ليکنه: مرزا ظفر بيګ
ژباړه: زاهد خليلي
کرستوفر کولمبس به څوک نه پېژني؟. دا يوه جلا خبره ده چې د ده لخوا د امريکا کشف به د ځينو په نظر يوه کارنامه وي؛ خو د ځينو نورو په نظر د ده دغه کار نړۍ په غم واړوله.
دغه ايټالوي بېړۍ چلوونکی د ۱۴۵۱ ز کال په اکتوبر کې په جينوا کې زېږېدلی او د ۱۵۰۶ ز کال د مۍ په ۲۰ مه په Valladolid کې مړ شوی دی. کولمب د جينوا اوسېدونکی وه؛ خو د هسپانيې کاتوليکو پاچاهانو يې مرسته کوله. هغه د همدې شاهي کورنۍ په ملاتړ د اوقيانوس د بحر نه اخوا څلور بحري سفرونه وکړل، دا په نوې نړۍ کې د هسپانيې د استعمار لپاره د کولمب کوښښونه ول. هغه په (Hispaniola) هسپانيوالا کې د هسپانيې د مستعمرو بنسټ کېښود.
په دې وخت کې غربي شاهي رژيمونه د پراختيا په حال کې ول، بلخوا د اروپايي شاهي دولتونو لخوا نوې مستعمرې هم جوړېدې. نوې بحري تجارتي لارې هم منځته راتلې، چې له مخې يې په نړۍ کې اقتصادي هڅې ډېرېدې. کله چې کولمب د لوېديز خوا ته روانېده او ويسټ انډيز ته يې بحري سفر شروع کوه؛ نو هسپانوي پاچا يې بشپړ ملاتړ وکړ، پاچا ليدل چې کولای شي د کولمب په واسطه به يوه نوې غربي لاره پېدا کړي او د اسيا سره به د ګرمو مسالو تجارت کې ورننوځي.
کولمب په خپل لومړني سفر کې په کال ۱۴۹۲ ز کې د جاپان پر ځای نوې نړۍ ته ورسېده او په باهاما (Bahamas) جزيره نما کې يې قدم کېښود، چې کولمب د دغې سيمې نوم San Salvador کېښود.
کولمب په خپلو دريو نورو سفرونو کې ګريټر او ليسر ته ورسېده، هغه وينزويلا او مرکزي امريکا ته هم لاړه. د هسپانوي پاچا سره د ښو اړيکو له امله يې دا چانس پيداکړ چې په نيول شويو هېوادونو کې ښې دندې ترلاسه کړي او ښه عيشونه وکړي.
کولمب ډی
کولمب د ۱۴۹۲ ز کال د اکتوبر په ۱۲ مه په مرکزي امريکا کې قدم ايښی؛ ځکه نو د امريکا د لويې وچې ځينې هېوادونه د کولمب ورځ په ښه ډول لمانځي. دې ورځې ته د يوې کلتوري ورځې په سترګه کتل کيږي، په باهاما، لاتيني امريکا، ايټاليا او هسپانيا کې هم د کولمب ورځ د جشن په ډول لمانځل کيږي.
د کولمب د ورځې تاريخ
د کولمب ورځ د اتلسمې پېړۍ راهيسې په غېر رسمي ډول لمانځل کيږي؛ خو د شلمې پېړۍ له لومړيو څخه يې په ځينو هېوادونو کې په رسمي ډول لمانځل هم پېل شول او په دې ورځ په کې عامه رخصتي وي.
په لومړي ځل په ۱۹۰۶ ز کال کې په کولراډو کې په حکومتي سطحه ولمانځل شوه. په ۱۹۳۷ ز کال کې د امريکا په متحده ايالاتو کې ولمانځل شوه او دغه ورځ د رخصتۍ په توګه ومنل شوه. د دې ورځې په مناسبت يې غونډې جوړولې، پرېډ به کېده او جلوس به هم ويستل کېده. په دې ډول به يې د کولمب کارنامه يادوله.
د کولمب د ورځې مخالفت
د دغې ورځې د لمانځونکو سربېره په سيمه کې ځينې داسې هېوادونه شته چې نه کرستف کولمب يادوي او نه يې هم ورځ لمانځي. دوی د تاريخ مخالفت کوي او وايي چې هغه داسې شخصيت نه دی چې ورځ دې يې ولمانځل شي.
د مخالفت لاملونه
په دې کې هېڅ شک نشته چې تاريخ کولمب ته د يوه تکړه بېړۍ چلوونکي په نظر ګوري؛ خو د هغه د شخصيت دويم اړخ څنګه وه؟ دا هغه حقيقت دی چې د کولمب شخصيت د ځينو خلکو په نظر د هيرو پر ځای زيرو کوي. دا چې کولمب په خلکو کوم ډول ظلمونه وکړل، هغوی يې د کومو ستونزو سره مخ کړل، دغه رښتيا به ډېرو کمو خلکو ته معلوم وي. د نړۍ د ښوونځيو کتابونه د کولمب د کارنامو او د هغه په ستاينو ډک دي.
په دې اړه ويل کيږي، کله چې په ۱۴۹۲ ز کال کې کولمب د خپل بحري سفر په لور روان شو؛ نو د کولمب ټول ملګري له دې سفر نه خوښ ول، د هغوی سترګو ښې منظرې ليدلې؛ خو په هغو کتابونو کې هېڅکله هم دا نه دي ليکل شوي چې کولمب په انسانيت باندې بې پايه ظلم وکړ او د وحشت او بربريت داسې بېلګې يې پرېښودې چې په لوستلو يې هر انسان شرمېږي.
موده وړاندې چې د اکتوبر په ۱۲ مه د نړۍ په ځينو هېوادونو کې د کولمب ورځ لمانځل کېده؛ نو ډېرو خلکو يې مخالفت وکړ. دغو خلکو د کولمب ورځ د کولمب د بحري سفر او په وچه ځمکه کې د هغه د قدم د ايښودلو په پار په جوش و خروش لمانځله؛ خو څوک څه پوهيږي چې کرسټوفر کولمبس په اصل کې څنګه سړی وه؟.
د کولمب مخالفين تاريخي حقايق رامخې ته کوي او وايي چې کولمب په خپل وخت کې د نړۍ يو ډېر خطرناک انسان وه، دومره وحشي، ظالم او لوټمار وه چې د ده په څېر بې رحمه شخص به د ځمکې پر مخ چا نه وي ليدلی… تر اوسه چې موږ د کولمب په اړه څه لوستي يا اورېدلي دي، هغه ټول غلط ول، نړۍ چې، کولمب يې د يوه ښه انسان په شکل وړاندې کړی دی، دا بلکل سپين دروغ دي… د هغه په اړه ځينې ويل شوي حقائق هم درست نه دي. راځئ ځينو حقائق دلته ولولو.
کولمبس هېڅکله هم امريکا ته نه وه رسېدلی
کولمب هېڅکله هم د امريکا لويه وچه نه وه کشف کړې او نه هم کله هغې ځمکې ته رسېدلی و. هغه په خپل لومړي سفر کې په ډېره مشکله کيوبا ته ځان رسولی و. هغه په خپل دويم، دريم او څلورم سفر کې منځنۍ امريکا او Hispaniola هسپانيوالا جزيرې ته رسېدلی وه. دغه سيمې هغه مهال د هايټي او دومنيکن جمهوريت برخې وې. حقيقت دادی چې د ۱۵۱۳ ز کال په اپرېل کې د اروپا ځينو خلکو د امريکا په لويه وچه هغه مهال قدم کېښود چې Juan Ponce de Leon بحري سفر کوه او له Puerto Rico نه فلورېډا ته رسېدلي و. په دې مقاله کې به موږ د کولمب د هغو څلورو سفرونو نقشه هم درکړو چې کولمب د نوې نړۍ نه څومره لرې وه.
باهاما ته په رسېدو د کرستف کولمب بېړۍ د يوه مشکل سره مخ شوه چې ځايي خلک يې مرستې ورغلل او د څو ساعتونو خوارۍ وروسته يې د هغه بېړۍ جوړه او په بېړۍ کې چې څومره سامان وه هغه يې ورته وژغوره، هغوی د کولمب سره هر ډول مرسته وکړه. په دې کار بايد کولمب د هغوی مننه کړې وای؛ خو د کولمب ذهن سر چپه شو. کولمب د هغه ځای د خلکو د همدردۍ ځواب د هغوی په غلامولو ورکړ؛ ځکه د هغه له نظره دا يو ډېر ګټه رسوونکی کار وه. کولمب په خپلو ورځنيو يادښتونو کې ليکي:
زه فکر کوم، که د دغې سيمې پنځوس کسه غلام کړم؛ له دوی بيا هر ډول کار اخيستی شم، دوی داسې ريښتيني خلک دي چې هېڅ مخالفت به ونه کړي.
کولمب د ځايي خلکو هر ډول احسان هېر کړ، د هغوی همدردي يې هېره کړه؛ بلکې د هغوی غلامول يې پېل کړ. په لومړيو کې يې هغوی سړي خواره وګڼل او بيا يې نورې خبرې هم وکړې. په ۱۴۹۳ ز کال کې يې ليکلي: دا خلک وحشي او خون خوار دي، دوی د Caribe کارائيب د جزيرې اوسېدونکي دي او دوی انسانان ژوندي خوري.
کولمب د هغو خلکو په اړه په ډېر سپک ډول دا هم ليکلي و: دا ډېر ظالم او انسان خوړونکي خلک دي، د هغوی پوزې د سپيانو په څېر دي او د خپل ښکار (انسان) وينې په ډېر شوق څښي.
د کولمب د سفر ټول ملګري قاتل او ظالم و
د کولمب سره په دويم سفر کې ۱۲۰۰ تنه ملګري ول. دا ټول ډېر سخت مزاجه ول، کله چې به هم موقع په لاس ورغله؛ نو ځايي خلک به يې په بې رحمۍ وژل، د هغوی له ښځو سره يې هم زور زياتی وکړ، تر دې چې د دې زور زياتي وروسته به يې د خپلې فتحې جشنونه لمانځل. د کولمب يو ډېر نږدې ملګري Michele de Cuneo ليکلي: د خپل بحري سفر په جريان کې مې وليدل چې زما يو بحري امير د کارائيب يوه ښځه ما ته په تحفه کې راکړه. هغه مې خپلې خونې ته بوتله، هغې د خپلې قبيلې د رواج مطابق لباس اغوستی و، ما ورسره د زور زياتي هڅه وکړه؛ خو هغې د خپلو تېرو نوکانو په مرسته زما مخ سوری کړ، چې په دې سره زما حالت خراب شو، د هغې پښې او لاسونه مې وتړل، لرې مې وغورځوله، د هغې هغه چغې اوس هم زما په غوږونو کې انګازې کوي…
د کولمب ځينې ملګري د هغه د حرکاتو له امله د هغه سره مخالف شول. په هغو کې يو de Las Casas هم و. په لومړيو کې يې د کولمب سره په ځايي خلکو ډېر ظلمونه کړي و؛ خو وروسته يې خلکو ته د اسانتياوو په برابرولو کې مرسته کوله…
هغه په خپل يوه خط کې د دې خبرې انکشاف کړی چې کولمب د ځايي خلکو سره څه ډول وحشي او بربري سلوک کړی، د کوچنيو تي ردونکو ماشومانو او د هغوی د ميندو سره يې هم دغه ډول له وحشت نه ډکه رويه کړې. هغه ليکلي: هغو وحشيانو په کوچنيو ښارونو او کليو باندې حملې وکړې، نه يې کوچني ماشومان پرېښودل او نه بوډاګان، تر دې چې حامله ښځې يې هم ووژلې، هغوی يې ټوټې ټوټې کړې، تي ردونکي ماشومان يې د هغوی له ميندو جلا کړل او اوبو کې يې وغورځول…
سرچينه: ايکسپريس ورځپاڼه
پاتې لري