د کانکریټو پیسون نسبت . Poisson’s ratio of Concrete
په سیول انجینرۍ کې د پیسون نسبت پیژندل خورا ډیر ارزښت لري.د پیسون نسبت په مرسته د موادو مقاومت پیژندل کیږي او له مخې یې د ساختماني عناصرو په ډيزاین کې مناسب مواد غوره کیږي .
د پیسون د نسبت څه شی دی ؟
د پیسون د نسبت چې د پیسون ضریب هم بلل کیږي د لاښه روښانه کولو لپاره غواړو یوه بیلګه وړاندې کړو. یو پلاستیکي پایپ په پام کې ونیسۍ چې 25mmقطر لري او 10000mm اوږدوالی لري .که چیرې دا پایپ له دواړو لورو څخه کش شي ،وبه لیدل شي چې د پایپ قطر یو اندازه کم شوی او اوږودوالی زیات شوی.اوس که چیرې د پایپ د قطر دغه کمه شوې اندازه ،فرض کړۍ 0.1mm وي او دا د قطر په اصلي اندازه (25mm) وویشل شي دیته د پایپ جانبي نسبي کمیدل یا جانبي سټراین(Lateral Strain) وایی او مونږ به trans نوم ورکړو.په ورته وخت کې د پایپ اوږوده شوې برخه ،فرض کړۍ 5mm ، د پایپ په اصلي اوږودوالي 10000mm وویشل شي( = L/L) دیته د اوږدوالي نسبي اوږدیدل یا اوږدو سټراین(longitudinal Strain ) ویل کیږي او مونږ به یې به ورته اوس longitudinal ووایو .اوس که چیرې جانبي سټراین په اږودوالي سټراین وویشل شي (trans / longitudinal)دیته د پیسون نبست v یا نیو وایې .
که چیرې برعکس په یوه ساختماني باندې له دواړو خواو فشار وارد شي نو عنصر به جانبي شلم یعنی قطر به یی زیات شي او اوږودوالی به یې کم شي .د بیلګې په ډول که همدا پورته یاد شوی پایپ له دواړو خواو د فشار لاندې راشي یا ددواړو لورو څخه پرې بار وارد شي نو وبه کتل شي چې قطر یې زیات شوی او اوږودوالی یې کم شوی دی چې دلته هم د جانبي تغیر شکل او طولاني تغیر شکل ترمنځ نسبت د پیسون نسبت بلل کیږي .
څومره چې د یو ساختماني عنصر د پیسون نسبت قیمت زیات وي نو دا په دې مانا دی چې عنصر لوړ الاستیکي خواص لري او برعکس څومره چې کمیږي په دې مانا دی چې مواد سخت دی او الاستیکیت یې کم دی .د بیلابیلو موادو لپاره د پیسون نسبت بیلابیل قیمتونه لري.د رابر د پیسون نسبت 0.5 او د مسو 0.33 دی .د کانکریټو د پیسون نسبت له 0.1 تر 0.2 پورې دی چې د کانکریټ په مخلوط پورې اړه لري .دکمزوري مخلوط کانکریټو لپاره 0.2 او د غني کانکریټو لپاره 0.1 دی .
You also might be interested in
ژباړه: شرر ساپی آمنه په کړکۍ کې ولاړه وه کعبې ته[...]
د ودانیو د چاودنو ضد ډيزاین . Blast Resistant Design[...]
ژباړه: ګلاب بهار کوچني کاروبارونه هغو کاروبارونو ته ویل کېږي،[...]
اړيکه
پته
Burggravenlaan 00
Ghent Belgium
اړيکې شمېره
0032466076718 وټس اپ
facebook.com/afghan.Tips
پلټنه
د ویب سایټ په اړه
زموږ ویب سایټ د جوړېدو په حال کې دی