• لیکنې او خبرونه
  • د ژبې زده کړه
    • هالنډي – پښتو درسونه
    • درسي مواد
    • پښتو – هالنډي ډیکشنري
    • د ژبې اصطلاحات
    • ویډیوګانې
    • فرانسوي ژبه
  • ویډیوګانې
  • زموږ ټولنه
  • قوانين او مقررات
  • پناه غوښتنه
  • زموږ په اړه
    • زموږ په اړه
    • Privacy Policy
  • ps پښتو
    nl Nederlandsps پښتو
AFGHAN TIPS - BELGIUM
  • لیکنې او خبرونه
  • د ژبې زده کړه
    • هالنډي – پښتو درسونه
    • درسي مواد
    • پښتو – هالنډي ډیکشنري
    • د ژبې اصطلاحات
    • ویډیوګانې
    • فرانسوي ژبه
  • ویډیوګانې
  • زموږ ټولنه
  • قوانين او مقررات
  • پناه غوښتنه
  • زموږ په اړه
    • زموږ په اړه
    • Privacy Policy
  • ps پښتو
    nl Nederlandsps پښتو

د کانکرېټو په فشاري مقاومت باندې د اوبو ورکولو اغېزې

Home انجينیريد کانکرېټو په فشاري مقاومت باندې د اوبو ورکولو اغېزې
د کانکرېټو په فشاري مقاومت باندې د اوبو ورکولو اغېزې

د کانکرېټو په فشاري مقاومت باندې د اوبو ورکولو اغېزې

ژباړه: انجينیر انعام‌الله انعام

دوهمه برخه

 

  1. Materials and Experimental Work  مواد او تجربوي کار:
    • مواد: په دې څېړنه کې د محلي موادو څخه چې په پراخه پيمانه پيداکېږي؛ استفاده شوې چې عبارت دي له جغل (کرش جغل)، سليکا شګې، د څښلو وړ پاکې اوبه او د Lebanon سمنټ څخه.

 Aggregates. 2.1.1 اګريګيټ:

په دې څيړنه کې دغټ دانه او ميده دانه جغلو څخه استفاده شوې چې د جغلو د ميده‌ګي ضريب د لوړ مقاومت لرونکي کانکرېټو په توليد کې يو له مهمو فکټورونو څخه دی. دايروي شکل لرونکی ميده دانه جغل چې د صاف ساختمان لرونکی وي؛ د کانکرېټو د مخلوط په وخت کې لږ اوبو ته ضرورت لري نو ځکه په لوړ مقاومت لرونکي کانکرېټو کې ورته زياته ترجيح ورکول کېږي. هغه شګه چې د ميده‌ګي ضريب يې 3 او يا د هغې څخه زيات وي دښې کارونې يا  workability لپاره ورته ترجيح ورکول کېږي.

په دې څيړنه کې طبعي شګه د Alsadoor سيمې څخه چې مخصوصه وزن، د ميدګې ضريب او د اوبو د جذب سلنه يې په ترتيب سره 2.7، 3.16، او 1.5% ښودل شوې. په table.1 کې دشګې درجه بندي او د BSS882.92   کوډ حدود ښودل شوي دي.

الحسني Alhassani په خپله څيړنه کې موندلې چې ميده دانه لرونکي جغل لوړ مقاومت لرونکي کانکرېټ توليدي نو ځکه پدغه څيړنه کې اعظمي سايز د جغلو 14mm په نظر کې نيول شوې. همدا شان کرش جغل د السدور سيمې څخه چې مخصوصه وزن يې 2.64 او د اوبو جذب فيصدي يې 0.56% ده؛ کارول شوی دی. په Table.2 کې د جغلو ګريډيشن او د  BSS882.92 ستنډرډ حدود ذکر شوي دي.

2.1.2. Admixture يا کېماوي علاوه‌ګي:

دلوړ مقاومت لرونکي کانکرېټو د توليد لپاره ضروري ده چې د اوبو اندازه water content کمه کړی شي. نو د دې  لپاره چې د اوبو د کموالي له اثره د کانکرېټو په workability باندي تاثير وارد نشي نوپدي تحقيق کې د کېمياوي علاوه کوونکې موادو څخه چې د(SP) super plasticizer نوميږي استفاده شوې. په دغه ريسرچ کې د غليظ ميلامين الديهايد څخه چې د سوپر پلاستيسايزر  په حيث چې  د Melmant L-10 په نامه ياديږي؛ کار اخستل شوی. نظر ASTM- C494 کوډ ته دغه SP په کالس F کې درجه بندي شوی ځکه چې کولاي شي چې د اوبو د اړتيا  اندازه په کانکرېټو کې تر 12% پورې کمه کړي.

د  SP لپاره مطلوب ډوز  د سمنټو د کتلې 4% په نظر کې نيول شوی چې 25% د اوبو اړتيا د کموالي باعث ګرځي. SP دپوډر په شکل وجود لري چې يوه برخه سوپر پلاستيسايزر پوډر د 4 برخې اوبو سره د مخلوط کولو په پایله کې د 20% غلظت لرونکی سوپر پلاستيسايزر محلول تيار او د 5 دقيقو لپاره په اوبو کې دخورولو څخه وروسته د 2 ساعتونو لپاره په لابراتوار کې ساتل شوی او بيا د کانکرېټو سره مخلوط شوی.  د سوپر پلاستيسايزر مشخصات په table.3 کې ذکر شوې دي.

 

Table (1): Grading of Fine Aggregates:

BSS 882-92 Limits % passing by Weight Sieve Size (mm)
100 100 10.0
89-100 92.0 5.00
65-100 79.5 2.36
45-100 62.8 1.18
25-80 41.4 0.60
5-48 6.2 0.30
0-15 0.1 0.15

 

 

 

 

 

 

 

 

 

Table (2): Grading of Coarse Aggregates:

BSS 882-92 Limits % passing by Weight Sieve Size (mm)
100 100 20
90-100 100 14
50-85 70.0 10
0-10 6.00 5.00
—— 0 2.35

 

Table (3).  Properties of Super Plasticizer#

Concrete Superplasticizer Main action
Hardening accelerator Subsidiary effect
Clear to slightly milky Appearance
Approx 20% Solid in aqueous solution
1.1 gr/cm3 Density
7-9 pH Value
Less than 0.005% Chloride content
At least two years Storage life
none Sugar content

دغه مشخصات د محصول له کتلاگ څخه ترلاسه شوي.

 

 

 

 

 

 

 

  • Concrete Mixes د کانکرېټو ګډول:

په دې څيړنه کې 4 ډوله کانکرېټ څيړل شوي چې د 40، 60، 70 او 80 MPa مقاومت لرونکي دي چې دلته په Mix N0. 1, 2, 3, 4 ښودل شوي دي. دمکس ډيزاين دبرابرولو لپاره د BS 5378: Part2: 1991 ستندرد څخه استفاده شوې ځکه چې دکانکرېټو مقاومت په دغه ميتود کې نظر ACI 211 ته لوړوي. د 4 نوعه مخلوطونو تفصيل په لاندې 4 نمبر جدول کې ښودل شوی.

Table (4): Mix Proportions of Concrete:

Fcu (MPa) SP % Gravel Kg/m3 Sand Kg/m3 Cement Kg/m3 Water Kg/m3 W/C ratio Mix No.
40 —— 1092 728 400 200 0.50 1
60 4% 1050 762 446 160 0.38 2
70 4% 1030 687 540 160 0.30 3
80 4% 996 664 600 160 0.27 4

 

2.3 . Testing hardened concrete ازموينې:

2.3.1 . Compressive strength Measurement د فشاري مقاومت اندازه   کول:

فشاري مقاومت د 2000 کېلونيوټن فشاري ظرفيت لرونکي ماشين په مرسته ترسره شوی چې دکانکرېټو فشاري مقاومت دهرو دريو نمونو له اوسط څخه اخيستل شوی.

2.3.2. Two types of molds are used د قالبونوسايز:

له دوه ډوله قالبونو څخه په دغه څيړنه کې دنمونه‌اخستلو لپاره استفاده شوې.

(150x150mm) مکعبي بېلګې نظر BS1881: Part 108:1963 ته تيار کړل شوې او نظر BS1881: Part 116:1963 ستندرد ته ازمویل شوې.

(100x100mm) مکعبي بېلګې نظر BS1881: Part 108:1963 ته تيار کړل شوې او نظر BS1881: Part 116:1963 ستندرد ته ازمویل شوې.

2.3.3. Curing and testing age:

دلوړمقاومت لرونکي کانکرېټو ساتنه په اوبو کې يوه مهمه مشخصه ده ځکه چې له ټيټ W/C نسبت څخه استفاده شوې . په دغه څيړنه کې د کانکرېټو درې ډوله ساتنه ترسره شوې:

A ګروپ- بېلګې تر 7 ورځو پورې لوند اونور دازموينې دمهال تر رارسيدو پورې په وچ شکل په لابراتوار کې د 26-30 درجه سانتي ګريد کې ساتل شوې.

B ګروپ- بېلګې د ازموینې ترمهال پورې لندې ساتل شوې.

C ګروپ- په لوړ درجه تودخه کې دکانکرېټو ساتنه: بېلګې داوبو په لوښي کې ځاي په ځاي شوې او بيا لوښي په داسي کوټه کې چې تودخه درجه يي 60±2 oC  وي؛ د 6 ورځو لپاره ساتل شوې او باقي د ازموينې د مهال تر رارسيدو پورې په لابراتوار کې 26-30 درجه دتودخه کې ساتل شوې. دا بېلګې په 7، 28 او 90 ورځو کې ازمویل شوې.

لومړۍ برخه دلته:

http://afghan.tips/archives/4962

[review]

 

Share this:

  • Twitter
  • Facebook

You also might be interested in

دماشومانو روزنه

دماشومانو روزنه

May 13, 2015

ژباړه: سیف خوستی آیا دماشومانو د روزنې لپاره کوم ځانګړي[...]

په جاپان کي د بې لینه بریښنا د لېږد بریالۍ تجربه

په جاپان کي د بې لینه بریښنا د لېږد بریالۍ تجربه

Mar 16, 2015

 ژباړه: احمدشاه پاڅون جاپاني ساینسپوهانو د بریښنا د وایرلیس لېږد[...]

دماشومانو د هوښیارتیا ټاکنه

دماشومانو د هوښیارتیا ټاکنه

May 18, 2015

ژباړه: سیف خوستی که هیله لرئ چې ماشوم په راتلونکې[...]

افغان ټپس له بلجيم څخه خپرونې کوي © 2022