ژباړه: رحیم الله حبیب زی
کله چې په کانکریټي عنصر کې حجمي بدلون رامنځته شي نو درزونه رامنځته کیږي چه د کانکریټو تجزیه کیدو باعث ګرځي. نفوذ پذیري یا (د مادې هغه خاصیت چې اوبه او نوره مایعات کولای شي په اسانی سره د مادې داخلي جوړښت ته ننوزي. ) هغه کمک کوونکی فکتور ده چه حجمي بدلون رامنځته کوي. د اوبو/سمنټو نسبت زیاتیدل د نفوذ پذیري زیاتیدو لپاره اساسي علت شمیرل کیږي. ځکه نو د اوبو/سمنټو نسبت زیاتول —- نفوذ پذیري —- حجمي بدلون —- درز —- تجزیه کیدنه —- او د کانکریټو تخریب په کانکریټو کې یوه دوراني پروسه ده ، ځکه نو د یو دوام داره کانکریټو لپاره د اوبو/سمنټو نسبت ممکنه کوچنی قیمت استعمال د بنیادي ضرورتونو څخه ده ترڅو یو متراکم او داسی کانکریټ چه اوبه او نوره مایعات په کې نفوذ ونه کړي، تولید کړو.
د کانکریټو په کوچني یا ذره بیني جوړښت کې هغه وخت فوق العاده بدلون رامنځته کیږي. کله چه د اوبو/سمنټو نسبت کې کموالی یا زیاتوالی رامنځته شي. د کموالي په صورت کې نفوذ پذیري داسې یو سرحد ته کمیږي چه اوبه کانکریټو ته نه ننوځي. دا په د معنی نه ده چې نوموړي جوړښت کې یو بل سره وصل شوي ویښته ډوله د درزونو شبکه شتون نه لري بلکه دا ويښته ډوله یا ډیرباریک درزونه دومره نري دي چه اوبه پکې جریان نشي موندلای. کله چه دا ډول کانکریټ د کلورایډ ایون نفوذ پذیري لپاره ټیسټ کیږي دا په ګوته کیږي چې د کلورایډ ایون په کانکریټو کې ۱۰ الی ۵۰ ځله نسبت هغه کانکریټو ته چې د اوبو/سمنټو نسبت یې زیات وي ، کم نفوذ کوي.
دا ثابته شوي چې پرته له کوم شک نه هغه کانکریټ چې د اوبو/سمنټو نسبت یې کم وي ، نسبت کاربونیشن یا (هغه محلول چې د کاربن دای اکساید ګاز پکې حل شوی وي ) ، بهرنی کیمیاوی حملې او نوره مضر یا تخریبي اغیزې چې د کانکریټو دوام کموي ، ته کم حساسه یا اسیب پذیره وي.
دا راپور ورکړل شوی چې کوم کانکریټ د اوبو/سمنټو نسبت یې کم وي ، هیڅ امکان نلري ترڅو هغه فولادي سیخان چه ساتل شوي نه وي، زنګ ووهي په داسې یو ټیسټ کې چې د زنګ وهنې لپاره اجرا کیږي. له دې نه ښکاري چه ددې لپاره چه فولادي تقویه کوونکي سیخان زنګ ونه وهي، تر ټولو بهترینه لاره دا ده چې د اوبو/سمنټو نسبت را کم کړو او کافي کانکریټي پوښ ورکړو، نسبت دې ته چه د اوبو/سمنټو نسبت زیات کړو او فولادي سیخان د اپوکسی ( Epoxy) یا نوره پولي میري موادو په واسطه پوښ کړو.
د اوبو/سمنټو نسبت کموالی ښه والی د کانکریټو دوام لپاره په ټولو پړاونو او ډولونو کې ثابتیدای شي. اما په حقیقي عملي برخه کې ډیرو کلونو نه ورسته دا جوته شوي چه تقریبا دا ناممکنه ده ترڅو د اوبو/سمنټو نسبت له 0.4 څخه راټیټ کړو. تیرو ۲۰ کالونو را پدې خوا دا حالت په هند کې د سوپر پلاسټیزایر ( Superplasticizer) یا اوبه کمونکي کیمیاوي مخلوط په استعمال سره بدل شوی. د نوموړي کیمیاوي مخلوط استعمال او ګټه اخستنه په ساینس او هنر کې د دوامداره کانکریټ تیارولو داسې چې په ډیر شدت سره د اوبو/سمنټو نسبت راکموي ، یو پاڅون یا انقلاب رامنځته کړی. نوي Superplasticizer دومره ګټور دي چه کولای شو بهیدونکي یا رقیق کانکریټ په داسې حال کې چه د اوبو/سمنټو نسبت یې 0.25 یا هم حتی 0.20 پورې راټیټه شي ، تولید کړو.
دا کیمیاوي پرمختګ د Silica fume او نوره فرعي سمنټي توکي لکه Fly ash په استعمالولو سره دا ممکنه کړي ترڅو لوړ مقاومت لرونکي کانکریټو یوه نوي کورنی چې په عمومي ډول ورته لوړ- کار ورکونکی کانکریټ کوم چې دوامداره وي ، تولید شي.
په اکثره نوي پورته ذکر شوي کانکریټو کې چه د اوبو/سمنټو نسبت یې کم وي ، ددې لپاره چه د سمنټو ټول ذرات په مکمل ډول Hydrate شي ، کافي اوبه شتون نه لري. هغه اوبه چه شتون لري یواځې د سمنټو ذراتو سطحه Hydrate کوي یا هغه ذرات چه سطحې ته نږدې قرار لري. او زیات مقدار نوره Un-hydrated سمنټ ذرات پاتې کیږي چه ډیر مهم رول د مقاومت په ساتلو کې ادا کوي. مثلا که چیرې په هر علت ساختماني یا محیطي ، کانکریټ درز وکړي، هرڅومره زر چې اوبه یا رطوبت د نوموړي درزونو له طریقه نفوذ وکړي Un-hydrated سمنټو ذرات په hydrate کیدو باندې پيل کوي، دا ویل کیږي چې Un-hydrated د سمنټو ذرات په خپله احتمالي درملنه یا رغونه اجرا کوي ترڅو د کانکریټو دوام ښه والی پیدا کړي.
نوټ: hydrate یا Hydration یوه کیمیاوي پروسه یا تعامل څخه عبارت ده کوم کې چې د سمنټو ذرات یا مالیکولونه یا ترکیبونه د اوبو له مالیکلونو سره تعامل کوي او سره نښلي.