لیکنه: جان اغا بهار
د کریمنالوژۍ تعرف: کریمنالوژي یو غیر حقوقي جنایې علم دی چې د جرم علل او عوامل مطالعه کوي او د دې عواملو له منځه وړلو لپاره لازمې لارې، چارې پیشنهادوي او همدارنګه په دویم قدم کې د مجرمینو شخصیت څېړې او دهغوی د دوباره اصلاح او تربیې لپاره لازم وړاندېزونه کوي.
پخوانیو یونانیانو ویل: د دې لپاره، چې مجرمین اصلاح شي باید شدید او وخیم مجازات پرې تطبیق شي خو؛ په دې وضع باندې د یونان قدیمي او مشهورو فیلسوفانو انتقادونه او ملحوظات وکړل، چې به لاندې ډول ورڅخه یادونه کو.
۱ـ سقراط (۳۹۹ـــــ ۴۷۰ ق م):
نوموتی عالم سقراط په مجرمینو د شدیدو مجازاتو د تطبیق پر وړاندې ډېر سخت مخالفت ښکاره کړ او ویل یې چې(( مونږ باید د جرم د فاعلینو سره د تاوتریخوالي او سخت برخورد څخه کار وانخلو، بلکې هغوی ته ددې درس وکړو، چې څرنګه د جرایمو د ارتکاب څخه منع شي دا متیقین وو، چې د جرم منځته راګ د جهالت او ناپوهۍ نتېجه ده)).
۲ـ افلاطون (۳۴۷ــــ ۴۲۸ ق م):
افاطون، چې د سقراط شاګرد او د ارسطو استاد وو، ویل یې چې د جرم عوامل اجتماعي او اقتصادي تاثیرات خاصتاً فقر او ثروت دی ده ویل، چې همدغه دوه عوامل دي چې د انسان عواطف ګډوډوي او افراد د جرایمو طرف ته راکاږي، هغه زیاتوي(( فقر او شتمنې دواړه د هېوادونو د نابودۍ باعث کېږي، په دې معنی چې فقر احساسات وژنې او په انسانانو کې د کسات یعنې غچ اخېستنې، کینې، حسد او بدنیتۍ احساس منځته راوړې او یاده قوخ غښتلې کوي. دارنګه شتمنې په خپل وار سره اخلاقي اړیکې بطي کوي او په انسانانو کې د غرور، بې اغتنایې او لټۍ سبب ګرځي).
۳ـ ارسطو (۳۲۲ـــــ ۳۸۴ ق م):
ارسطو وایې، چې د افرادو جسمي او رواني د جرایمو په ارتکاب کې رول لري.