لیکنه: پوهیالی کفایت الله کاکړ
ذهکشي سیستم (Drainage system) د خاورې څخه د اوبه وېستلو، زېم لرې کولو او د ساحې د وچولو په معنې ده چې د عصري کرنې لپاره ېو له مهمو او د پاملرنې وړ کرنیزو عملیو څخه ګڼـل کېږي. د ذهکشي سېستم لپاره مختلف تعرېفونه شوي دي چه ځېنې ېې په لاندې ډول دي.
- ذهکشي سېستم هغه سېستم دی چه د هغې ساحې ېـا ځمکې څخه حفاظت کوي کوم کې چه حېوانات څري او نباتات وده کوي.
- ذهکشي سېستم پـه مصنوي توګه د نباتاتو د ساحې څخه د اضافه اوبو لرې کولو ته واېي.
- ذهکشي سېستم ېوه طرېقه ده چه د پاېپونو په واسطه د ساحې اضافه اوبه لرې کوې پـداسې حال کې چه آبېاري وچې ځمکې ته اوبه ورکوي.
- د خاورې د عمودې مقطع څخه د اضافه اوبو او مالګو لرې کولو ته ذهکشي سېستم واېي.
د ریښو په ساحه کې د اوبو زېاتوالی چه د نبات د رېـښو د ضعېفوالې او د حاصل په کمـښت کې رول لري د ذهکشي سیستم په واسطـه یې کولی شو له ساحې لرې کړو او د نباتاتو د ریښو د خوسا کیدو څخه مخنیوی وکړو. همدارنګه د ذهکشي سېـستم په واسطه کولی شو د اورښت له خطر څخه ځمکه وساتو، یعنې کله چه باران کېږې نو اوبه د ذهکشي سېستم په کوچنېو وېالو کې جذبېږي او د دوئ څخـه لوی ېا عمده وېـالې ته رهنماېي کېږي او بلاخره د عمومې وېـالې څخه نهرونو، جهېلونو او سېـندونو ته انتقالېږي.
په Tile drainage system کې چه د ذهکشي سېستم ېو بل ډول دی د پاېپونو د استعمال په واسطه جوړیږي. پدې سیستم کې اوبه په کوچنیو پایپونو کې راټولیږي او لوئ پاېپ ته انتقالېږې چه وروسته سېند ېا نهر ته رسول کېږې. نو وېلې شو چه ذهکشي سېستم د نباتاتو د ښې ودې او نمو لپاره مناسب شراېط برابروي.
د ذهکشي سېستم اهداف
- د نباتاتو د حاصلاتو لوړول
- د اوبو د کېفېت اصلاح کول
- د کروندو د مالګو مخنیوی
- د تخریب څخه د خاورې ساتنه
- د کرنېزو ساحو ساتنه او حفاظت
- د اوبو د سطحې کنترولول
د ذهکشي سېستم اهمیت او ګټې
د ذهکشي سېستم تر ټولو ستر رول د خاورې اضافه اوبه لرې کول او په ځمکه کې د مالګو د زېاتوالې او پېداېښت څخه مخنېوی کـول دی همـدارنګه د انسانانو، حېواناتو او نباتاتو صحت ته پرمختګ ورکول دی. د لمدو او جبه زارو ځمکو په ذهکشي کولو سره کولی شو د ماشو د تکثېـر څخه چه د مختلفـو ناروغیو (ملارېا، زېړه تبه او نورو) سبب ګرځې مخنیوی وکړو.
پرته ددې څخه د ولاړو اوبو (ډنـډو اوبو) پـه ذهکشي کولو سره کولې شو د حلزونونو څخه چه د حېواناتو د ناروغیو لامل ګرځي مخنېوی وکړو لکه د حېواناتو د پښو خوسا کېدنه چه عامل ېې Schistosomiasis دی او حلزونونه ېې منځنی کوربه دي. د ذهکشي سېستم په برابرولو سره د واېروسي او ساري ناروغېو څخه چه په نباتاتو کې د رېښو د خوسا کېدنې سبب ګـرځي مخه ونېسو، همدارنګه د صحي سکتور او د انساني جوهر د ښه تولېد لپاره پرمختـللی ذهکشي سېستم ډېر ضرورې دي.
پـه ذهکشي شـوو خاورو کې د اصلاح شوي وراېټېو په کرلو سره د کلېوالو خلکو صحت، غذا او اقتصادي حالت ته پرمختګ ورکولی شو چې نوموړی د استـخدام د زېاتوالې او د صنعت د پرمختګ سبب ګرځې. په هغو ساحو کې چه ذهکشي سېستم ترسره کېږي هلته د خاورې د مالګېنتوب او د خاورې د وېنځلو څخه مخنېوې کېږې او دا ېو محېطې مثبته اغېزه ده ځکه چه پدې سره خاوره اصلاح کېږې او د خاورې حاصلخېزي لوړې درجې ته رسېږي. د ذهکشي سېستم ګټې په لاندې ټوګه خلاصه کېږي.
- ذهکشي سیستم په خاورو کې د ناېترېتونو مخه نېسي.
- د خاورې د ګټورو باکترېاو د فعالېت لپاره مناسب شراېط برابروي.
- ذهکشي شوی خاوره د کرنېزو ماشېن الاتو د تګ راتګ په واسطه نه خرابېږي او کرنېزې عملې په لږ وخت او انرژې سره ترسره کېږي.
- د نباتاتو په حاصلاتو کې زېاتوالی راځي، ځکه چه د اوبو تنظېم صورت نېسي او نباتات غذاېي مواد په اسانۍ لاس ته راوړي.
- د خاورې د حاصلخېزی سبب ګرځي او د خاورې ارزښت زېاتېږي.
- د کروندې د عاېد په زېاتوالې کې مرسته کوي.
- د نباتاتو د رېښو په ساحه کې د زېاتو مالګو په مقابل کې دفاع کوي.
- ذهکشي سېستم خاوره هوا داره کوي چه د نباتاتو د ريښو، مايکرورګانيزمونو او ځمکنيو چنچيانو لپاره ګټور دي.
- د ذهکشي سېستم په استعمال سره نباتات کولي شي چي د خاوري د نايتروجن څخه ښه استفاده وکړي او د نايتروجني سرو د استعمال مقدار کم کړو.
- ذهکشي سېستم د خاوري زهري مواد او مضره ژوندي کوچني موجوداتو له خاوره څخه لري کوي.
مصنويې ذهکشي سېستم ته اړتېا
د کرنیز ذهکشي سېستم مقصد دادی چه د خاورې څخه اضافه اوبه لرې کړي ترڅو د نباتاتو حاصلات لوړ شې، خو په ځېنو ساحو کې طبعي ذهکشي سېستم اوبه په منظم ډول نشي لرې کولی همدا علت دی چه مصنويي ذهکشي سېستم ته ضرورت پېداکېږي. د ضرورت څخه ډېر مقدار اوبه نباتاتو ته زېان رسوي چه د حاصلاتو د کموالې سبب ګرځي همدارنګه اضافه اوبه په خاوره کې د جبه زار کیدو (water logging) ستونزه مېنځته راوړي چه د اوکسېجن د کمښت او د مالګو د زېاتوالې سبب ګرځي.
د پورته ستونزو د حل لپاره ضروري بریښي چه په ضعېفو ذهکشي شو خاورو یا غیر قابل نفوذ ساحو لرونکو خاورو کې ښه ذهکشي سېستم ترسره شي ترڅو نباتاتو ته د مالګو د لرې کولو ترڅنګ د هوا مناسب مقدار هم برابر شي.
رومېان د مېلاد په درېمه پېړی کې په خپلو کروندو او ځمکو کې د ذهکشي عملې ترسره کول او ددې په واسطه ېې د خپلو کروندو څخه اضافه اوبه لرې کول همدارنګه په هندوستان کې خلک د کروندو څخه اضافه اوبه د کوچنېو لښتیو په واسطه چه د ېوې عمومي وېالې سره ېې ارتباط درلوده اخراجول. دغه وېـالې چه سطحې بڼه او د ځمکې د پاسه يې قــرار درلوده د حېواناتو په واسطه هر وخت تر حملې لاندې راتلل او خرابېده نو خلک مجبور شول تر څو داسې سېستم رامېنځ ته کړې چه د حېواناتو د ېرغل څخه محفوظ وې.
هماغه وه چه (Tile drainage system)پـه ١٨٣٨ م کې د john Johnston پواسطه د لمړې ځل لپاره د امرېکا متحده اېالاتو ته معرفې شوه چه ددې هېواد د Tile drainage system د پلار لقب يې ترلاسه کړ. په ١٩٣٠م کال کې د امرېکا متحده اېالاتو ذهکشي شوې ساحې دومره زېات شول چه د تېرو لسو کلونو د ذهکشي شوو ځمکو د مجموعي شمېر سره برابر شو.
کاناډا کې هم Tile drainage system رامېنځ تـه شـو او پـه کال ١٩٦٧م کې د ) (O-bigد کمپـنې له خوا معـرفې شـو چـه په دې سېـستـم کې د کلی (clay) او سمنټي (cement) مـوادو څخـه استـفاده کېـده. پـورتـه ذکر شوی سېـستـم هـم ځېنې نواقص او نېمګړتېاوې درلودې مګر د PE ,PVC، Ethylene او HDPE پاېپونو په رامېنځ تـه کېدو سره ذهکشي سېستم عصرې بڼه غوره کړه چه ددې سېستم بـنـسټ اېښودونکې د انګلستان هېواد وه ځکه چې په دې هېـواد کې د ذهکشي سېستم زېات عملیې ترسره کېده.
د انګستان څخه وروسته د ذهکشي سېستم د نړۍ نورو هېوادونو لکه شمالي امـرېکا، فرانـسـه، هالـنـډ، آېـرلېـنـډ، فلـېـنـډ، الـمان او نـورو تـه هـم معرفي شوه.
د ذهکشي سېستم اهمېت هغه وخت نور هم لا زېات شو کله چـه پـه کال ١٩٨٢م کې د انګلستان د ېورک په ښار کې سېلاب راغې او خلکو تـه ېې ډېر زېانونه واړول. په اوسنـی وخت کې د ذهکشي سېستم ډېر ډولونه شتـه چه د مختـلفو ساحو او د مختـلفو مقاصدو لپاره ور څخه استفاده کېږې. ذهکشي سېستم په افغانستان کې هم پخوانی تارېخچه لرې چې د هېـواد په بېلا بېلو بـرخو کې د ذهکشي سېستم څخـه خـلک استـفاده کوي ولې په ډېر ساده شکل دی او هغـو ستـونزو سره چه د کرنیزې ساحې مخامخ دي په صحېح ډول نشي حلولی.
نور بیا…
Discover more from AFGHAN TIPS - BELGIUM
Subscribe to get the latest posts sent to your email.