لیکنه: احسان الله «ذهين»
په ټولنه کې هر شی د يوې اړتيا پر اساس را منځته کېږي، که په ټولنه کې يوه څيز ته اړتيا نه وي، هغه څيز هېڅ نه رامنځته کېږي. کره کتنه هم د ادب په ډګر کې د يوې محسوسې اړتيا پر اساس را منځته شوې ده، البته يوازې په ادب کې نه، بلکې د ژوندانه په هر ډګر کې کره کتنه يوه اړتيا ده او په يادو ډګرونو کې اصلاحات راوړي، حقايق راسپړي، ښېګڼې را برسېره کوي، د نيمګړتياوو، کمزوريو، خاميو او عيبونو مخه نيسي. کره کتنه او ادب په هېڅ صورت نه جلا کېږي، که په ادب کې کره کتنه نه وي داسې مانا لري لکه په خوړو کې چې مالګه نه وي. نو بايد چې د کره کتنې په برخه کې ډېره هڅه وشي، ځکه که کره کتنه نه وي، هر څوک به يو شی ليکي، دا به په پام کې نه نيسي چې څه ليکي او دا بيا د يوې ژبې ادبياتو ته ډېر زيان رسوي.
زموږ په ټولنه کې د وړتيا له مخې پوره فني او مسلکي لیکوال ډېر کمرنګه دي، چې معياري ليکنه وکړي او په ليکنه کې يې هېڅ ستونزه نه وي. بل دا چې د نورو مسلکونو خاوندان ليکوال چې په خپل مسلک کې پر پښتو ژباړې يا ليکنې کوي؛ نو دوی له پښتو لیکني معيار سره پوره بلد نه دي، يا هم ځينې ليکوال دا ستونزه لري چې پر معياري ليکدود او معياري بڼه نه پوهېږي، ليکنې نه ورباندې کوي، ليکدود د خپلې لهجې تابع کوي، پر لهجه يي ليکدود ليکنه کوي او معيار په پام کې نه نيسي، دا بيا تر ټولو لويه ستونزه او د کره کتنې موجوديت ته ډېره اړتيا پېښوي، چې يادې ليکنې سمې کړي. که دا لیکنې پر معياري ليکدود برابرې نه شي، لهجه يي او ځينې نورې املايي او ګرامري ستونزې يې اصلاح نه شي یعنې کره کتنه ورباندې ونه شي، بيا به نو په يوه ژبه کې يو شل ډوله ليکدودونه وي، په پښتو کې خو بيا د لهجو کمی هم نه شته.
که دې ټکو ته پام ونه شي، ژبې او ادب ته به يې د ګټې او د بډايتوب پر ځای په ځلونو زيان اړولی وي، ژبه او ادب به يې نور هم خوار کړی وي او په لوی لاس به يې معيار له پامه غورځولی وي. کره کتنه دوې ګټې لري: يو دا چې لوستونکی د ادب په روح، ماهيت، ارزښت او د پنځونې د رامنځته کېدو په اصلي موخه پوهوي. همدارنګه لوستونکي ته په لږ وخت کې ډېر څه ورزده کولی شي. لوستونکی د يو شاعر يا ليکوال ټول اثار نه شي لوستلی؛ خو که په کوم اثر کره کتنه شوې وي او هغه ولولي، نو په کم وخت کې به په ټول اثر وپوهېږي. بل دا چې کره کتونکی ليکوال ته د لارښود حيثيت لري، ليکوال د پنځونې پر مهال په خيالونو کې ډوب وي او له احساساتو کار اخلي؛ خو کره کتونکی د کتنې پر مهال په نارمل حالت کې وي. د احساساتو برخه يې لږ او د پوهې پله يې درنه وي. له پوهې، بصیرت او عقل څخه کار اخلي. د اثر نيمګړې خواوې او عيبونه يې سموي، ليکوال په خپلو خاميو او تېروتنو پوهوي او لیکوال هم ډېر څه ترې زده کولای شي. نو له دې امله کره کتنه او ادب يو له بل سره نه شلېدونکې اړيکې لري او په هېڅ صورت نه سره جلا کېږي. خو د کره کتنې له ګټو سره سره بيا هم ځينې کسان پر کره کتنه نيوکې کوي او وايي چې تر ګټې يې تاوان زيات دی.
ځينې کسان نقاد يا کره کتونکی تنګ نظره ګڼي او وايي چې کره کتنه يو تعميري او رغنده عمل نه، بلکې يو تخريبي عمل دی، ځينې يې د پنځونې پر وړاندې يو خنډ ګڼي، ځينې اديبان له دې وېرې چې کره کتنه به پرې وشي اثر نه را منځته کوي. د کره کتنې پر وړاندې ډېر دا ډول اعتراضونه شته، خو له دې نيوکو او اعتراضونو سره سره کره کتنه په خپل ځای کې ډېر اهميت لري، که له معيار او اصولو سره سمه کره کتنه وشي؛ نو تر تاوان يې ګټې په ځلونو زياتې دي.
که وغواړو د يو اثر په لفظي او معنوي ارزښت پوه شو، ښېګڼې او بدګڼې يې را ته معلومې شي، له ښويېدنو او تېروتنو يې وژغورو، د ليکوال په موخه او غرض پوه شو او د اثر په اړه هر اړخيز معلومات تر لاسه کړو؛ نو اړينه ده چې په ادب کې کره کتنه د يو اړين توک او د يو اصل په توګه ومنو. همدا د کره کتنې دنده ده، کره کتنه د ليکوال او لوستونکي تر منځ ارتباط ټينګوي. کره کتنې ته په هر وخت کې اړتيا محسوسېږي، ځکه که نقد نه وي، د ادبي اثارو ارزښت به څنګه وټاکو؟ نه به ادیب په خپلو ښو او بدو ټکو پوه شي او نه لوستونکی، لوستونکي به د لیکوال په پیغام او موخه پوه نه شي. بل دا چې لوستونکی د کره کتنې په وسيله ډېر ژر د لیکوال په موخه، غرض او د اثر په روح پوهېدلای شي، همدارنګه په کم وخت کې ډېر څه تر لاسه کولی شي، نو پر دې اساس کره کتنه له ادب څخه يو نه جلا کېدونکی توک دی او په ادب کې ډېره مهمه اړتيا ګڼل کېږي. ښاغلی استاد حبيب الله «رفيع» خو بيا کره کتنه د ادب ساه او روح ګڼي او وايي که په ادب کې کره کتنه نه وي هغه ادب ژوندی ادب نه ګڼل کېږي. نوموړی په دې اړه وايي:
«کره کتنه د ادب سا او روح ده، که کره کتنه نه وي ادب مري او که ژوند ولري هم، نو ژوندی ادب نه گڼل کېږي، کره کتنه معراج او معیار ته د ادب د رسیدلو لاره ده. که دا لاره شاړه وه، نو بیا له ادب نه د معیار توقع مه لرئ.»