ژباړه: انجنیر فرید عاطف
Antifreeze Admixtures for Concrete
په سړه هوا کې د کانکریټ اچولو لپاره د کانکریټو کنګل کیدو ضد علاوه کونکي مرکبونه.
کله چې تازه کانکریټ له کنګل کیدو سره مخ شي د هغو مقاومت له 20% تر 40% راکموي.د کنګل کیدو ضد علاوه کوونکی مرکب ،د هغې خواص او په سړه هوا کې د هغې کارول دلته د بحث لاندې نیول شوي .
په نورمال ډول کانکریټ د کانکریټو اچولو لپاره خپل ټاکلي شرایط لرې چې په هغې کې باید واچول .یو له دې شرایطو د چاپیریال د مناسبې تودوخې برابرول دي .که کانکریټ له 35سانتي ګرید پورته او 5 سانتي ګرید ښکته تودوخه کې واچول شي مقاومت او مداومت یې کمیږي .د ویلي کیدو –کنګل کیدو پروړاندې د تازه کانکریټو مقاومت د مداومت فکتور په پام کې نیولو سره هم په کنګل کیدو سره د کانکریټو مداومت 40% تر 60% راټيټیږي.په عادي ډول هم د اوسپنیزو کانکریټو د سیخانو او کانکریټو ترمنځ 70% نښتل راکمیږي. خو په سړه هوا کې کانکریټ واچول شي دا نښتل ورسره ډیر کمیږي چې په دې سره کانکریټ او سیخ زر سره جلا کیږي . په سړه هوا کې د کانکریټ اچولو پرمهال دا ډیره مهمه ده چې باید په پلاستیکي حالت کې کانکریټ کنګل نه شي.که په پلاستیکي حالت کې کانکریټ کنګل شي په هغې د هایدریشن پروسې نه ترسره کیږي .معمولا په سړې هوا د کانکریټ اچولو لپاره دوه میتودونه کاریږي.لومړی میتود دادی چې د کانکریټ اچولو په وخت د هغې لپاره د تودوخې نورمال چاپیریال برابرشي.دا داسې کیدای شي چې د کانکریټو مرکبه مرکبه موادو(اوبه او ډکوونکي مواد) ته تودوخه ورکول شي اوبیا سره مخلوط شي او یا هم په یو سرپټي تودوخې چاپیریال کې کانکریټ واچول شي.دویم میتود یې دادی چې په کانکریټو کې کیمیاوي علاوه کوونکی مرکب ورزیات شي څو د هغې تودوخه پورته یوسي.چې معمولا د سیمنټو د وزن تر 2% پورې علاوه کوونکي مرکب له سیمنټو سره یوځای په کانکریټو کې اچول کیږي.
پخوا به په کانکریټ کې کلسیم کلورایډ د چټک کوونکي علاوه کوونکي مرکب په توګه کاریده څو په ټیټه تودوخه کې د ورو هایدریشن اغیز راکم کړي.خو ستونزه داده چې ددې علاوه کوونکي مرکب کارول د کنګل کیدو د تودوخې ټیټه تودوخه کې بې اغیزې دی.نو ځکه د ټیټي تودوخې لپاره د ځانګړو علاوه کوونکو مرکبونو ته اړتیا ولیدل شوه .
د کانکریټ لپاره د کنګل کیدو ضد مرکب . Antifreeze Admixtures for Concrete
د کنګل کیدو ضد علاوه کوونکي مرکب په کانکریټو کې د کارول شوو اوبو په فزیکي شرایطو باندې اغیز کوي .دا کولی شي د اوبو د کنګل کیدو نقطه ښکته راوړي او کیدای شي د هغو اوبو لپاره وکارول شي چې تودوخه یې تر منفي 30 سانتي ګرید ټیټه وي.په دې سره به د کانکریټ جوړونې موده وغزیږي.
د کنګل کیدو ضد علاوه کوونکي مرکب عمل او کیمیاوي جوړښت . Chemical Composition and Action of Antifreeze Admixtures
د کنګل کیدو ضد علاوه کوونکي دوه ډوله مرکبونه شته چې د کنګل کیدو ضد خاصیت ورکوي او د سختیدو او ځان نیونې وخت ته چټکتیا ورکوي.چې په لاندې ډول دي.
لومړی ګروپ .First Group
چې په کانکریټو کې د اوبو د کنګل کیدو نقطه راټیټوي .خو دا مواد بیا د ځان نیونې او سختیدو په پروسه کې کمه ونډه اخلي.
دویم ګروپ . Second Group
په دې کې بیا دویمي او دریمي علاوه کوونکي مرکبونه راځي کوم چې پوټاش لري او د کلسیم کلورایډ ،سوډیم ناتیریټ ،کلسیم کلورایډ له سوډیم ناتیریټ ،کلسیم نایټریټ یوریا او نورو کیمیاوي مرکبونو سره یوځای وي.دا د کنګل کیدو ضد موثر خواص دي څو د ځان نیونې او سختیدو خاصیتونه ښه کړي.دا په کانکریټو کې په لویه پیمانه کاریږي.یو له داسې بیلګو د 8% سوډیم نایتریټ کارول دي چې مایع په 15 درجې سانتي ګریډ کې وساتي .
په مخلوط کې د معلوم مقدار پراساس ،غیر کلورایډي علاوه کوونکي مرکبونه مخلوط (مساله یا کانکریټ)ددې وړ ګرځوي څو د کنګل کیدو په ټیټه تودوخه کې ښه ځای په ځای شي .دا ددې زمینه برابروي څو په سوړ موسم کې خوندی ساتلو ته اړتیا راکمه شي .په دې سره د کانکریټو کیفیت ښه کیږي او ددې زمینه برابروي څو وختي ځان نیونه رامنځ ته شي او قالبونه زر را لرې شي او ساختماني کارونه چټک شي.که په کانکریټو کې نور علاوه کوونکي مرکبونه لکه سوپر پلاستیک سیزر د کنګل کیدو ضد مرکب سره یوځای وکارول شي کانکریټو ته زیان نه رسوي بلکي ګټه رسوي ځکه ددې نورو مرکبونو په کارولو سره به ګټه داشي چې په کانکریټو کې د اوبو غوښتنه راکمه شي.د اوبو په کمیدو سره به په کانکریټو کې د ازادو کنګل کیدونکو اوبو اندازه راکمه شي..
د کنګل کیدو ضد علاوه کوونکي مرکب غوره کول . Selection of Antifreeze admixtures
هغه فکتورونه چې د کنګل کیدو ضد مرکب په غوره کې په کې نیول کیږي په لاندې ډول دي.
د ساختمان ډول .
د کارکولو شرایط.
په ژمي کې د کانکریټو اچولو لپاره د خوندیتوب میتودونه .
د سیمنټ او ډکوونکو موادو ډول .
په هغو کنګل کیدو ضد مرکب او کارکولو موادو باندې په په لابراتور کې ازمایښت ترسره شي چې په پام کې ده په ساحه کې وکارول شي.
د کنګل کیدو ضد علاوه کوونکي مرکب کارولو ګټې .
د کنګل کیدو ضد مرکب د کارولو ټکنالوژي ساده ده او په سوړ موسم کې د کانکریټ اچولو لپاره ګټور دی.ددې مرکب په کارولو سره د موادو ترمنځ چسپش زیاتیږي ،سوړ درز اندازه راکمیږي او د کانکریټو پلاستیکیت زیاتیږي .په دې سره د کانکریټو د اوبو ورکولو او خوندي ساتلو کې په پراخه پیمانه سپما کیږي.