ژباړن: محب الرحمن محب
کله چې کروچه وايي هنر شهود دی، موخه يې څه ده او ولې دا خبره کوي؟ شهود داسې کلمه ده، چې ډېره نه کارېږي او ورځنۍ معنا يې هم ډېره د ګټنې وړ نه ده. خو که چېرې وغواړو هغه اوس يوازې پرخاص هنر د دلالت لپاره وکاروو، پرځای به وي. د نورو پوهانو ترڅنګ کروچه ډېره هڅه کړې؛ څو د ښکلاپېژندنې لپاره پولې ورغوي. تر هرڅه مخکې يې د هنر او فزيکي واقعيت تر منځ پر توپير ذره بين اېښی دی. ممکن دا کړنه يې ښه ترپام رانشي؛ خو هغه ورته دا دليل وړاندې کوي، چې هنر نشي کولای د هغه له فزيکي تجسم سره يو وي. نقاشي پر پاڼه يو رنګين پوستکی دی.
دويم دا چې کروچه د هنر له ګټور اړخه منکر دی؛ دا هم له مروج تفکر سره اړخ لګوي. د نقاشۍ تابلو ممکن يوه ګټوره پانګه وي؛ خو دا ګټورتوب د هغه د ښکلاپېژندنې د ارزښت په نسبت دويم ځای لري. ممکن ډېری خلک له دې ادعا سره يوه خوله نه وي، ځکه هغوی د هنر او خوند ترمنځ يوه ذاتي رابطه ويني. په هر صورت کروچه اشاره کوي، چې که موږ موافق هم وو، خوندورتوب د هنريت شرط نه دی او دې ته اړتيا پېښېږي، چې د ښکلاپېژندنې لذت مشخص او رابېل کړو.
هنر يوه فزيکي، ګټوره، اخلاقي او يا د پېژندنې لپاره مولده کړنه نه ده. اوس څه پاتې کېږي؟ د پوښتنې د ځواب يوه برخه د هنر ارزښت جوړوي. که چېرې هنري انځورونه له بېروني واقعيت، عملي ارزښت او يا اخلاقي بعد نه برخمن نه وي، څه د دې سبب ګرځي، چې دا تصاوير دې له یوه کوټه او ناچله خيال ورهاخوا له لوی ارزښته برخمن وي؟
د هغه احتمالي ځواب دې پوښتنې ته دا دی، چې هنرمندانه انځورونه يوه نښه او بېلګه دي.
«هنر مظهر دی، نښه ده، يوه ښودنه ده او تل پر يوه څيز دلالت کوي. خو مظهر او نښه څه دي؟ شهود په حقيقت کې يوه هنري چاره ده. خو هغه مهال د بې ځايه خيالپلو پرځای شهود ته اړتيا ده، چې ژوندی او حياتي اصل موجود وي، شهود ته روح ورکړي او هغه له ټوټهتوب نه د کمال او اوج پوړيو ته ورسوي.»
کروچه هنر ته د احساساتو د تغزلي درک په سترګه کتل او ځکه په دې باور و، چې هنر نه اخلاقي دی او نه هم پېژندنه. هغه د هګل د نظريو تر اغېز لاندې هر هنري اثر د هغه مطلق روح زېږند بولي، چې له غريبه مادې سره موجود دی. نو ځکه د هغه په ليدلوري کې د هنري اثر ماديت هېڅ اهميت نه لري او هغه څه چې په دې ليدلوري کې له لوړ ارزښته برخمن دي، د اثر روح دی، چې په هغې کې د هغه څيز هېڅ ډول ملموسه تجلی نه موندل کېږي.
«کروچه او شهود» په بله لیکنه کې.
- د (هنر په خپله بڼه) له کتاب څخه.