• لیکنې او خبرونه
  • د ژبې زده کړه
    • هالنډي – پښتو درسونه
    • درسي مواد
    • پښتو – هالنډي ډیکشنري
    • د ژبې اصطلاحات
    • ویډیوګانې
    • فرانسوي ژبه
  • ویډیوګانې
  • زموږ ټولنه
  • قوانين او مقررات
  • پناه غوښتنه
  • زموږ په اړه
    • زموږ په اړه
    • Privacy Policy
  • ps پښتو
    nl Nederlandsps پښتو
AFGHAN TIPS - BELGIUM
  • لیکنې او خبرونه
  • د ژبې زده کړه
    • هالنډي – پښتو درسونه
    • درسي مواد
    • پښتو – هالنډي ډیکشنري
    • د ژبې اصطلاحات
    • ویډیوګانې
    • فرانسوي ژبه
  • ویډیوګانې
  • زموږ ټولنه
  • قوانين او مقررات
  • پناه غوښتنه
  • زموږ په اړه
    • زموږ په اړه
    • Privacy Policy
  • ps پښتو
    nl Nederlandsps پښتو

د کانکریټي مخلوط تشکیلونکي مواد چه له سمنټو سره ګډیږي (اګریګټ) یا جغل شګه درجه بندي او اغیزې

Home انجينیريد کانکریټي مخلوط تشکیلونکي مواد چه له سمنټو سره ګډیږي (اګریګټ) یا جغل شګه درجه بندي او اغیزې

د کانکریټي مخلوط تشکیلونکي مواد چه له سمنټو سره ګډیږي (اګریګټ) یا جغل شګه درجه بندي او اغیزې

لیکنه: رحیم الله حبیب زی

اګریګټ د ساختماني مصالحې حجم ۵۵ فیصده او د کانکریټي مخلوط یا کتلې حجم تر ۸۵ فیصده  پورې  تشکیلوي.

ساختماني مصالحه کې د اګریګټو سایز تر ۴.۷۵ ملي متره او کانکریټو کې تر ۱۵۰ ملي متره پورې استعمالیدای شي او یا یې په خپل ترکیب  کې لري.

دا چه د اګریګټو (جغل او شګه) ذرات څه ډول په مخلوط کې سره یوځای شوي ، د ذراتو یا دانو درجه بندي ( یا د ذراتو منظم ترتیب)،  شکل او د سطحې جوړښت د تازه کانکریټو په نهایي ختمیدونکي خصوصیاتواو کار اخیستنې  باندې مهمه اغیزه لري په نتیجه کې سخت شوي کانکریټ خواص بدلون کوي.

دا ډیره مشهوره شوي چه د کانکریټو محکمیت  د اوبه سمنټو W/C نسبت تابع ده. او نوموړي نسبت د کانکریټو څخه د کار اخیستنې خصوصیات او دا په ګوته کوي چه کانکریټو نه په کومو مواردو کې په سم ډول کار واخیستل شي.

یو له هغو ډیرو اړینو فکتورونو (عواملو) څخه چه د کار وړکانکریټ تولید کړي ، د اګریګټو ښه درجه بندي ده.

ښه درجه بندي پدې مفهوم چه د اګریګټو یوه نمونه یا سمپل د اګریګټو ټولې معیاري  حصې یا برخې (ذرات) په غوښتل شوي یا د ضرورت وړ تناسب  ولري داسې چه نمونه په اصغري ډول تش ځایونه یا منفذونه ولري. په داسې یو حالت کې به لږې سمنټي مصالحې ته ضرورت وي ترڅو د اګریګټو ذراتو ترمنځ خالیګاوې ډکې کړي. په نتیجه کې به تقلیل شوي سمنټي خمیره لږ مقدار سمنټو ته او لږ مقدار اوبو ته ضرورت ولري. یعنې د سمنټو او اوبه مقدارکمیږي. کوم څه چې د اقتصادي ودې یا فکتور، لوړ محکمیت (کلکوالی)، کم انقباض او ډیر دوام ضمانت یا ښکارندوي کوي.

د ښو درجه بندي شوي اګریګټو ګټو ته که له يوې بلې زاويې وګورو،  مثلا که چیرې کانکریټ  د دوه حالتونو یا مرحلو څخه ترکیب شوي مادې په شکل تر څیړنې لاندې ونیول شي. د سمنټي خمیرې مرحله او د اګریګټو (جغل او شګه)  مرحله نو د سمنټي خمیرې حالت عبارت له یو داسې حالت څخه ده چه د کانکریټو ټولو بدو عواقبو په مقابل کې اسیب پذیره ( په اسانۍ سره د ضرر قبلوونکی) ده.  سمنټي خمیره په نورمال کانکریټ کې د اګریګټو څخه کمزوري ده په استثنا د هغو اګریګټو چه ډیر سپک دي. سمنټي خمیره نسبت ډیرو مینرالي اګریګټو ته نفوذ منونکي دي. (اوبه ترینه تیریږي.) سمنټي خمیره د کانکریټو تخریب کیدو په مقابل کې اسیپ پذیره یا اغیزمنه ده خصوصا کله چه کانکریټ د مضره کیمیاوي موادو تر حملې لاندې قرار ونیسي. په لنډو ټکو کې به ووایو چه سمنټي خمیره د کانکریټو په کتله کې کمزوري ارتباط ورکونکي ماده ده. هر څومره یې چه مقدار کمیږي هغومره د کانکریټو په ښه والي کې زیاتوالی راځي.  او دې موخې ته د رسیدو لپاره د ښه درجه بندي شوي اګریګټو څخه کار اخیستل دي.

ډیرو څیړونکو د کانکریټو ټکنالوجي په ساحه کې دې نتیجې ته رسیدلي چه ښه درجه بندي شوي اګریګټ د با کیفیته کانکریټو په جوړلو کې رغنده  رول لوبوي او د اقتصادي ودې لپاره ګټور ثابت شوي.

Fuller and Thompson  دوو ساینسدانانو (عالمانو) د څیړنو په پایله کې دې نتیجې ته رسیدلي د اعظمي  تراکم درجه بندي تر ټولو لوړ محکمیت  په ګوته کوي. او د درجه بندي منحني د پارابولا سره ورته والی لري.

نور بیا…………………………………………………….

Share this:

  • Twitter
  • Facebook

You also might be interested in

د کانکريټو کاربونیشن Carbonation of Concrete

د کانکريټو کاربونیشن Carbonation of Concrete

Mar 7, 2016

ژباړه: رحیم الله حبیب زی کاربونیشن د کانکریټو پتروګرافیکي تحلیل[...]

هغه کانکریټ چې په خپل ترکیب کې فایبر لري او لوړ مقاومت لرونکي کانکریټ تولیدوي مقیاسوي څیړنه

هغه کانکریټ چې په خپل ترکیب کې فایبر لري او لوړ مقاومت لرونکي کانکریټ تولیدوي مقیاسوي څیړنه

Feb 17, 2016

ژباړه: رحیم الله حبیب زی کانکریټ په پراخه پیمانه استعمالیدونکي[...]

د کانکریټو په دوام باندې د اوبو/سمنټو (W/C ) نسبت اغیزه

د کانکریټو په دوام باندې د اوبو/سمنټو (W/C ) نسبت اغیزه

Mar 1, 2016

ژباړه: رحیم الله حبیب زی کله چې په کانکریټي عنصر[...]

افغان ټپس له بلجيم څخه خپرونې کوي © 2022