او خبرونه
  • د ژبې زده کړه
    • هالنډي – پښتو درسونه
    • درسي مواد
    • پښتو – هالنډي ډیکشنري
    • د ژبې اصطلاحات
    • ویډیوګانې
    • فرانسوي ژبه
  • ویډیوګانې
  • زموږ ټولنه
  • قوانين او مقررات
  • پناه غوښتنه
  • زموږ په اړه
    • زموږ په اړه
    • Privacy Policy
  • ps پښتو
    nl Nederlandsps پښتو
AFGHAN TIPS - BELGIUM
  • لیکنې او خبرونه
  • د ژبې زده کړه
    • هالنډي – پښتو درسونه
    • درسي مواد
    • پښتو – هالنډي ډیکشنري
    • د ژبې اصطلاحات
    • ویډیوګانې
    • فرانسوي ژبه
  • ویډیوګانې
  • زموږ ټولنه
  • قوانين او مقررات
  • پناه غوښتنه
  • زموږ په اړه
    • زموږ په اړه
    • Privacy Policy
  • ps پښتو
    nl Nederlandsps پښتو

د کانکریټو دکاروړتیا لپاره د تخته کیدو فکتور ازمایښت

Home انجينیريد کانکریټو دکاروړتیا لپاره د تخته کیدو فکتور ازمایښت

د کانکریټو دکاروړتیا لپاره د تخته کیدو فکتور ازمایښت

ژباړه: انجنیر فرید عاطف

Compaction Factor Test for Concrete Workability
د تخته کیدو فکتور ازمایښت د کانکریټو د کاروړتیا مالومولو لپاره ازمایښت دی چې معمولا په لابراتور کې ترسره کیږي .د تخته کیدو فکتور په اصل کې د نیمه تخته شوو کانکریټو او پوره تخته شوو کانکریټو د وزنونو ترمنځ نسبت دی .دا ازمایښت په برطانیه کې د سرک د څیړنیز لابراتور لخوا منځ ته راغی او دکانکریټو د کاروړتیا مالومولو لپاره وکارول شو.دا ازمایښت د هغه کانکریټو لپاره وکارول شو چې ټیته کاروړتیا لري او په سلمپ سره یې اندازه کول مناسب نه وي.


د تخته کیدو فکتور ازمایښت لپاره ګل ماله ،دستپنه یا کرنډۍ ،سیخ یا راډ او تله ضرور دي .
نمونه اخستل : Sampling
دکانکریټو مخلوط د مخلوط ډیزاین سره سم په لابراتور کې چمتو کیږي.
پر کانکریټو باندې د تخته کیدو فکتور ازمایښت لپاره تګلاره .
لومړی باید د کانکریټو چمتو شوې نمونه په ارامۍ په بره قیف (hopper) کې واچول شي او بیا د ګل مالې په واسطه لیول شي .
سلنډر ته پوخ ورکول شي.
د بره قیف لاندې طرف دروازه چې (trapdoor) یې بولي په کراره سره پرانیستل شي څو کانکریټ له پاسني قیف څخه لاندني قیف ته راولویږي.کانکریټ په ارامۍ سره د لاندني قیف په څنډو کې په راډ سره تخته شي .
اوس باید د لاندني قیف لاندې دروازه پرانستل شي او کانکریټو ته اجازه ورکول شي څو لاندې سلنډر ته ښکته شي.
دلته چې د سلنډر په خوا شا کې کوم کانکریټ اضافه پاتې شي هغه ترې رالرې شي بیا د یوې ګلمالې په واسطه هموار شي.
د سلنډر خوا شا پاکه شي.
سلنډر له کانکریټو سره یوځای تر 10g پورې دقیق اندازه شي.دې وزن ته نیمه تخته شوی کانکریټ وزن W1 ویل کیږي.
اوس سلنډر باید له کانکریټو تش شي او له همدې کانکریټ مخلوط سره بیاځلې په طبقو کې ډک شي چې د هرې طبقې ژوروالي 5cm وي او ښه تتخته شي.بیا یې د تیر په څیر بره برخه لیول شي .
کله چې سلنډر پوره تخته شي .وزن یې واخستل شي چې دیته W2 وزن ویل کیږي .
د سلنډر تش حالت وزن واخستل شي او په W وښودل شي.
نوټ:
د کانکریټو ازمایښت د سیمنټو د هایدریشن د پروسو له امله اغیزمن کیږي ،نو ځکه باید له مخلوطولو وروسته په یو ثابت وخت کې ترسره شي.معمولا له پاسني قیف څخه لاندني قیف ته د کانکریټ راغورځولو وخت له مخلوطو وروسته دوه دقیقې وي.
د تخته کیدو فکتور قیمتونو محاسبه کول . Calculation of Compaction Factor Value
په لومړیو کې مو وویل چې د تخته کیدو فکتور د نیمه تخته شوو کانکریټو او پوره تخته شوو کانکریټو د وزنونو ترمنځ نسبت څخه عبارت دی .
د تخته کیدو فکتور قیمت= (W1-W) / (W2-W)
د تخته کیدو فکتور قیمت له 0.7 تر 0.95 پورې وي .

Share this:

  • Twitter
  • Facebook

You also might be interested in

د برج الخلیفه ساختماني تشریح . Structural Details of Burj Khalifa

Dec 20, 2017

ژباړه: انجنیر فرید عاطف د نړې ترټولو لوړې ودانې شپږ[...]

د شګې پړسوب Bulking of Sand

Jul 18, 2018

ژباړه: محمد فريد عاطف شګه سلیکاني(SiO2) ذرات دي چې د[...]

د ودانیو د تودوخې دعایق مواد او میتودونه

Aug 29, 2018

ژباړه: انجنیر محمد فريد عاطف د ودانیو د تودوخې دعایق[...]

افغان ټپس له بلجيم څخه خپرونې کوي © 2022