ليکنه: احسان الله «ذهيــــن»
کره کتونکی بايد د نقد پر مهال ځينې اصولو او قواعدو ته پام وکړي، ځکه چې کره کتنه هم د ادبپوهنې د اصلي څانګې په توګه يو لړ اصول او قواعد لري، چې کره کتونکی يې باید په نظر کې ونيسي، همدارنګه د اصولو تر څنګ کره کتونکی هم باید ځينې صفتونه ولري او د کره کتنې پر مهال پاملرنه ورته وکړي. که دې صفتونو او ځانګړتياوو ته يې پام وکړ؛ نو له شک پرته چې کره کتنه به يې سمه وي او که يې تر پښو يې لاندې کړل، نو د دې پر ځای چې ادب ته يې ګټه ورسېږي، نور به يې هم ادب زيانمن کړی وي. له هغو څخه ځينې مهم يې په لاندې ډول دي:
کره کتونکی بايد د پوهې او بصيرت خاوند وي.
هېڅ ډول تعصب ونه لري.
د عدل او انصاف خاوند وي.
کره کتونکی بايد لږ تر لږه تر ليکوال زياته پوهه او ځيرکتيا ولري، په ادبي فنونو، د کره کتنې پر اصولو او معيارونو پوه وي، همدارنګه د تخيل خاوند وي او پنځونه وکړی شي. که د ده علمي کچه تر ليکوال ټيټه وي، نو کره کتنه به يې هم چندان موثريت ونه لري او څنګه به تر خپلې علمي سويې لوړ کار وکړي.
کره کتونکی بايد متعصب نه وي، د کتنې پر مهال له ليکوال سره تعصب، کرکه او کينه ونه پالي او پر يوه اثر د کره کتنې د اصولو او معيارونو پر ځای د کرکې ، کینې او نفرت پر اساس کره کتنه ونه کړي. که له ليکوال سره څه شخصي دښمني، کرکه يا نفرت ولري، نو بايد چې د کره کتنې پر مهال يې له ذهنه وباسي. کوم اصول او معيارونه چې د نقد لپاره وضع شوي، د هغو له مخې اثر ارزيابي کړي، ښېګڼې او بدګڼې يې را برسېره کړي. د کره کتنې پر مهال خپل شخصي ذوق او غوښتنې لرې کړي او د اصولو مطابق کره کتنه وکړي. که دوه کتونکي پر يوه اثر کره کتنه وکړي، په داسې حال کې چې يو د لیکوال ښه نږدې دوست وي او بل له ليکوال سره څه دښمني ولري؛ که د اصولو خلاف نقد وکړي، نو ښايي هغه دوست کتونکی به يې، دا اثر تر اسمانه ورسوي او دا بل چې له لیکوال سره دوست نه دی، ښايي دا اثر پر ځمکه وولي. نو پر دې اساس د کره کتنې پر مهال بايد خپلې غوښتنې يوې خواته کېږدي او وروسته د اصولو پر اساس نقد پيل کړي.
عدل او انصاف هم د کره کتونکي لپاره ډېر اړين دی او کره کتونکی يې بايد د نقد پر مهال له ياده ونه باسي. داسې نه وي چې د خوشبينۍ، دوستۍ او نورو اړيکو له مخې له ادب او لوستونکو سره زياتی وکړي يا د بدنیتۍ، بدبینۍ او شخصي غرض پر اساس له ليکوال سره ظلم وکړي. که عدل نه وي، نو کره کتنه سمه نه ده، ځکه چې کتونکی له عدل پرته مجبور دی چې بې عدالتي او خيانت وکړي. له چا سره چې ښې اړيکې ولري، ښايي د هغه په خاميو، تېروتنو او عيبونو سترګې پټې کړي، چې دا بيا له ادب او لوستونکو سره خيانت دی. له چا سره چې بدبيني ولري، هغه که ډېر پياوړی اثر او پنځوونه هم رامنځته کړې وي، ښايي ډېرې ښېګڼې يې رابرسېره نه کړي او سم يې ونه سپړي، چې دا بيا له لیکوال سره خيانت دی، نو دا عمل ادب د لوړتيا پر ځای نور هم د ځوړتيا پر لور بيايي.
همدارنګه کره کتونکی بايد د هېچا پروا ونه لري، که له چا سره دوستي لري که دوښمني. داسې ونه وايي چې که زه د دې اثر بدګڼې او عيبونه راوسپړم، ښايي ليکوال به خفه شي، يا ووايي چې دا ليکوال خو مې دوست دی، ملګری مې دی، نو ولې د خپل دوست عیبونه رابرسېره کړم. کره کتونکی بايد له ليکوالو سره د مور او ميرې چلند ونه کړي، ځکه چې د ده دا کړنه د کمزورې پنځونې او اثارو د را منځته کېدو سبب کېږي. کره کتونکی بايد ليکوال په نظر کې ونه نيسي، بلکې اثر ته وګوري، که علمي او ادبي ارزښت او ښېګڼې پکې موجودې وي، که خامۍ، عيبونه او نورې نیمګړتیاوې پکې وي، دواړه حالاتونه يې بايد لوستونکو ته هم کټ مټ راوسپړي.
کره کتنه د يوه اثر اصلاح، سمون، ښکلا او د نيګړتياوو او عيبونو سمول دي، نه د يو ليکوال سپکاوی او بې ځايه نيوکې. کتونکی بايد اثر داسې وسپړي چې ليکوال کره کتنه د خپل اثر د سمون لپاره يو نېک ګام وبولي. که کره کتونکی ياد صفتونه په پام کې ونيسي او له اصولو سره سمه کره کتنه وکړي، نو هېڅ ليکوال به کره کتنې ته د شک په سترګه ونه ګوري او له کومې ستونزې پرته به خپل اثر کره کتنې ته وړاندې کوي. خو برعکس که داسې ونه شي نو ليکوال هم له کره کتنې سره حساسيت پيدا کوي او کره کتنه د خپل اثر د اصلاح يوو وسيله نه ګڼي.
که کتونکي پورتنيو صفتونو ته پاملرنه وکړي، نو هم له لیکوال او هم له لوستونکي سره مرسته کولی شي. له لیکوال سره دا مرسته کوي چې خپلو خاميو، عيبونو او نيمګړتياوو ته يې متوجه کوي. له لوستونکي سره دا مرسته کوي چې د اثر اصلي پيغام، محتوا، منځپانګه او د اثر ښېګڼې او بدګڼې ورته څرګندوي. پر دې اساس کره کتونکي ته په کار ده چې د نقد پر مهال ياد صفتونه په پام کې ونیسي.
You also might be interested in
ليکنه: بصيرالحق عادل د کونډې جينۍ په کيسه کې کرکټر د[...]
له پنده ډکه کیسه ژباړه: حمیدالله حمیدي کبیر عادت درلود،[...]
ليکنه: عزت الله نورزی بلاغت (اغېز او نفوذ) د صفت په[...]
اړيکه
پته
Burggravenlaan 00
Ghent Belgium
اړيکې شمېره
0032466076718 وټس اپ
facebook.com/afghan.Tips
پلټنه
د ویب سایټ په اړه
زموږ ویب سایټ د جوړېدو په حال کې دی