لیکنه: پوهیالی کفایت الله کاکړ
د ذهکشي سېستم د اوبو اداره او استعمال
د ذهکشي د سيستم اوبه په مستقيم ډول د لښتيو او پايپونو څخه جهيل، خوړ يا سيند ته انتقاليږي او په کومو ساحو کي چه لښتي د خارجيدو لاره ونه لري نو په داسي ځايونو کې لښتي د لمر رڼا او باد ته مخامخ کیندل کيږي ترڅو بهر شوي اوبه تبخیر او ساحه وچ شي. په ځينو ساحو یا سیستمونو کي د ذهکشي سیستم د اوبو څخه د آبياري لپاره کار اخستل کېږي، مګر هغه نباتات چي د مالګي په مقابل کي مقاومت نه لري يعني حساس دي دا ډول اوبه ورته د استعمال وړ ندی.
په پرمختللي هيوادونو کي دغه ډول اوبه د ځينو سیستمونو او وسایلو په واسطه د ځمکي لاندي اوبو او یا هم سیندونو ته انتقاليږي ځکه چې د نباتاتو لپاره هغه اوبه استعماليږي کوم چي ښه کيفيت ولري. هغه اوبه چې په زيات مقدار سره مالګې، نايترايت، باکتريا او نور زهري مواد ولري د استفادې وړ ندي.
د مدراموتو (Modramoto) تجربه چه په کال ۱۹۹۵م کې ترسره شوی ښايي چه د جوارو کرنه د ليګوم کورنې سره د inter cropping system په واسطه د نايتريت مقدار د ذهکشي په اوبو کي کم کړي. نوموړی تجربه د ذهکشي د اوبو د بیا ځل استعمال لپاره خورا مهمه لاسته راوړنه ښودل شوی دی ترڅو د اوبو څخه په اعظيمي توګه استفاده وشي. د ذهکشي اوبه بايد داسي وساتل شي ترڅو د لنډ او اوږد محال لپاره د استعمال وړ شي.
د ذهکشي د اوبو کيفيت د هغې د اوبو د استعمال ساحه محدودوي، پدې معنی که د ذهکشي اوبه مالګي ولري نو د مالګو په مقابل کې د حساسو نباتاتو لپاره نه استعمالېږي او ېواځې هغه وخت استعمالېږي کله چه نباتات د ملګې په مقابل کې مقاومت ولري. مګر ډير احتياط باېد وشي او پدې باید مطمين شو چه د ذهکشي اوبه ماهيانو، د اوبو مرغانو او نورو وحشي حیواناتو ته کوم زيان ونه رسوي او زهري موادو څخه یې مخنيوی وشي.
د ذهکشي د اوبو ښه کيفيت کولی شي نباتاتو سره د غذايي موادو په جذب کې مرسته وکړي مګر په اوبو کې د مالګو او زهري موادو موجوديت د نباتاتو په غذايي موادو کې مداخله کوي او نباتات خپل غذايي مواد په صحيح ډول نشي اخستلی.
په خاوره کې د ايونونو غونډيدل د ازموتيک فشار لوړوي چه په پای کې د نبات څخه اوبه خارجيږي، د ذهکشي د اوبو خراب کيفيت د خاورې ساختمان خرابوي همدارنګه د ذهکشي د اوبو د کیفیت خرابوالی د خاورې فزيکي او کيمياوي خواصو، د ژونديو موجوداتو صحت او غذا ته تاوان رسوي.
د ذهکشي سېستم له مخې د خاورې طبقه بندي
- ډېر ضعیف ذهکشي شوي خاورې (very poorly drained soil):- پدې خاورو کې اوبه په ډېر بطي ډول حرکت کوي نو په همدې اساس اوبه د اوږدې مودې لپاره په خاوره کې پاتې کیږي او په ډېر بطي ډول له خاورې څخه لرې کېږي. نوموړو خاورو کې د اوبو ساتلو توانايي ډېر زېات دی او زېاتره Mesophytic نباتات پکې نه کرل کېږي.
- ضعېف ذهکشي شوي خاورې (poorly drained soil):- پدې سېستم کې اوبه په بطې ډول حرکت کوې او ځمکه د ډېر وخت لپاره لمده ساتل کېږي. نوموړو ساحو کې د خاورې د اوبو ساتلو قدرت زېات دې، مګر یو شمیر ډیر اوبه خوښونکي نباتات پکې کرل کیږي.
- متوسط ښه ذهکشي شوي خاورې (Moderately drained soil):- پدې خاورو کې اوبه په متوسط اندازه حرکت کوي او ددې خاورو د اوبو ساتلو قدرت په منځنی ډول دي. پدې ساحو کې خاوره د کم وخت لپاره لمده ساتل کېږي. پدې ډول خاوره کې ډیری کرنیز نباتات کرل کیږي.
- چټک ذهکشي شوي خاورې (Rapidly drained soil):- پدې سېستم کې اوبه په چټکې سره حرکت کوي او د نوموړو خاورو د اوبو ساتلو قدرت کمزوری وي. پدې ګروپ کې نسبتاً شګلنې خاورې شاملې دي. پدې خاورو کې لږ اوبه خوښوونکي نباتات کرل کیږي.
- ډېر په چټکی سره ذهکشي شوي خاورې (Very rapidly drained soil):- پدې خاورو کې اوبه په ډېر چټکې سره حرکت کوي او د اوبو ساتلو قدرت یې ډیر کم دی. په دې ګروپ کې شګلنې خاورې شاملې دي.
د ذهکشي سېستم ساتنه
د ذهکشي سيستم دنده د هغه د ساتنې پورې مربوط کیږي، که په سمه توګه یې ساتنه ونه شي نو د لاندينیو علواملو په واسطه ښایي زیان ومومي او په منظمه توګه کار ونه کړی شي.
- کلک کیدل (Sedimentation):- د رسوبي موادو انتقال پایپ یا ویالې (drain) ته چې د نوموړو سیستمونو د اوبو د نفوذ قابليت کموي. ددې مشکل د مخنوی لپاره د جالیو استعمال مناسب بلل کیږي ترڅو د رسوبي موادو د انتقال مخه ونیول شي.
- د هرزه بوټو وده (Weed growing):- هرزه بوټې د ذهکشي سېستم په ويالو کې د اوبو د حرکت مخه نیسي چې په نتیجه کې د ویالو ظرفيت کموي نو ضرور دی چې د هرزه بوټو فزيکي، کيمېاوي يا بيولوژيکي کنترول ترسره شي. هر وخت باېد ذهکشي سېستم وکتل شي او پاک کړی شي ترڅو د نباتاتو د پاڼو، تخمونو او نورو شېانو پواسطه د ذهکشي سېستم پاېپونه او لښتي بند نشي.
- تخریب ((Side slop or bank erosion:- ځینې وختونه ښایي د ذهکشي ویالې یا لښتي د انسانانو او حيواناتو په واسطه تخریب یا له منځه لاړې شي نو هر وخت بايد د ويالو او لښتو څخه ساتنه او مراقبت وشي، که خراب وي بايد جوړ شي ترڅو خاوره ښه ذهکشي شي او اضافه اوبه په وخت سره له ساحې د باندې شي.
د اوبو د سطحي اداره کول
د ځمکې لاندې د اوبو سطحې ته د اوبو سطحه (water table) وایي. په هغو ځمکو کې چه د اوبو سطحه د ېو متر څخه لوړ وي (اوبه ژور وي) ذهکشي سېستم ته اړتېا نه لېدل کېږي، مګر که چېرې د اوبو سطحه د ېو متر څخه کمیږي (اوبه پورته وي) نو ذهکشي سېستم ته اړتیا لیدل کیږي. د درېابونو، سېندونو، کانالونو، نهرونو، وېالو او لښتېو د لاندې بستر څخه د percolationپه واسطه اوبه د ځمکې تل ته نفوذ کوي چه د ځمکې لاندې اوبو د پورته کیدو سبب ګرځي.
د ځمکې لاندې اوبه کېدای شي د اورښت، د آبېاري د اوبو، د وېالو څخه د اوبو د چپه کېدو او نورو عواملو په واسطه پورته شي. د ځمکې لاندې اوبو د پورته کیدو په صورت کې کرنیز نباتات او باغونه د مختلفو ستونزو سره لاس او ګریوان کیږي. هغه ساحې چه سيند يا خوړ ته نژدي وي ذهکشي سيستم ته زيات ضرورت لري. په همدې اساس د اوبو د سطحې د ادارې لپاره ذهکشي سېستم ېو مهمه او ګټوره طرېقه ده.
په هغو ساحو کي چه د خاورې ايکو سيستم د ضعيف ذهکشي سيستم په واسطه متضرر شوی وي نو نيمه سطحي ذهکشي سېستم استعمالېږي ترڅو د پایپونو په واسطه د خاورې اضافه اوبو لرې کړی شي. همدارنګه د اوبو د سطحي په اداره کولو سره د نايتريتو د ډیر غلظت مخنیوی کيږي.
په کال ۱۹۸۱ م کال کې د Skaggs او Gilliam او په کال ۱۹۹۳ م کې د Modramoto تجربو وښودله چه نيمه سطحي ابياري (Sub surface irrigation) او کنترول ذهکشي سيستم (Controlled drainage system) يواځې د نباتاتو حاصل نه لوړوي بلکې دDenitrification عمليه هم لوړوي.
د ذهکشي سېستم اغېزې په اجتماعي او اېکولوجېکي محېط باندې
ذهکشي سېستم له ترسره کولو وروسته په خاوره کې مناسب مقدار رطوبت ساتل کیږي چه پدې سره نباتات ښه ټوکیدنه (germination) ترسره کوي او د نباتاتو وده سرعت مومي. ښه ذهکشي سېستم د نباتاتو د رېښو ساحې ته منحل ناېترېت او ناېتروجن لېږدوي چه پدې سره د ناېتروجن د کمښت اندازه کمېږي. له بله پلوه ذهکشي سېستم د ځمکې ېا ساحې اضافه اوبه او مالګې لرې کوي چې د نباتاتو د له مېنځه وړلو څخه مخنوی کوي او د اېکوسېستم په باثبات (stabile) ساتلو کې مهم رول لوبوي.
په هغو ساحو کې چه ذهکشي سېستم نه مراعت کېږي او اوبه ډنډ وي نو هلته رنګارنګ ناروغي رامنځته کېږي لکه ملارېا، زېړه تبه او نور. په ذهکشي شو ساحو کې د اوبو د جرېان (Run off) پواسطه د خاورې د تخرېب څخه مخنېوی کېږي. ذهکشي سېستم د انسانانو په ژوند باندې په مستقېم او غېر مستقم ډول اغېزې لري. همدارنګه نوموړی سېستم د خاورې د تخرېب څخه چه د مالګو پواسطه صورت نېسي هم مخنېوی. لنډه دا چې ذهکشي سیستم نه یواځې خاوره او نباتاتو ته ګټه رسوي بلکې بزګرانو او د سیمې خلکو ته د ښه صحت تر څنګ د غوره اقتصاد زمینه هم برابروي.
د خاورې د مالګېنتوب مخنېوی
مالګېنې خاورې هغه خاورې دي چه ډېره اندازه مالګې ولري. په خاوره کې عمده مالګې د سودېم کلوراېد (NaCl)، مګنیشیم کلوراید، کلسیم کلوراید او ځینې نور دي. ځېنې وختونه سودیم کلوراید لرونکو خاورو ته سودېمي خاورې هم وايي مګر دا درست ندی ځکه چه سودېمي خاورې القلي خاورې دي.
د مالګو ډیروالې په خاوره يا اوبو کې د کرنیزو نباتاتو وده محدودوي، مګر ځېنې مقاومت لرونکي نباتات لکه چغندر، پنبه او ځینې نور بیا په نسبتاً لوړ مالګې لرونکو خاورو کې هم وده کولی شي. په ېو نبات باندې د مالګو اغېزې هغه وخت معلومېږي کله چه موجوده نبات د همدې نوعې د بل نبات سره چه د مالګو اغېزه ورباندې نه وي پرتله شي.
ډېر اندازه مالګې د نبات پاڼې او څانګې د څوکو او څنډو په برخو کې سوځوي او د لېدلو وړ داغونه رامېنځته کوي، همدارنګه نباتات خپل غذايي مواد په صحېح ډول نشي تر لاسه کولی ځکه چه پدې وخت ځینې عناصرو د ځینو نورو سره رقابت کوي د مثال په ډول په مالګینو خاورو کې Na+ او Ca++ د K++ او همدارنګه کلورین د نایترایت سره رقابت کوي.
په عمومې ډول مالګې د نباتاتو د پخوالې موده شاته غورځوي او د ډیرو مالګو شتون د جبه زار کیدو (Water logging) سبب ګرځي چه په خاوره کې د اوکسېجن د کمښت سبب ګرځي او په حاصلاتو کې کموالی مېنځته راځي. د پورته ستونزو د حل لپاره د ځینو کیمیاوي موادو (ګچ، سلفر او داسې نورو) ترڅنګ د ذهکشي د سیستم سپارښتنه کیږي ترڅو د خاورې اضافه مالګې د نوموړي سیستم په واسطه د باندې وویستل شي لکه چې مخکې ذکر شوه.