کانکریټو د قالب رالرې کول چې بې اعتباره ګرځول(strike-off) یا رالوڅول(stripping) هم بلل کیږي باید هغه وخت ترسره شي چې کانکریټو پوره محکمیت، د هغه تشنج دوه چنده چې کانکریټ ورسره د قالب له لرې کیدو وروسته مخ کیږي ترلاسه کړی وي.دا هم اړینه ده چې دهغو قالبونو ثبات ته هم پام وشي چې د قالب رالرې کولو پر وخت دنورو برخو لپاره پاتې کیږي .
د کانکریټ قالب د رالرې کولو وخت . Concrete Formwork Removal Time
د کانکریټو سختیدو اندازه اویا د کانکریټو محکمیت د چاپیریال تودوخې او قالب رالرې کولو وخت سره تړاو لرې اودقالب رالرې کول اغیزمنوي .د بیلګې په ډول ،په ژمې د کانکریټو قالب رالرې کولو وخت به د اوړي په پرتله زیات وخت ونیسي .د انحنايي عناصرو لکه بیم او سلب د قالب رالرې کولو په وخت باید ځانګړې پاملرنه وشي .ځکه دا عناصر حتی د جوړولو پروخت هم له خپل وزن او هم له ژوندي بار سره مخ وي ،نو که پوره محکمیت یی نه وي ترلاسه کړی کیدای شي د بارونو له امله کړوپ شي .ددې لپاره چې د قالب له رالرې کولو وړاندې د کانکریټو محکمیت محاسبه شي ،په کانکریټي مکعبونو او یا هم سلنډرونو باندې باید ازمایښتونه ترسره شي. د کانکریټ اچولو پر وخت باید له همغو کانکریټو سلنډرې نمونې واخستل شي په همغه اندازه اوبه ورکول شي او د کومو شرایطو سره چې ساختماني عنصر مخ دی د همغه یو شان شرایطو او تودوخې لاندې دا وساتل شي.
کله چې د ساختماني عناصرو د پوره محکمیت په اړه ډاډ ترلاسه شو او پوه شو چې اوس کولی شي د ډیزاین بارونو پروړاندې ودریږي نو بیا کیدای شي قالب ترې رالرې شي .که شوني وي قالب لږ زیات وخت پورې پریښودل شي ځکه دا مرسته کوي چې ښه وساتل شي.
له کانکریټي مقطعې څخه د قالب رالرې کول باید د ساختماني عنصر د لاندې کارونو لامل نه شي.
• د خپل وزن یا ډیزاین بار لاندې چپه نه شي.
• په لنډ یا اوږودمهال کې د د ساختماني عنصر د کړوپیدو لامل نه شي.
• کله چې قالب رالرې شي د ساختماني د فزیکي تخریب لامل نه شي.
باید پام وشي چې ساختمان خو د کنګل کیدو او ویلي کیدو سره مخ نه دی او یا هم د قالب له رالرې کیدو وروسته خو په کانکریټو کې درزونه منځ ته نه دي راغلي .که دپورته خطرونو ویره موجوده وي نو بیا غوره ده چې قالب رالرې کول وځنډول شي.
د قالب د خوندي رالرې کولو د وخت محاسبه . Calculation of Safe Formwork Striking Times:
ساختماني عناصر د ډیزاین بارونو پراساس جوړیږي .مګر وړاندې له دې چې ساختمان بشپړ شي او له ټولو فرض شوو بارونو سره مخ شي ،ساختماني عناصر له خپلو وزنونو او ساختماني پروسو پرمهال دساختمان جوړولو بارونو سره مخ وي .ددې لپاره چې ساختماني فعالیتونه چټک شي ،دا اړینه ده چې د ساختمان خاصیت د خپل وزن او ساختماني بارجوړولو بار لاندې مطالعه او محاسبه شي .که دا کار ترسره شي او وموندل شو چې ساختمان خوندی دی نو بیا کیدای شي چې قالب رالرې شي .که دا محاسبه ناشوني وي ،بیا کیدای شي د قالب د خوندي رالرې کولو لپاره لاندې فورمول وکارول شي .
د قالب رالرې کولو پروخت د ساختماني عنصر د خواصو سره یو شان مکعبي نمونې محکمیت ته اړتیا ده. فورمول داسی دی . مړ بار جمع ساختمان جوړونې بار تقسیم ټول ډیزاین بار ضرب د کانکریټو مارک .(Dead load+ construction load/Total Design load)*grade of Concrete
دا فورمول د Harrison لخوا په کال (1995) کې وړاندې شو په کوم کې چې هغه د قالب رالرې وختونه مشخص کړل .د قالب د رالرې کولو بل میتود دادی چې په ساختماني عنصر باندې غیرتخریبي (non-destructive) ازمایښتونه ترسره شي.
هغه فکتورونه چې د قالب رالرې کولو وخت اغیزمنوي .Factors Affecting Concrete Formwork Striking Times
د کانکریټو د قالب رالرې کولو وخت د ساختماني عنصر د محکمیت پورې اړه لري .دکانکریټو د محکمیت زیاتیدل په لاندې فکتورونو پورې اړه لري.
1) د کانکریټو مارک .څومره چې د کانکریټو مارک لوړ وي هومره د کانکریټو دمحکمیت زیاتیدو اندازه زیاته وي نو ځکه کانکریټ په لنډه موده کې محکمیت حاصلوي .
2) د سیمنټو مارک .د لوړ مارک سیمنټ کانکریټو ته دا خاصیت وربښي چې په لنډه موده کې محکمیت حاصل کړي.
3) د سیمنټو ډول .د سیمنټو ډول د کانکریټو د محکمیت په زیاتیدو اغیز لري.د بیلګې په ډول چټک سختیدونکي سیمنټ د عادي پورتلنډ سیمنټو په پرتله لوړ محکمیت زر ترلاسه کوي .ټیټ تودخې سیمنټ د OPC په پرتله د محکمیت لپاره زیات وخت ته اړتیا لري.
4) تودوخه .څومره چې د کانکریټ اچولو پروخت د کانکریټو تودوخه لوړه وي هومره په لنډه موده کې محکمیت حاصلوي .د ژمي پروخت د کانکریټو محکمیت ترلاسه کول زیات وخت نیسي.
5) قالب مرسته کوي چې کانکریټ له چآپیریال سره عایق ورته پیدا شي ،نو څومره چې په قالب کې کانکریټ د اوږدې مودې لپآره پاتې شي ،د هایډریشن تودوخې ضایعات به یې کم وي او محکمیت ترلاسه کول به یی چټک وي .
6) د ساختماني عنصر سایز .د ساختماني عنصر سایز هم د کانکریټو په محکمیت خپل اغیز لري .څومره چې د کانکریټو مقطعه غټه وي د وړو مقطعو په پرتله به یې محکمیت ترلاسه کول چټک وي .
7) د اوبو چټک ورکول هم مرسته کوي چې محکمیت زر ترلاسه کړي .
په عمومي ډول له کانکریټو څخه د قالب رالرې کولو لپاره لاندې قیمتونه په پام کې کې نیول کیږي چې د بیلابیلو ساختماني عناصرو لپاره بیلابیل قیمتونه لري.
a) که دکانکریټو محکمیت 2.5 N/mm2 پورې وي کیدای شي د ساختماني عناصرو د بغلونو قالبونه رالرې شي.
b) که د کانکریټو محکمیت د ټول ډیزاین محکمیت 70% پورې ترلاسه شوی وي تر 6m پورې وایې لپاره د د سلبونو او بیمونو د قالبونو دننۍ برخې رالرې کیدای شي.
c) که د کانکریټو محکمیت د ټول ډیزاین محکمیت 80% پورې ترلاسه شوی وي له 6m زیاتې وایې لپاره د د سلبونو او بیمونو د قالبونو دننۍ برخې رالرې کیدای شي.
d) ددیوالونود څنکونو ،پایو او بیمونو د عمودي مخونو قالبونه د کانکریټ اچولو څخه له 24 تر 48 ساعته وروسته رالرې کیدای شي (که چیرې OPC سیمنټ کارول شوي وي )
e) دسلبونه قالبونه رالرې کول 3 ورځې خو اړمونه (props)یی ورلاندې پریښودل شي.
f) د بیمونو راوتلو برخو قالب رالرې کول 7 ورځې خو ورلاندې اړمونه پآتې شي .
g) هغه سلبونه چې تر 4.5m وایه لري د هغې د ورلاندې قالب اړمونو(props) رالرې کول 14 ورځې .
h) هغه چې هغه سلبونه چې له 4.5m زیاته وایه لري د هغې د ورلاندې قالب اړمونو(props) رالرې کول 18 ورځې .
i) هغه بیمونه چې تر 6m وایه لري د هغې د قالبونو د اړمونو رالرې کول 14 ورځې .
j) هغه بیمونه چې له 6m زیاته وایه لري د هغې د قالبونو د اړمونو رالرې کول 21 ورځې .
مهمې نقطې .
هغه وختونه چې په پورته جدول کې د کانکریټو د قالبونو لپآره ښودل شوي یواځې هغه وخت د تطبیق وړ دي چې عادي پورتلنډ سیمنټ یا OPC کارول شوي وي .دسیمنټو نورو ډولو لپآره وختونه ددې 10/7 په اندازه دي . د چټک سختیدونکو سیمنټو وخت ددې وختونو 3/7 په اندازه دی.
د کانکریټ قالب د رالرې کولو مشخصات .Concrete Formwork Removal Specification:
د قالب درالرې کولو پرمهال باید لاندې نقطو ته پام وشي .
• قالب باید ترهغې رالرې نه شي چې کانکریټ پوره محکمیت نه وي ترلاسه کړی
• .د کانکریټو د قالب رالرې کول دساختماني عنصر په وظیفوي حالت او کانکریټو محکمیت ترلاسه کیدو پورې اړه لري.د کانکریټو مارک ،د سیمنټو ډول ،د اوبو سیمنټو نسبت ،د تودوخې درجه او یو شمیر نور فکتورونه د کانکریټو محکمیت ترلاسه کیدو باندې اغیز لري.
• د قالب برخې او نښلونې باید داسې برابرې شي چې د قالب بیرته رالرې کول یې اسانه وي .
• د قالب رالرې کول باید د انجینر په واسطه وڅارل شي.
• قالب باید د رالرې کولو په وخت خراب نه شي او یا هم لږ خراب شي.
• د قالب کومه برخه چې تخریبیږي سمدستي بیرته ترمیم شي .