- ليکنه: محمد عزيز تحريک
- زه په ۱۳۸۴ ل.ل. کال کې له مسکو څخه کابل ته لاړم. د ډاکتر لطيف «بهاند» د تاکيد او ټينګار له مخې چې يې په مسکو کې پرما کړی وه او راته يې ويلي وه چې «ته به هېوادمل صاحب ته ورشې، ما ورسره د تا د مقررۍ په هکله خبرې کړې دي؛ هغه به تا مقرر کړي!»
زه چې کابل ته لاړم؛ هېواد مل صاحب ته ورغلم. ور سره مې په ارګ کې د ده په دفتر کې لنډه ليدنه وکړه …
هېوادمل صاحب راته وويل :ته يوه اونۍ وروسته راشه ! زه به د تا د مقررۍ په اړه له کوم چاسره خبرې وکړم!
په منځ کې يوه اونۍ تېره شوه؛ بيا ارګ ته له پنځو ځايونو تالاشۍ څخه وروسته د هېوادمل دفتر ته ورغلم؛ له ده سره په دفتر کې د حامد کرزي د لومړۍ کابينې برحال څلور وزيران ناست وو. سلام کلام مو سره وکړ؛ هېوادمل صاحب هغوی ماته راوپېژندل او زه يې هغو ته ور معرفي کړم.د غرمې د ډوډۍ وخت شو ؛ د جمهوري رياست «قاروانه »راوړل شوه، ټول شپږ تنه د مېز شاوخوا په څوکۍ ګانو د ډوډۍ د خوړلو لپاره سره کښېناستلو. په ډوډۍ خوړلو موپيل وکاوه؛ دوی هم ډوډۍ خوړله او هم يې خبرې کولې او د هېواد په جاري حالت يې بحث کاوه.
ما د دوی خبرو ته غوږونه نيولي وو ځکه دوی لوی خلک (وزيران ) وو او زه بېکاره او بې روزګاره سړی !!ما له ځان سره فکر کاوه :
زه به په همدې ناستې کې له دغو پنځو تنو وزيرانو څخه يو څه ګټور زده کړم !
د دوی خبرې په دې را څرخېدلې چې:
«د سترې محکمې رئيس په فلانۍ دوسيه کې … زره ډالر رشوت واخيست! بل به وويل: په هاغه مسئله کې د سترې محکمې معاون … دغومره زره ډالر رشوت واخيست!درېيم به ويل: د يوولسمې ناحيې د محکمې رئيس په هاغه فقره کې دغومره….زره ډالره رشوت واخيست ! او څلورم پرې راټوپ کړ : هغه موضوع خو تاسې ټولو ته معلومه ده چې …او … قاضيانو پکې … زره ډالر واخيستل او پنځم وزير «هېوادمل » همدا شان ورته يوه موضوع په ګوته کړه !
په پای کې ما له دوی څخه اجازه و غوښتله او ورته مې وويل :
آيا ماته هم د خبرو کولو اجازه راکوئ؟
هغو يو بل ته سره وکتل او موسکي غوندې شول؛ همزمان يې ځواب راکړ :
ولې نه ! مهرباني وکړه !
ما دوی ته وويل :
تاسې پنځه واړه د برحالې کابينې وزيران ياست او دومره ډېر او دقيق ارقام، شواهد او فاکټونه په واک او اختيار کې د قاضيانو د رشوت او خيانت لرئ؛ نو تاسې ولې دوی نه نيسئ!؟ ولې دوی د قانون پنجو ته نه سپارئ!؟ ولې دوی نه محاکمه کوئ!؟
دوی يو بل ته سره سترګې په سترګې شول او غېر ارادي ټولو وخندل او ماته يې په نوبت سره وويل :
« ته عجيبه زورور سړی يې! ته خبر نه يې چې داهر يو وسله وال بانډونه لري!!! که موږ يوه ته لږ ډکه ورکړو ؟ د شپې له خوا خپل ټوپکوال راپسې رالېږي او موږ اختطاف کوي؛ بيا کومه ده هغه قدرت چې موږ له دوی څخه خلاص او آزاد کړي !؟ »
ما چې د دوی خبرې واورېدلې نو د حامد کرزي د دولت او واکمنۍ پر ماهيت پوه شوم !
له ډوډۍ او چای څښلو څخه وروسته ښاغلي هېوادمل راته وويل:
«ما دتا په مورد د اطلاعات او فرهنګ له وزير (استاد رهين مخدوم) سره خبرې کړي دي؛ ته ورشه! خو مخکې له دې چې ورځې، بروتان به دې غوڅ کړې چې د تا له برېتانو څخه دتېرې زمانې د حزبيانو بوی ځي. هغه سړی له پخوانيو حزبيانو او له داسې برېتونو سره حساسيت لري…»
زه له ارګ څخه راووتلم.(په زړه کې مې هم هېوادمل ته او هم رهين مخدوم ته ښې ډېرې …وکړې!) اوپر خپله مخه لاړم. څه موده وروسته مې ځان د پوهنې وزارت د ثانوي تدريساتو په رياست کې د مدير صاحب پرګل خان په همکارۍ د محمد صديق پتمن په امضا مقرر کړ! دا د هېوادمل دفتر ته زمادوهم او وروستی ورتګ و…
[review]
You also might be interested in
آيا پاکستان له افغانستان سره رښتيا هم سوله غواړي!؟ ليکنه:[...]
ليکنه: محمد عزيز تحريک ما په ۱۳۵۶ ل.ل.کال کې د خپلو[...]
اړيکه
پته
Burggravenlaan 00
Ghent Belgium
اړيکې شمېره
0032466076718 وټس اپ
facebook.com/afghan.Tips
پلټنه
د ویب سایټ په اړه
زموږ ویب سایټ د جوړېدو په حال کې دی